
_ په هندکې دماشومانوورځ ده ؛
_ دشکرې دناروغۍ پرضددمبارزې نړيواله ورځ هم ده ؛
_ په کال 1666 زکې سامويل پيپس Samuel Pepys له يوه سپي نه بل سپي ته دوينوورکولو دتجربې دترسره کولو خبر ورکړ ؛
_ په کال 1770 زکې سکاټلنډی پلټونکی (( جيمزبروس )) د (( نيل )) درياب دسرچينې په هکله ، چې دايتوپيا هېواد په شمال لويديځ کې پرته ده ، خبرورکوي ؛
_ په کال 1896 زکې د(( نياګارا )) په ځړوبي باندې يو بريښنايي سټېشن دجوړيدوچارې پيليږي ؛
_ په کال 1922زکې دلومړي ځل لپاره د بي .بي .سي . BBCراډيوخپرونه د2LO راډيويي سټېشن له ﻻرې خپريږي .کال وروسته دجنوري مياشتې په 18 مه نېټه دخپلواکوخپرونواجازه ترﻻسه کوي ؛
_ په کال 1935 زکې دامريکا جمهوررييس فرانکلن روزولت دفليپين هېواد خپلواک اعلانوي ؛
_ په کال 1960 زکې د تيلودصادرونوکو هېوادونوسازمان (( اوپېک )) بنسټ اېښودل شوی ؛
_ په کال 2001 زکې دافغانستان ښکلې پلازمېنه کابل Kabul باندې د شمالي ټلوالې Afghan Northern Allianceله خوا وسله وال بريدونه ترسره کيږي او دافغانستان ناورين داوږديدو ﻻملونو نوره هم زياتيږي .
انځور : دنياګارا ځړوبی