بينوا ويبپاڼه د ستميانو په پلونو روانه شوې

روښان  ډاډمن
له ډېرې مودې راهيسې د پښتنو د روڼ اندو ليکواﻻنو او فرهنګي شخصيتونو  په مجلسونو کې، د بينوا ويبپاڼې د ادارې لخوا د بې مسووليته  ليکنو د خپرولو پر سر بحثونو روان دي. په دغه ډله کې ځينې اشخاص له دې امله، چې دا د پښتنو يوه ويبپاڼه ده او په پښتو خپرونې کوي، پر دوی د هر ډول نيوکو او يا نه همکاريو خبرې نه مني او دا ګناه بولي. په لومړي سر کې زه په خپله هم  په دغه ډله کې شامل وم او ﻻمل يې دا و، چې پخوا دغه ويب پاڼې يو شمېر ښه او په هېواد مين همکاران درلودل او تر شا يې حتی فرهنګي ټولنه وﻻړه وه.
خو له هغې ورځې، چې د دغې پاڼې له ادارې نه مستعدو کارکوونکو تګ پيل شوی او هغه د کار او فکر خلک ترې بيل شوي، دغه ويبپاڼې ژيړ ژورناليزم ته مخه کړې او د چا خبره اوس يې شيري غوا تر جوړه کړې ده. اوس د دې ادارې د کارکوونکو  ځواک دومره کمزوری شوی، چې د يوه مهم خبر او يا پېښې په هکله هېڅکله هېڅ ډول څېړنه نشي کولی او سمدﻻسه يې خپروي. دغې کمزورتيا يو بل پرابلم هم رامنځته کړی، چې اوس يې د خپلو خبرونو د ترتيبولو پر ځای يې کاپي ته مخه کړې.
تيره ورځ مې د بېنوايانو(1) په ويبپاڼه کې ((دافغان مدني ټولنو دهمغږۍ جرګه د مدني ټولنې توهين کوي!)) تر سرليک ليکنه، چې د ((متمدن)) تر مستعار نوم  خپره شوې وه ولوسته. په لومړي سر کې مې د سرليک په ليدو سره د خوښۍ احساس وکړ او داسې مې  و انګيرله، چې دا به پر هغو په اصطلاح مدني(!) ټولنو نيوکې وي، چې د ستميانو لخوا جوړې شوي او ټول امتيازات يې په ناقانونه توګه خپل کړي دي. (2) خو له بده مرغه، چې  زما د اټکل هر څه برعکس و.
په دې ليکنه کې له ښاغلي ((متمدن)) ستمي نه خو هېڅ ډول ګيله نه ده په کار، هغه خو خپله چار ډېره په مهارت سره تر سره کړې وه او سل افرينه ورته؛ چې د پښتانه وتلي شخصيتونه او د مدني ټولنو استازي يې، د يوې پښتو ليکنې په واسطه، د يوې پښتو  ويب پاڼې له ﻻرې تخريب کړي و او د چا خبره خپل ميشن يې په برياليتوب سره تر سره کړی و.
اوس پوښتنه دا ده، که چېرې   د بينوا ويب پاڼې ادارې ته د دې ليکنې د خپرولو په بدل کې پيسې ورکړل شوي وي، نو موږ کولی شو دا ويبپاڼه  پښتو ويب پاڼه وبولو خو د پښتنو ويبپاڼه يې هم بللی شو؟؟؟ غوره به دا وي، چې دا د ستميانو پښتو ويب پاڼه وبولو!!! ځکه له ډېرې مودې راهيسې يې د پښتنو په شخصيتونو پسې راخيستي ده او ژيړ ژورناليزم ته مخه کړې.
مخکې تر دې، چې دا څو کرښې وکاږم، د ژورناليزم د اخلاقو په هکله مې يو څو ليکنو ته مراجعه وکړه. په دې ليکنو کې مې د هغه چا پر ليکنه هم سترګې ولګيدې، چې د ښاغلي متمدن(!) د تورنو په لست کې شامل دی؛ ښاغلي عبدالغفور لېوال د ((مطبوعات ولې د سياسي واک څلورم واک ګڼل کيږي)) په ليکنه کې ليکي:
((ددې لپاره چې وګړي هماغومره چې د قانون، پوليسو او حكومت په وړاندې د مسئوليت احساس كوي د مطبوعاتو پر وړاندې يې هم كوي. ټولنيزه رسوايې تر ټولو لويه جزا ده، د جنايت په صورت كې ټولنيزه رسوايې مطبوعات رامنځ ته كوي ځكه خو د مطبوعاتو ځواك جدي ګڼل كيږي حكومتونه سم كار كوي ددي لپاره چې مطبوعات يې رسوا نه كړي، وزيران، واليان او رئيسان د خلكو خدمت كوي ددې لپاره چې له ژورناليستانو ويريږي، ژورناليست وسله نه لري خو د عامه رسوايې وسيله ورسره ده، خاين واكمن د خپل خيانت د پټولو لپاره ژورناليستان په بيه اخلي او له مسلكي پلوه د كمزوريو اخلاقو خاوند ژورناليستان خپل مسلك په بيه پلوري. ددې په نتيجه كې د خيانت يا خدمت په هكله واقعيتونه او حقايق پټ پاتې كيږي چې په پايله كې د مسئوليت احساس له منځه ځي او په ټولنه كې فساد عموميت پيدا كوي.))
ښاغلی لېوال وړاندې ليکي (د بينوايانو پاملرنه ورته غواړم): ((د پوهې ترڅنګ آزادي او اخلاق د ژورناليست ښه صفتونه دي او دا درې واړه د يوه خبريال په ټولنيز ارزښت، اهميت او كاري ونډې مخامخ اغيز لري. خبري اعتبار د ژورناليست په شخصيت، صداقت، آزادۍ او مسلكي اعتبار پورې تړلى دى. ))
د بينوايانو لپاره زما توصيه دا ده، چې له ژيړ ژورناليزم نه ﻻس واخلي او هغه وسيله، چې له دوی سره شته له نورو سره هم شته؛ که له دې سره سره بينوايان بيا هم د ستميانو په پلونو روان وي، پښتنو فرهنګيانو، ليکواﻻنو  او  د زده کړو خاوندانو ته په کار ده، چې دا کړۍ بايکاټ کې کړي او د دوی  سره هېڅ ډول همکاري ونکړي.
که هريو رانه وژنې خيال او فکر مې مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوی تاوان ليدلی دی
ګل پاچا الفت
 
مننه
 
 

  • د ارواښاد بېنوا دې خدای جنت فردوس نصيب کړي،  خو دغه بېنوايان له فکري او اخلاقي کمزروتيا له پلوه بينوايان شوي او د ارواښاد بينوا له نوم نه ناوړه ګټه پورته کوي.
  • يو شمېر ستمي کړۍ، چې په ځينو دولتي او خصوصي او يا بهرنيو موسساتو کې کار کوي، د مدني ټولنو په نوم په افغانستان کې ډېر امتيازات تر ﻻسه کوي او په نږدې وختو کې به د دوی استازي د بن په کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
  •  
    يادښت:
    نږدې يوه اوونۍ  ياده  ليکنه په بينوا ويب پاڼه کې پر ليکه وه، خو د پښتنو فرهنګي کړيو په منځ کې د دې ليکنې له امله غبرګونونو، بينوايان دې ته اړ کړي، چې ليکنه له پاڼې ليرې کړي. بايد ووايو، وروسته له دې، چې زياتره خلکو دا ليکنه لوستې اوس  به د ليکنې ليرې کول دا مانا ولري، لکه تر باد چليدلو وروسته پلتی وهل.
    د قدرمنو لوستونکو د مالوماتو لپاره د هغې ليکنې کاپي هم دلته نښلوم.
     
    دافغان مدني ټولنو دهمغږۍ جرګه د مدني ټولنې توهين کوي!
    http://www.benawa.com/fullstory.php?id=45704

    د افغانستان په اوسني حکومت کې څو کړۍ دي چې د افغانستان په منابعو يې خېټه اچولې او د هر فرصت ټيکه داران دي.
    دغه ټيکه داران نه غواړي چې هيڅ فرصت له لاسه ورکړي او يا ولس ته هم چانس ورکړي. 
    د حکومت او نړيوالې ټولنې د کمزورتيا يا درغلۍ له لاسه دا ټيکه داران د افغانستان ټول امکانات خپل شخصي مال ګڼي او په ډېره سپين سترګۍ په ميډيا کې هم له خپلو شخصي ګټو دفاع کوي چې دا ځل يې د مدني ټولنې توهين ته ملا تړلې ده. 
    دا خو ټولو ته بهتره معلومه ده چې مدني ټولنه يوه غير دولتي، غير سياسي او غير انتفاعي ټولنه ده چې د خلکو او حکومت تر منځ د پيوند د پل په توګه کار کوي. خو دغه جنابان هم د دولت په لوړو پوسټونو کار کوي. هم په سياسي پروسو کې مخکښان دي او هم په شخصي جيب ډکونه او انتفاعي چارو کې سرلاري دي.
    زه به يې د بېلګې په توګه د څو نومونه درته واخلم چې په هيڅ ډول د مدني ټولنې استازيتوب نه شي کولی. استازيتوب خو پرېږده چې حتی د مدني ټولنې فعالان هم نه دي. 
    ډاکټر اکرم خپلواک: د حکومت والي ؤ او اوس د ارګ د امنيت په شورا کې کار کوي او حتی د مدني ټولنې غونډو ته هم د امنيت په لوړبيه موټر کې راځي. په انتخاباتو کې يې د کرزي لپاره کومی شکولی ؤ او هر ډول دفاع او کمپاين يې کاوه چې اوس هم د وزارت او ولايت په تمه دی.
    خوشحال روهی: يو با استعداده شخص دی، دی ډاکټر دی خو علمي کادر نه دی خو د خپل اوښي له برکته وچ په وچه د علومو اکاډمۍ غړی دی چې دولتي مامور دی او د مدني ټولنې فعال نه دی. پر دې سربېره دومره حريص دی چې هيڅ فرصت له لاسه نه ورکوي. د اکاډمۍ غړی دی. د ستراتيژيکو مطالعاتو د دفتر معاون دی. د ژوندون ټلويزيون رييس دی. د مدني ټولنې د جرګه ګۍ لوړپوړی چارواکی دی، د کلتوري ټولنو د جرګه ګۍ مشر دی، د ودان سياسي ګوند فعال دی او و غير وغيره
    زبير شفيقي: په اصل کې د حزب اسلامي غړی دی خو په اوس وخت کې هيڅ  شی هم نه دی بلکې د کرزي د ايراني ورکړل شويو ډالرو پر مټ ويسا حکومتي ورځپاڼه چلوي او که څوک په کرزي پسې خوله وخوځوي نو خوله به يې ورکږه کړي. چې د مدني ټولنې فعال کيدلی نه شي.
    ځواک: په اصل کې د افغان ملت غړی دی خو د پير صيب له شکرانو يې هم ګټه اخيستې چې هم د کرزي له خوا د يوې جوړې شوې ادارې چې دوی ورته څېړنيز څه شی دفتر وايي او څېړنې ته ورنږدې هم نه دي. زبير شفيقي هم ورسره دی او تبصرو ته څېړنې وايي. ځواک د کرزي د هغو پيسو پر مټ چې ايرانيانو د افغانستان د فرهنګي بربادۍ لپاره کرزي ته ورکړي د کريم خرم له خوا د کابل نيوز ټلويزيون مسؤول دی او ورسره د حکومت په امنيت کې هم کار کوي.
    ضيابوميا: بس د پيسو سړی دی چې د حليم فدايي او کريم خرم په مرسته کله کله په داسې څوکيو هم کار کوي چې تر ده ډېرې لوړې دي. يوه کرښه ليکنه يې هم تر دې دمه چا نه ده لوستې خو کله د باختر اطلاعاتي اژانس رئيس وي، کله د ژورناليستانو د ټولنې (سفما) رئيس وي، اوس وخت کې د کريم خرم له خوا د کرزي ويندويئ ته هم کانديد ؤ خو بخت ورسره ياري ونه کړه.  په هر وخت کې د کرزي لپاره کار کوي چې د کرزي کمپاينر دی او څرنګه چې د حکومت لپاره کار کوي نو د مدني ټولنې فعال نه شي کيدای. 
    ابراهيم شينواری: هسې خدای ورته په کار شوی او د سياسي او اقتصادي ټيکه دارانو په ډله يې هياهوی کوي. يو ريښتونی مدني فعال دی چې ماشوم ته د هغه په ژبه ښوونې لپاره يې مدني فعاليتونه د ستاينې وړ دي خو که خدای کول او د همدې مداريانو سره څک څک کيدو نو په خپلو تېرو ښو کړنو به هم خاورې واړوي. 
    غفور ليوال :  ښه با استعداده او ښه ليکوال دی خو دا چې د اوسني حکومت لوړ پوړی چارواکی دی. د حکومت د يوې استخباراتي شبکې رئيس دی چې د ستراتيژيکو مطالعاتو په نامه يې پر مخ بيايي او تر څنګ يې د کرزي لپاره د (ودان) په نامه سياسي ګوند جوړ کړی چې مشر يې دی نه دی خو په اصل کې کار او زيار ټول د ده دی. چې دولتي لوړ پوړی مامور د مدني ټولنې فعال کيدلی نه شي. 
    څه به مو سر خوږوم خو ( دافغان مدني ټولنو دهمغږۍ جرګه)  د مدني ټولنې توهين کوي ځکه چې چارواکي يې داسې کسان دي چې يا په خپله په لوړ پوړو دولتي پوسټونو کار کوي. يا د دولت لپاره په پټو پيسو ورځپاڼې چلوي، يا دولت ته د جاسوسۍ ادارې لري او يا هم د سياسي ګوندونو مشري کوي چې دا يو هم د مدني ټولنې استازيتوب خو ليرې خبره ده، حتی د مدني ټولنې فعالان هم نه دي.
    ځکه چې د مدني ټولنې فعالان پر حکومت انتقاد کوي او د حکومت د چارو څارنه کوي. همداراز حکومت ته د خلکو غږ وررسوي او د خلکو د حقونو ملاتړ کوي. د مدني ټولنې فعالان هيڅکله هم نه  د سياسي قدرت د ترلاسه کولو لپاره کار کوي او نه د حکومتي څوکۍ لپاره. په همدې ترتيب مدني ټولنه يوه غير انتفاعي ټولنه ده چې د مدني چارو د فعاليتونو له لارې تر لاسه شوې پيسې په خپلو جيبونو کې نه اچوي، بلکې د مدني فعاليتونو لپاره يې په پوره شفافيت سره لګوي او اړوند ډونر ته مالي ريپورټ ورکوي. په داسې حال کې چې دغه جنابان يوازې په همدې خاطر ناندرې وهي چې خپل جيبونه ډک کړي، خپلې څوکۍ وساتي او خپلو سياسي اهدفو ته ورسېږې.
    د دوی په مقابل کې يو شمېر غير پښتانه دي چې هغوی د مدني ټولنې يو څه شرطونه پوره کړي لکه دولتي څوکۍ نه لرل، په ښکاره توګه د سياسي ګوندونو رهبري نه کوي او د سياسي کانديد لپاره کمپاين هم نه کوي. همدا راز غير انتفاعي دي ځکه چې په ښکاره توګه د مدني ټولنو له لارې ترلاسه شوې پيسې د دوی جېب ته نه ځي بلکې خپل ډونر ته مالي ريپورټ ورکوي. خو له بده مرغه چې دوی د قومي تعصب په ساري  مريضۍ اخته دي او اکثره وخت د مدني ټولنې له دريځ څخه د خپلې قبيلې، سمت، ژبې او مذهب لپاره کار کوي چې سيما سمر په دې برخه کې تر ټولو مخکښه ده.
    متمدن