
دملي کرښې د ١٨ ګڼې ليکنه
خليل
د سپټمبر يوويشتمه د سولې له نړيوالې ورځې سره برابره ده، سږكال دغه ورځ د سولې د عالي شورا د مشر دوژل کېدو دخبرپه خپرېدو پيل شوه له بده مرغه دې پېښې خلكو ته داسې پيغام وركړ، چې دا يوازې د استاد برهان الدين رباني جنازه نه بلكې له دې سره به د سولې جنازه هم پورته شي .
سره له دې چې د سولې د عالي شورا پر تركيب او اغېزمن توب باندې كلكې نيوكې كېدې او ګڼ شمېر نيمګړتياوو ته يې ګوته نيول كېده، خو له دې ټولو سره سره د استاد رباني په مشرۍ دې شورا لږ ترلږه د سولې هيله ژوندۍ ساتلې وه. خود هغه له وژل كېدو سره سم په ټول هېواد کې د ويراو ناهيلۍ ټغر وغوړيد، د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت چې كوم پروګرامونه او غونډې په پام كې نيول شوې وې وځنډيدې. د افغان سندرغاړي فرهاد دريا كنسرټ لغو شو، ولسمشر كرزي دملګرو ملتونو په سر مشريزه كې له ګډون څخه انصراف وکړ، په رسنيو كې د استاد رباني د تصويرونو او ويناوو خپرېدلو د خلكو په زړونو كې دسولې راټوكېدلې هيلې مړاوې كړې، يو وار بيا د ملي نفاق د راتلو ويره پيدا شوه، د اسلامي جمعيت يوشمېر غړو د استاد رباني د وژلو دغندلو ترڅنګ دسولې دعالي شورا دانحلال غوښتنه وکړه .اوپه دې توګه دځينو سياسي شخصيتونو او دولتي چارواکو له خوا زغم ته دخلکو د رابللو سره سره دې پېښې دسولې په نړيوالې ورځې سورى وغوړاوه .
په داسې حال کې، چې د هيواد د كاواكه امنيتي وضعيت د کابوکولو لپاره د امنيتي ځواكونو پر غښتلتيا باندې د ټينګار تر څنګ د سولې، پخلاينې او خبرو اترو په څير ارماني مسايلو ته هلې ځلې لاهم ژوندۍ دي، د سولې او عدالت د ټينګښت په اړه د تيرو لسو كالو راهيسې نظرونه لاهم ويشلي پاتې دي.
د بشري حقونو يو شمېر نړيوالو او ملي سازمانونه او مدني ټولنې په دې خبره ټينګار كوي، چې د عدالت له پرځاى کولو پرته په هېواد کې سوله نه شي ټينګېداى، دوى د بن كنفرانس ته په اشارې وايي چې له هغه پيل نه د عدالت عنصر ته په كې پام نه وو شوى، چې له امله يې دا دى تر دې مهاله افغانان د سولې ارمان ته په رسيدو كې پاتې راغلي دي . خو ځينې نور بيا ددې په مخالفت كې وايي، چې د عدالت د پرځاى کولو په انډول،افغانستان لومړى سولې او بياعدالت ته اړتيالري .
د طالبانو د رژيم له نسكوريدو وروسته په هيواد كې د يوې تلپاتې سولې ټينګول او دعدالت پر ځاى کول، د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې پر وړاندې يوه ستره ننګونه ګڼل كېده خو دې موخو ته درسېدو لاره له ټولو ورکه وه دسولې عالي شورا رامنځ ته کېدلو ته ديوه پيل په سترګه کتل کېدل خو په دې ادرس باندې وروستي بريد داهيلې هم له خاورو سره خاورې کړې .
تردې وړاندې د سولې،پخلاينې او عدالت د پرځاى کولو پر مسالې يوځلې بيا داسې مهال بحثونه تاوده شوي وو چې دافغانستان حکومت له وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو هڅې ګړندۍ کړې وې، په ټول هيواد كې د خلكو په منځ كې له مخالفانو سره د سولې د راوستو په سر يوه اجماع رامنځته شوې وه، خو د استاد رباني له وژل كېدو وروسته دا اندېښنه رامنځ ته شوې، چې دا هيلې او حركتونه به څپڅانده شي او هغه كسان چې په جګړه كې يې ګټې نغښتې دي يا د وسله والو مخالفانو سره ژور ايډيالوژيكې اختلاف لري هغو ته ښه بهانه په لاس ورغله چې د سولې د هر حركت مخالفت وكړي.
له مخالفانو سره د سولې پرسر داوسنيوبحثونو د منځ ټکى دادى، چې د پخلاينې بهير بايد په داسې يو چوکاټ کې پر مخ ولاړ شي چې تېرو نهو کلونو کې لاسته راوړنې په کې قرباني نه شي .
ځيني كسان په دې باور دي چې که د عدالت د ټينګېدو پر بهير په ځانګړي ډول پر انتقالي عدالت ټينګار وشي ممكن هغه كسان چې د بشريت ضد جرمونو كې يې برخه درلوده او له بلې خوا په سياسي او نظامي تعاملاتو كې هم اغيزمن رول لري، له دې سره به هغوى غبرګون وښيي او ستونزه به لا پسې زياته كړي او دپخلاينې بهير ته به كلكه ضربه وركړي . بله ډله چې ډيرى يې د بشري حقونو فعالان جوړوي په دې باور دي، چې سوله يوازي د عدالت تر سيوري لاندې دوامداره او تلپاتې كېداى شي .
د افغانستان حکومت په تيرو لسو كلونو كې په دې خاطر عدالت ته شا اړولې وه، چې ځينې زور واكي او په جنګي جنايتونو تورن سياسي لوبغاړې خفه نشي . د زور او سازش پروړاندې د حكومت دشاته تګ او تسليمۍ پاليسي په دې تمامه شوه، چې عدالت دمصلحت او سوله دناسم امنيتي مديريت قرباني شوه .
له دې سره د هيواد په سياسي چاپيريال كې داسې ليدلورى حاكم شو چې ګوندې هغه كسان چې د كلونو راهيسې د خلكو په ځورولو اخته وو، نن ورځ د ټولنې په خدمتګارانو بدل شوي دي او د دولت په بېلابېلو پوړونو كې اغيزمن فعاليت لري ددغه ليدلوري پلويان په دې نظر دي ، چې افغانستان هغه ناروغ ته ورته دى چې په بېلابېلو ناروغيه اخته وي او دسختې ناروغۍ درملنې ته يې لومړيتوب ورکول شي .ددې مثال په وړاندې كېدو سره مهمه دا ده چې كه هرڅوك وي ولو كه په تير وخت كې په جنايتونو تورن وي خو اوس چې د سولې د راوستو او امنيت د ټينګدو له پاره مرسته كولاى شي بايد ورنه كار واخيستل شي چې د همدې ليدلوري له مخې د سولې عالي شورا جوړه شوه او ټول هغه كسان په كې راټول شول چې په تيرو جګړو كې په يو نه يو ډول ښكېل وو. خو ددې نظر مخالف اړخ چې تر ډيره پر عدالت ټينګار كوي ددې ټولو روانو ناخوالو پړه په دولت كې د همدغه شان خلكو په موجوديت ور اچوي اوسني قومي او ژبني تعصبونه، اداري فساد، ترور، په كليدي دولتي پوستونو كې د كسانو ټاكل اولرې كول، پر اقتصادي بازار ولكه، د نشه يي توكو قاچاق او نور هغه عوامل چې د ټولنې په بې ثباتۍ كې عمده نقش لري ددې ټولو ناخوالو عاملان هغه كسان بولي، چې په پرله پسې توګه يې په هيواد كې جرمونه او جنايتونه ترسره كړي دي.
خو كه واقعيتونو ته وګورو له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې علاقه په نړۍ كې له بېلاْبېلو سياسي او اقتصادي بدلونونو پورې تړلې ده . هغه تمه چې يو وخت له نړيوالو كېده چې له موږ سره به دداسې نظام په جوړيدو كې مرسته وكړي چې هلته يوه سوله ييزه ټولنه رامنځته شوې وي، په هغه كې ټول هيوادوال له ښاري او خپلو اساسي حقونو برخمن وي او دهيڅ ډول بې عدالتۍ او تبعيض قرباني نشي. د انتقالي عدالت پروسه په كې پلې شوې وي، داسې ټولنه ولرو چې بيوزلې او بيكاري له منځه لاړه وي خو اوس ورنه دا تمه نشو كولاى .
په تونس، مصر سوريې او ټول منځني ختيز كې چې كوم نوي انكشافات روان دي او له بلې خوا نړۍ له كومو اقتصادي بحرانونو سره مخ ده موږ ته ددې خبردارى راكوي چې نور د نړيوالو په تمه شپې سبا نه كړو او خپل هيواد بايد په خپله جوړ او د سولې په لورګام واخلو، زموږ د هيواد پر مهمو اغيزمنو شخصيتونو مرګوني بريدونه ددې ښودنه كوي چې موږدا مهال له څومره ژورو ستونزو سره لاس او ګريوان يو كه نړيوال هم زموږ له دغه وضعيت نه ستړي او په همدې بهانه هرڅه همداسې پر ځاى پريږدي دا به هيواد يو بل ناورين ته ورټيل وهي ددې له پاره بايد د خپلو كورنيو ميكانيزمونو نه په ګټې اخيستو د سولې د رواستو بهير ګړندى كړو او ټول هيواد وال په دې خبرې باوري كړو چې موږ كولاى شو يوې پخلاينې ته ورسيږو خو د افغانستان قسم خوړلي دښمنان مو د بېلابېلو دسيسو او توطيو له لارې ددغه كار خنډ جوړيږي تر بل هر وخت ددې اړتيا ليدل كېږي چې ټول ملت يو موټى او ددغه خنډونو پر وړاندې په كلكه ودريږي موږ بايد په ټولنه كې ددغه ذهنيت د خپريدو مخه ونيسو چې ګوندې د استاد برهان الدين رباني د جنازې سره د سولې جنازه هم پورته شوه موږ بايد برعكس داسې پيغام وركړو چې دا د سولې په لاره كې لومړنۍ او وروستۍ جنازه نه بلكې ډيرې نورې جنازې به هم پورته شي خو موږ به د سولې لار پرينږدو.