پښتون ليکوال اواديب  لايق زاده لايق  جرمني ته راورسيد

 
جرمني
۳نوامبر۲۰۱۱
د پښتو ژبې وتلی او پياوړی لیکوال ، منلی شاعر ، څیړونکی ،افسانه لیکونکی، ژورنالست  او د پيښور راډیو رئیس (ډایرکټر) ښاغلی لايق زاده لايق  تیره اونۍ  اروپا ته د کلتوري او ادبي سفر په موخه جرمنی ته رارسیدلی دی.
ښاغلی لائق زاده لائق د پښتني کولتور خدمت ته ملا تړلی ده او د خپل کلتوراو ژبی  د بډایني او دقامې احساس د رابیدارولو لپاره هر اړخیزی هلی ځلی کوی، په مجلو، اخبارونو او رسالو کی ئې بی شمیره ارزښناکی لیکنی کړی  او د شعر،نظم او نثر (۲۰) شل  پنډ پنډ کتابونه ئی ټولنی ته وړاندی کړی دی .
دی به په اروپا ئی هیوادونو کی دمیشتو پښتنو ادیبانو، سیاستوالو، لیکوالانو، او هیوادوالوسره د  پښتو اوپښتنوپه اوسنیو حالاتو او ورپیښو ستونزو لیدنی کتنی ولری.
پدی لړ کی په جرمني کی  د ښاغلي لایق صیب په ویاړ د یوادبي بنډار دجوړیدو تابیا هم شوی ده چی د بنډار  وخت ، ځای او نیټه به وروسته  په ګوته  شی.
په درناوی
pashtoonkhwa@gmail.com