![لکه لمبه](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
لـکـه لـمبـه د اور تـاوونـه خــورم په ځــان کی ســوزمڅـه عـجـیـبــه ده پـه اوبــــو او پـه بـــــاران کی سـوزم
نه تــر اخـګــر نه اشـغالــګــریـم بـس پـښــتون یـمه زه پدې نامه په خپل جنـت په خـپل بوسـتان کی سـوزم
هـر شي چی ســوزې په مـقصد سـوزې وختونه لريزه بې مـقـصده بی فـایـدې په هـر مــکان کی ســوزم
د پـلار نـیکه مـیراث مـی ټـول پـه اور لـمبـه لـمبـه شـو زه پـه ســکـروټــو ســرو اورو نـو په ارمــان کی ســوزم
چی دا هــجران وې او ســتا یــاد وې زمـا ښـکـلی یاره خود به خوستی په خپلو اوښکو او خفګان کی سوزم