
په تيرو نهو كلونو كې د ژوند
په هر ډګر كې د ګڼو پرمختګونو په خوا كې كال تر بله جګړو هم زور اخيستى دى، امنيتي
وضعيت كاواكه شوى او دنړيوالې ټولنې په مټ د جوړ شوي نظام د حاكميت د غځيدو په اړه اندښنې پيدا شوې دي.
ددغو جګړو او انديښنو په ځواب كې هركال د ملي او
نړيوالو امنيتي ځواكونوشمېر او د نويو وسلو استعمال ډير شوى دى. ورسره جوخت د ملي
او نړيوالو ځواكونو او دمخالفانو بريدونو وضعيت
لاپسې خونړى كړى دى، خلك مو هره ورځ
وژل کېږي او زيانونه ګالي .
په دغسې يو حالت كې طبعيي
خبره ده چې عام وګړي يوه هيله لري او هغه سوله ده، د خلكو ددغې غوښتنې په ځواب كې
خو هم بايد څه نا څه كار وشي. په همدې موخه چې خلك له ځان سره وساتلاى شي د جګړې بېلابېلې
خواوې په مختلفو شكلونو سره د بېلابېلو كورنيو او بهرنيو، دولتي او نادولتي
بنسټونو له ادرسه د سولې ، پخلاينې او خبرو اترو په څير ارماني مسايل په لويه او
وړه كچه مطرح کوي او لا هم ددغو خبرو بازار ګرم دى.
دجنګ جګړو د زياتيدو له پيله د اړتيا له مخې د سولې خبرې هم
تودې ساتل شوي دي. چې دافغانستان د دولت
له خوا د صبغت الله مجددي په مشرۍ د سولې او پخلاينې دكميسيون او دامن جرګې له جوړولو
نيولې دا مهال خبره د سولې تر عالي شورا را سيدلې ده. چې تر ډيره په كې په پخوانيو جنګي ډلو پورې تړلي تجربه كاره کسان ، چې په عين وخت كې له يو بل سره د زړو دښمنيو
ډيرې ترخې خاطرې لري سره راټول شوي دي.
تيروتجربو ته په كتو كه د
ډاكټر نجيب الله د ملي مصالحې له پروګرام نه يې را پيل كړو ان د بن تر كنفرانسه
پورې دې پايلې ته رسيږو چې سوله يوازې د متخاصمو ډلو ترمنځ اوربند او د واك پر سر جوړښت ته نه ويل كېږي
اونه هم د وسلو او نظامي قوت په زور امنيت راوستلو ته سوله
ويلاى شو . په تيره بيا دافغانستان په څير هيواد كې چې د نړيوالو او سيمه ييزو
لوبغاړو د سيالۍ په ډګر بدل شوى. دلته په
تيرمهال كې روانو اوږدو خونړيو جګړو ټولنه
په فكري، قومي، مذهبي او سمتي ډلو ويشلې او ددغه ويش د لا زياتيدو له پاره د ښاغلي
كرزي په حكومت كې د ډيرو كورنيو او بهرنيو ادارو له خوا لا زيات كار وشو چې په
هيواد كې د ډلو او ګروپونو ترمنځ د درز په زياتيدو كې يې لا ډير واټن رامنځ ته كړ.
د چارو شنونكي په دې باور دي، چې دلته تر هغو
سوله نشي ټينګېداى ترڅو چې نړيوال او دولت د سولې د راوستو له پاره سياسي اراده
ونه كړي له بده مرغه ويلاى شو له پيل نه
ترننه پورې دغه اراده په هيڅ لوري كې نه ده ليدل شوې، دلته تر ډيره هرې ډلې په
بشپړه توګه دخپل غليم د له منځه تلو هڅې کړي او بس.
د تلپاتې سولې له پاره تر ټولو ضروري كار چې تر
دې مهاله ورته هيڅ پام نه دى شوى، د هغو ډلو او عناصرو پيژندل دي، چې د سولې پر وړاندې خنډ ګڼل كېږي.
خو له دې ټولو ها خوا مهمه خبره په كې د عدالت
ده، يانې په هر هغه سوله ييز حركت او اقدام كې چې عدالت له پامه وغورځيږي او سوله
هم راشي دا به يوه كاذبه او لنډ مهاله سوله وي او هره شيبه به په كې جګړې ته د
بيرته ورستنيدو ګواښ موجود وي ، چې تر ټولو ښه بېلګه يې د بن كنفرانس و، د بن په
كنفرانس كې نه يوازې د ښكېلو جنګي او سياسي ډلو ترمنځ بېلانس په پام كې ونه
نيول شو بلكې د هغې په پايله كې چې كوم حكومت رامنځ ته شو نه يوازې دا چې په
افغانستان كې يې د بشريت ضد تير جنايتونه
هېرکړل، بلكې ددغو جنايتونو عاملان
يې پر خلكو مسلط كړل.
دتيرو جګړو قربانيان، چې دافغاسنان خلك دي له
ياده ووتل خلك حتا همدا اوس هم ګوري چې ددوى او د هيواد برخليك يې د هغه چا په لاس
كې دى، چې په تيرو رژيمونو كې يې دوى وژلي،كورونه يې ړنګ او چور كړي او له خپل
ټاټوبي بې ځايه کړي . په تيرو نهو كلونو كې د پخوانيو جګړو د قربانيانو په زخمونو
د پټۍ لګولو پر ځاى د دپورته ذکرشوي وضعيت په رامنځ ته كولو سره يې عملا د خلكو پر زخمونو
مالګې دوړولي دي. تر ټولو بده يې لا دا چې دتيرو جګړو او ترسره شويو جنايتونو
عاملان محاكمه څه چې په دغو نهو كلونو كې نور داسې جنايتونه ترسره شول او لا هم دا
لړۍ روانه ده چې له رواني پلوه يې ټولنه په هر حركت بد ګومانه كړې ده .
په دغو كلونو كې د شويو
جنايتونو اود جنايت كارانو واك ته رسولو كې دملامتۍ ګوته د كرزي نه وروسته نړيوالې
ټولنې او په تيره بيا د امريكا متحدو ايالتونو ته نيول كېداى شي.
ځكه چې په افغانستان كې
نړيوالې ټولنې د انتقالي عدالت له پروسې سره مرسته ونه كړه هغه پروسه معمولاپه
هغو هيوادونو كې پلې كېږي، چې له جګړې راوتلي وي . انتقالي عدالت غچ اخيستنه او د
ټولو جنايت كارانو په دار ځړول نه دي بلكې
د خلكو د تيرو دردونو ، كړاوونو او بشري ضد جنايتونو پر وړاندې ځواب دى ددې ځواب
لومړۍ برخه داده چې حد اقل هغه كسان چې په دې ډول جرمونو تورن دي په لوړو دولتي
څوكيو باندې پرينښودل شي.
ورپسې په تير وخت كې ټولې
سازمان شوې سرغړونې راوسپړي كوم چې د پخوانيو رژيمونو له خوا ترسره شوي دي.
دانتقالي عدالت په پروسه كې تيرشوي
سياستونه او په دې سياستونو پورې اړوند ارګانونه چې د بشريت ضد جناتونو مرتكب شوي
هم راځي ، چې ددغو پخوانيو جوړښتونو په محكومولو سره د يو ټولنيز پړاو له لارې ټولنه د
ولسواكۍ او عدالت خواته خوځول كېږي.
خو له بده مرغه د بن له
كنفرانسه را وروسته په افغاسنتان كې د سولې په راوستو كې عدالت ته پام ونشو،
نړيوالې ټولنې ګومان كاوه چې د تيروجګړو د دوسيو په سپړلو سره به امنيتي وضعيت
كړكيچن شي خو دلته وليدل شول چې عدالت ته نه پاملرنې وضعيت كړكيچن كړى دى . د ا وسنيو
جګړو يو ستر لامل همدغه روانه بې عدالتي بلل كېږي.
امريكا او متحدينو يې، چې په
عراق كې د صدام حسين حكومت رانسكور كړ نو هلته يې ډير ژر د تيرو جنايتونو دوسيې را
وسپړلې او په تور يې صدام حسين او دهغه مهم
ملګري محاكمه شول كله چې د صدام حسين د محاكمې خبره په افغانستان كې د تيرو جګړو د
مهال جنګ سالارنو واوريده ډيرژر يې په پارلمان كې چې تر ډيره له همدغه شان خلكو ډك
وود خپلو ځانونودبرائت پرېکړه وکړه او دا
كار يې د يو قانون په جوړولوسره ترسره كړ
چې هيڅوك نشي كولاى د تيرو جنايتونو په
اړه له دوى نه پوښتنه وكړي. په دې ټول پوهيږي
زموږ پارلمان چې څومره په قومي ژبنيو، او مذهبي اختلافاتو كې راګير دى
هيڅكله يې په يوه خوله د هيواد دملي ګټو له پاره په اتفاق خبره نه ده كړې، خو د تيرو جنايتونو د
راسپړلو او ځانونو ته د برائت وركولو په مسئله كې بيانږدې ټول په يوه خوله شول.
له دې مالوميږي چې جنايت كاران او د بشري حقونو
سړغړونكي د افغانستان په يو يا دوو قومونو كې نه بلكې د ټولو قومونو او ډلو پورې
تړاو لري چې دامهال يې په پردي زور او په باد راوړو پيسو پر خلكو ځانونه مسلط كړي
دي.
دغو واقعيتونو ته په كتو د
سولې عالي شورا ښايي په خپلو هلو ځلو سره وكولاى شي د مخالفو ډلو نه واړه ګروپونه
او يا هم د طالبانو يو شمېر پخواني مشران له دولت سره يو ځاى كړي خو هغه څه ته چې
تلپاتې سوله ويل كېږي دهغې په رامنځ ته كولو كې كوم نقش نه شي لوبولاى. دا په دې
مانا نه ده چې ګواكې موږ سوله نه غواړو بلكې خبره د عادلانه سولې ده هغه سوله، چې د تير مهال جرمونه په كې وڅيړل شي او د يو
ولسواك نظام اساسات په كې خوندي کړاى شي. دامهال چې د سولې عالي شورا كومه تګلاره غوره كړې ده نه يوازې په هيواد کې ثبات او تلپاتې سوله نشي راوستى اود ولسواك نظام
د ساتلو سره په ټكر كې ده بلكې فعاليتونه يې تر ډيره په سياسي لوبو راڅرخي. د خلكو
او عام ولس پوښتنې يې تر دې مهاله نه دي ځواب كړي، چې د تيرو جګړو له قربانيانو او د بشري حقونو له
سرغړونكو سره به څه كوي.؟
د سولې عالي شورا ته په كار
ده ، چې پر خپلې تګلارې له سره كتنه وكړي او
هغه پوښتنې چې خلك يې د عدالت د پلي كولو په اړوند له دې شورا نه لري ځواب كړي .
له ملې کرښې په مننه