
خوست هغه سرحدي ولایت دی ، چې د ډيېورېنډکرښې سره شاوخوا ۱۸۴کیلومتره ګډه پراخه پوله لري او ورځ تربلې د خلکو په شخصي پانګې اچونې او همت سره دښه پرمختګ خواته روان دی .
اوس خوست هغه ولایت نه دی ، چې چا لس کاله وړاندې لیدلی وي، بلکې د افغانستان د جنوب ختیځو ولایتونو په یوه ستر سوداګریز مرکز بدل شوی دی .د همدې له خاطره په کې ګڼه ګوڼه اوج ته رسېدلي ده ، چې دا وخت په کې په ځایي وګړو سربېره د هېواد د ډېرو ولایتونو خلک د کاروبار کولو په نیت دغه ولایت ته کډه شوي دي .همداشان د خوست د ګاونډ ولایتونو اوسېدونکي هم خپلې یو لړ شته ستونزې د همدې ولایت نه هواروي .د بېلګې په توګه کله هم چې د ګاونډ ولایتونو د هغو لېرو پرتو ولسوالیو خلک چې دخوست سره په پوله موقعیت لري، ناروغان شي، نو د خوست خواته راځي او دلته تداوي کوي .
خو بدبختانه د دې سره ، سره د خوست سرحدي موقعیت ، د خلکو زیات نفوس ، بې شمېره روغتیایي ستونزو او د هېواد ستراتیژیکې نقطې ته په کتو چې همېش د افغانستان د بې ثباته کولو په خاطر له ډول ، ډول بهرنیو تهدیدونو او مرګوني احتمالي بریدونو سره مخامخ ولایت وي ، بیا هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولین دې خواته هېڅ توجه نه کوي او په هغو ژمنو چې دوی د ډېرې مودې راهیسې د دې ولایت د چارواکو او خلکو سره کړي وې ، هېڅ غوږ نه ګروي .له دې ښکاره مالومیږي، چې ددغه وزارت مسوولین دخوست د خلکو سره د مور او میرې چلند کوي او دې خواته په ړنده سترګه ګوري .که داسې نه وي، نو دوی د کوم ډول مشکل سره مخامخ دي، چې په ټول وزارت یوازې ۱۵۰بستره روغتون هم نشي فعالولی ؟
هېڅ امکان نه لري، چې داسې دې ونه شي.دغه توان او وس په وزارت کې شته ،چې په دې ولایت کې د امریکامتحده ایالاتو له خوا د ۹ملیونه امریکایي ډالرو په مالي لګښت تیار جوړ شوی ۱۵۰بستریز روغتون د تشکیلاتو په لوړولو سره د ټولو اړتیاوو په رفع کولو اکمال او فعال کړي .خو موږ نه پوهېږو، چې د دې وزارت مسوولین ولې ناغېړي کوي او د خوست د خلکو سره څه مشکل لري ؟.
نږدې اوه ((۷)) میاشتې وړاندې د عامې روغتیاوزارت سرپرسته وزیره اغلې ثریادلیل خوست ولایت ته راغلي وه .مېرمن دلیل دخوست روغتیایي ستونزې او اړتیاوې په خپله له نږدې ولیدې او هم ېې له خلکو څخه مخامخ واورېدل، چې دوی د څومره ډېرو روغتیایي ستونزو سره مخ دي .چې مېرمن دلیل د همدې پربنسټ ټینګه ژمنه وکړه ،چې کابل ته په بېرته ستنېدو سره به عاجل اقدامات کوي او خوست یې هغه ولایت یاد کړ، چې د ضرورتونو په اساس په لومړیتوب کې ځانګړی ځای لري .خو د مېرمن وزیرې ژمنې پریخ لیکل وو، چې ډېر ژر وېلې شول .
خوست پخوا د لویې پکتیا ولسوالي وه، خو سترمساحت او ګڼ نفوس د دې باعث شو، چې په ولایت بدل شي.نو د همدې له خاطره یې تشکیلات او نور امکانات د ولسوالۍ په بڼه ؤ.خو وروستیو اړتیاوو او هلو ځلو په ډېرو برخو کې خوست ته د ولایت په ډول حقوق ورپه برخه کړل .اما د یوشمېرو نورو ادارو ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت سره اوس هم لویې ستونزې پرځای پاتې دي او دا هغه ستر مشکلات دي ، چې دخوست خلک یې له ګڼو ستونزو او لویو مصیبتونو سره مخ کړي دي .
تراوسه هم په دې ولایت کې روغتیایي خدمات د ۳۰بستریز روغتون له لارې صورت نیسي .په داسې حال کې چې خوست تر یو ملیون زیات نفوس لري .ترڅنګ یې د پراخې پولې په درلودلو سره له ګڼو احتمالي بریدونو لاندې دی.ولې بیا هم له بده مرغه وزارت په لوی لاس خپل اجراات نه کوي .
حال دا چې د دولت د مشرتابه حکم دی ، چې په ټولو ولایتونو کې دې ۲۰۰ بستریز روغتونونه جوړ او فعال شي .خو دلته په دې ولایت کې یوازې او یوازې ۱۵۰بستره منظور شوی روغتون هم د خلکو پرمخ نه پرانېزي ، چې لپاره یې دملیونونو امریکايي ډالرو په لګښت تیارې جوړې شوي عصري ودانۍ خالي پرتې دي او وزارت یې په فعالېدو کې هېڅ ګام نه دی پورته کړی . چې له مخې یې د خوست د خلکو سره سخته خواشیني او کرکه ملګري شوي ده .
د ۱۵۰بستریز روغتون د فعالېدو په هکله پخپله مېرمن ثریا دلیل د ډېر ژر فعالېدو ژمنه کړي وه. همداشان د هغې په تعقیب دخوست څخه په وار ، وار هیتونه هم یاد وزارت ته ورغلي دي، چې د تشکیلاتو په لوړولو، وسایلو، تجهیزاتو او د روغتون د ژر پرانېستلو په نیت یې احکام هم ورکړي دي ، خو بیا یې هم له بده مرغه پایله منفي ده او ټول مشکلات په خپل ځای پاتې دي .
دخوست خلک دمرکزکابل څخه ۲۲۵کیلومتره لېرې مېشت دي .په زیاتو روغتیایي ستونزو کې ښکېل دي .دوی اوس هم د خوست په مرکز کې د پخواني ۳۰بستریز روغتون څخه ګټه پورته کوي ، چې ۱۰٪ کفایت هم نه کوي .
خوست ولایت په اوس وخت کې د امبولانسونو، تشکیلاتو ، تجهیزاتو او وسایلو له سخت قلت سره مخ دی .که چېرې د روغتیایي خدمتونو د عرضه کولو په نیت ۱۵۰ بستره روغتون دتشکیلاتو په لوړولو سره ژر فعال نه شي، نو له یوې خوا به په دې ولایت کې لوی روغتیایي ناورین رامنځته شي او له بل پلوه به د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو نومونه د خوست په تاریخ کې په تورو کرښو ثبت او ولیکل شي .
په دې هیله چې یاد وزارت د خوست د خلکو سره د مور او میرې توپیر پای ته ورسوي او د دې ولایت د اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې په عمل کې پلي کړي او په خپلو کړیو ژمنو وفا وشي .
په درناوي
((عمران محمدځدراڼ/خوست /افغانستان ))