![اختر](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
پـه دې ا خـــتر کـی د خـپـل کلی مـازدیـــګــر رایــــاد شو لـکـــه عســـل لـکـــه شــــکر هـــغـه دلــــبر رایــاد شو
په دې اخــتـر په دې پــردي ســپیـره ســپیـره وطـن کـیمـــاتـه د خـــپل کلــی چــینار د غــره نـښتـر رایـاد شو
دریغه د ورور ســر می په خـپل لاس پـه ډبره مــات کړو د انــګــریـزی جـنـګ تــه والـله چـی هغه سـر رایاد شو
د اخــتــر خـونــد نه شــتــه په هــر کــور کــی ژړا وینمه څوګ شهیدا ن دی څوګ زخمیان دی لر او بر رایاد شو
زه چـی دکــــوره مـســافـــــر تـــلــم نــو هـــر چــا وژړل هـــغــه تـریخ وخت لـکه کـونیل می د سـفر رایـاد شو
چـی یـی زمـــــــا د زړه تـــیــــارو لــــــره رڼـــــا راوســتــه دزړه تــیـــارو تـه هــغـه شــمــس هـــغه قــمـر رایـاد شو
لــکـــه د ګــلــو شــهـــزاده ګـــلاب ګـــلاب جــانــان مـی هــغــه مــعـصـوم د فــرشــتـو غــوندې بــشر رایـاد شو
چـی دا ســـفر دی کــه ســقر دی زه پـــرې نـه پــــوهیږم بــس د حــلاتو کی د یـــــار شـــونـډو کــــوثـــر رایـــاد شو
د خـوستی یــاره چـی اخــتــر کی بــه د ځـــان جـوړ کـړلو د ســــتـرګــــو غــــشۍ د ځــــیګر تـه بـــرابـــر رایــــاد شو