ولس مشر

له عجیب منطق نه ډکهدوزير دخولې کېسه ده
چې مجلس دکا بينې کېیوه ورځ کرزی  راپاڅېدله غوسې وو پړسېدلیهسې سور لکه انار ووپروت په ژبه يې انګار وو
وې ناځوانو وزيرانوبې ظرفیته مزدورانوزما په سپکو نه مړيږئتل لګیا يې کمبختانو
زما په واک وهئ ملنډېتمسخر راپورې کاندئپه سترګک پورې مې خاندئ
نن مې  قهر توپاني دی  په منطق خولې  در تړمهله خپل واک مو خبرومه کیسه دلته ختمومه
درته یادي که مو هېر ديهاغه ورځ چې قندهار تهټول يې غوښتي وو ناڅاپهامريکي جنرال دربارته
لس ساعته مو په لوږهورته تېر په انتظار کړلداسمان ستورې موشمار کړل
در په یاد کړئ  وزیرانوچې په ملا پورې مو خېټېداسې ونښتې له لوږېلکه ونښلي جنډې چېپه لرګي پوري په بادکې
تش يې زه  ستاسې له منځهپرمېکډونلډ ووياړلملکه ګل وغوړیدلم
تش مې داافتخار نه وودرپه یادکړئ چې  يې کلهبیا راوان په هی وهوی کړویوه عسکر په منډ منډهدجنرال صیب خضور ته
دروازه کې يې کتار کړوپه خپل کور کې يې اغیار کړودرپه یادکړئ  تاسي یویولکه غله يې تالاشي کړئبیا سرو سپو په سپېنولاړوسر تر پایه ابپاشي کړئ
هلته هم یوازې زه  ومچې يې معاف له تالاشي کړمخلاص بادار له بې شرمي کړم
نور ځان سم کړئ وزیرانوبیا وونه وايئ یارانوچې زه نه یم ولس مشر
ډاکتر حسن