د کرزي بې کفايتي او د شمالي ټلوالې ناوليتوب يوځل بيا ثابت شو

 نن چې د لوې جرګې لمړی ورځ دی د حضرت صتعت الله مجددي څخه ورسته د نعمت الله شهراني ته ویاند بلنه ورکړه چي د نندریځ(سټیج) ته راشي او خپله وینا برخه والو ته وړاندې کړي!؟
خو شهراني چي لوي عالم او ځان د کرزي او افغان ولس خواخوږي بولي یوځل بیا یي خپل علمیت او افغان ځوریدلي ملت ته شا کړه او خپله دښمني يې له افغان ملت او افغانستان سره څرګنده کړه،او دکرزي او دولت لپاره بیا د لاستوڼي مارثابت شو،او د شمالي ټلوالې سره یې خپل پيوستون څرګند کړ.
څرنګه چې شمالي ټلواله په یونه یو ډول غواړي چې نوموړي دودیزه لویه جرګه ناقانونه ثابته کړي،نوددې لپاره د شمالي ټلوالې ځینې غړي په ډاګه د جرګې مخالفت کوي او د اساسي قانون خلاف یې بولي او په جرګه کې د نه ګډون اعلان يې کړی خو له بلې خوا یې ځیني خپل کسان جرګې ته را دننه کړی چې د ننه په جرګه کې د دوی اهداف پر مخ یوسي چې دا کار پرون ښاغلی شهراني په ډیر ښه ډول تر سره کړ.
ښاغلی شهراني چې د دودیزې لوی جرګې د جوړونکی کمیسون د اداري پلاوي غړی وو ښه به وه چې ښاعلی د خپل علمیت څخه په ګټه د جرګې په تاریخي پسمنظر او د اسلام او قران په رڼا کې د جرګې په قانویت او ګټو او د کمیسون په لاسته روړنو خبري کړی وی خو متاسفانه یو ځل بیا یې خپله شومه څیره افغان ولس ته څرګنده کړه دسې څه یې وکړل چي باید شوی نه وه .
څرنګه چې د جرګې طرزالعمل له مخې باید اداري پلاوی د جرګې د منځه په ټاکنیز ډول وټاکل شي خو په ډیر تاسف سر باید اوویم چې شهراني د شمالي ټلوالې د اهدافو پرمخ وړلو او د جرګې د ناقانونیت کولو لپاره له نور خبرو تیر شو او د جرګي د مشر ټاکلو لپاره یې خپله اجنډا چې دمخه شمالي ټلوالې له خوا ورکړل شوی وه پرمخ یوړه .
چې پدې سره د کرزي بې کفایتي او د شمالي ټلوالې ناولیتوب او د افغان اولس سره دښمني بیا څرګنده شوه.
                                                                                            بهادر (خوستی)