![ولمه دا کلی](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
ولمه په ګټو دا د خټو کور دی زړه جونګره کښی پیران پراته دا د خوبوړی پښتون کلی دی دلته ډیر ویده ژوندی کسان پراته لیری نه خو ښکاری چه آباد شولو راغله ګیدړان، دی ټول زمریان پراته هر سړی یی نوم دی اوریدلی نن دلته په وطن کښی یهودان پراته ورانو کنډوالو په ځای قصرونه دی هری دروازی ته یی غریبان پراته ګام چه په کښی ږدی نو د کباب بوی دی منځ کښی سنګ فروشه رهبران پراته وو د احمد شاه او د میرویس کلی نن پکښی زیړ سری بی ایمان پراته دلته د انګریز ککره ماته شوه نن پکښی همغه انګریزان پراته دلته د وارسا پکت دړی وړی شو نن پکښی هر خوا امریکایان پراته دغه د مومن پښتون ټاټوبی دی خیر که پکښی نن دی شمالیان پراته دی غازی ولس یو ستر تاریخ لاره دی کښی مسود ګربز ساپیان پراته او خرڅ یی کړو تاریخ او آزادی دواړه وله یی ساپیه چه دی سپیان پراته |