
بسم الرحمن الرحيم
وَمَا وَجَدْنَا لِأَكْثَرِهِمْ مِنْ عَهْدٍ وَإِنْ وَجَدْنَا أَكْثَرَهُمْ لَفَاسِقِينَ
د افغانستان مجاهد ولس چې له اولې ورځې د صليبي يرغلګرو پر ضد د ماتوونکي مقاومت هوډ وکړ، معنا يې همدا وه، چې موږ د خپلو اصيلو اقدارو پر وړاندې هيڅ ډول توهين نه منو او زموږ د ملي نواميسو دفاع تر بل هر كاره لومړيتوب لري.
اسلام، د افغانستان اسلام پروره خاوره، د افغان ولس اصيل اقدار او ارزښتونه زموږ د ملي نواميسو بنسـټونه دي. هر هغه څوک چې ددې ولس نواميس په خپل ځای ثابت او درانه نه ګڼي، موږ يې پر وړاندې د جهاد اعلان کړی.
د کرزي اداره سره له خپلو ټولو بړېڅو او بادارنو هغه عاري او بې ارزښته ډلګۍ دي، چې د دې ولس په رابطه له هيڅ شرمساره موقفه نه وروسته کيږي. که پرون يې په يوه او بله بهانه خپل وجود ته په سپين سترګۍ دلايل برابرول، نن بيا تر هاغې مرحلې راورسېدل چې ځان راسره په دې وطن کې شريک ګڼي!!
هغه خلک چې ددې لويې جرګې(؟!!) په واسطه غواړي د دنيا مجرمترين دولت ته په افغانستان کې د بقا دلايل ولټوي او د اسلام د خاورې نه بېلېدونکې ټوټې په يهودو او نصاراو پېرزو کړي، د افغانستان د تاريخ هغه مختورن جرګه مار دي، چې نه به يې تاريخ وبښي او نه د افغانستان مسلمان ولس.
ددې جرګې ګډونوال ټول هغه اشخاص دي، چې د قرآني لارښوونو له نظره د هيڅ ارزښت پاملرنه نه کوي، دوی هغه ماده پروره لاټيان دي چې هوس به يې يواځې په مرګ ماتيږي!
موږ په داسې حال کې چې دا جرګه له خپلو ټولو مميزاتو عاري ګڼو، دا اعلاموو چې نه دا جرګه ددې وطن يوه لوېشت پر چا پلورلی شي او نه د کرزي قوانين او فرامين!! زموږ له نظره دداسې جرګو دايرول، اداره کول او سرته رسول له افغاني کلتور سره ستره جفا او ناځواني ده.
فلهذا زموږ جهاد به تر هغې دوام لري، چې ترڅو د کفر وفساد لښکرې زموږ له خاورې څخه په بشپړه توګه وتلې نه وي.
و ما علينا الا البلاغ
د افغانستان اسلامي امارت
توره بوړه جهادي محاذ