افغان محصلین ډیلي ته د احتجاج په توګه راغلي



د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د هندوستان دولت افغانستان ته تحصیلي برسونه ورکړي وو خو لکه څنګه چې له پخوا نه مالومه وه، ددې برسونو کیفییت د یو کال نه بل کال ته لا پسې ټیټېده او خرابېده، سږ کال وضیعت دې حد ته رسېدلی چې محصلین د خپلو ښارونو څخه راغلي او په ډیلي کې په افغان سفارت کې دېره شوي دي.
درې ورځې مخکې د لاتوړ او ناندیړ د ښارونو څخه نږدې ۷۰ تنه افغان محصلین ډیلي ته راغلل، چې خپلې ستونزې د افغان او (آی سي سي آر) چارواکو سره له نږدې حل کړي. دغه محصلین وایي چې دوی د تېرو اوو میاشتو راهیسې یې د افغان چارواکو سره خپلې ستونزې شریکې کړې وې، خو تر اوسه یې کومه پایله نه درلوده او دادې اوس ټول محصلین ددغه دوه ښارونو څخه د ریل ګاډي په وسیله په ۲۷ ساعتونو کې ډیلي ته راغلل چې له چارواکو سره له نږدې وګوري. دوی ټول په یو غږ دي او وایي چې یا دې زمونږ ستونزې حل شي او یا مو بېرته هېواد ته واستوئ.
د لاتور او ناندړ د هندوستان د مهاراشترا ایالت هغه دوه وروسته پاتې ولسوالۍ دي چې د محصلینو په اند په افغانستان کې د تحصیل کیفیت ددې ښارونو څخه ډېر ښه دی. دغه ښارونه د مهاراشترا مرکز ممبیي او یا مهم ښار پونا څخه په لسګونه ساعتونه لرې دي. د محصلینو په وینا هلته ښوونکي په انګلیسي خبرې نشی کولای او د تدریس په وخت کې له هر ډول ستونزو سره مخ دي. ښوونکي یا په مراټي ژبه تدریس کوي او یا هم په هندي ژبه! بله خوا په ښار کې ټیوشن یا اضافي کورسونه بیخي وجود نه لری، او که پیدا هم شي نو په محلي ژبه (مراټي) باندې وي. د ځینو تخنیکي او مسلکي پوهنځیو لپاره دا ډول کورسونه ډېر اړین دي، چې متأسفانه افغان زده کړیالان ترې بې برخې دي.


ځېني محصلین وایي چې ددوی د پوهنځۍ ساختمان لا هم جوړ ندی او په نیمه جوړ شوو خونو کې درسونه وايي. د ستونزو په لړ کې تر ټولو لویه ستونزه په خپله د (آی سي سي آر) له خوا ده چې د لاتور او ناندړ په ښارونو کې دوی کومه نمایندګي نه لري او ددوی پیسې ورته دوه درې میاشتې وروسته وررسیږي، چې همدغه ستونزه د بېوزله افغان محصلینو ستونزې څو چنده زیاتوي.
په ښار کې د امنیت وضع هم چندان د باور وړ نده او د پولیسو له خوا ورته امر شوی چې د ددوی د مصؤنیت په خاطر دوی باید د شپې د ۹ بجو نه وروسته د خپلو ځایونو څخه راونه وځي، کنه مسؤلیت به یې په خپله غاړه وي. له بلې خوا د ځايي خلکو چلند د افغانانو سره ډېر تریخ دی او څو ځله ورته د محلي خلکو له خوا ګواښونه هم شوي دي.
په دغو محصلینو کې افغاني نجونې هم شته او ۴ نجونې یې اوس ډیلي ته د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره راغلي. دوی د شته ستونزو په څنګ کې وایي د لیلیي د چټل او غیر صحي محیط او د پاکو اوبو د نشتوالي په وجې دوی ناروغه شوي هم دي. دوی وایي چې کله د پوهنتون د صحنې نه راووځي نو د ځايي خلکو له چلند نه ډېرې ځورول کېږي. دغه افغان نجونې د نورو افغانانو سره په یوه خوله دي او وایي چې د ستونزې د حل لاره داده چې دوی ټول دې یا د ډیلي، پونا او یا حیدرآباد ښار ته تبدیل شي. دوی وایي چې دا ځل راسره چارواکو وعده کړې چې یوه میاشت وروسته به مو دې نورو ښارونو ته تبدیل کړي خو داسې وعدې زموږ سره پخوا هم شوي او اوس پرې هېڅ اعتبار نلرو.
 
په ‌ډیلي کې افغان چارواکي او د آی سي سي آر مشران دا هڅه کوي چې دا ستونزه همداسې پټه پاتې شي. خو افغان محصلین وایي که چېرې ددوی سره کړل شوې وعدې په نږدې وخت کې پوره نشوې نو دوی به خپل غږ هندي او افغان میډیا ته راوباسي.
ددې لیکنې یوه موخه داده چې په هېواد کې اړونده افغان چارواکي له ستونزې خبر کړي او په سفارت او آی سي سي آر فشار راوړي، تر څو د زورېدلو محصلینو ستونزې اوارې کړي. ددې په څنګ کې ددې لیکنې بله موخه داده چې په راتلونکې کې دې افغان محصلین ددغه دوه ښارونو د انتخاب څخه تېر شي او که چېرې ورته برسونه هم ورکړل شي، چې د راتګ څخه مخکې خپل ځانونو نورو ښارونو ته تبدیل کړي.