دعبيد زاکاني  څو  طنزي حکايتونه:

دنیشاپور حاکم شمس الدین له خپل طبیب څخه وپوښتل: زه خواړه نه شم هضمولای یوه لاره راوښیه!
هغه ورته وویل: هضم  شوی خواړه  وخوره !
***
ابوبکر رباني ډیر له  شپې لخوا د غلا پسې وتي او یوه شپه يې کوم شی ونه موند   نو خپله لونګۍ يې غلا او د بغل لاندی  یې نیولې کور ته راغی .
میرمنې يې ترې وپوښتل :څه شی دی راوړل؟
هغه وویل: دا لونګۍ مې راوړه!
 ويي ویل: دا خو ستا خپله ده.
ویی ویل: چوپ شه ته نه پوهیږی د دا مې دی لپاره غلا کړ ه چې د غلا ارمان مې تر سره شي.
***

 یوحاجی پسونه غلا کول او غوښي یې خیراتولی
 دهغه نه یې وپوښتل : دا څه مانا لري؟
ویی ویل:د غوښو د خیرات ثواب د پسه د غلا د ګناه سره برابر دی  لم او وازګې یې ماته پاته کیږي.
***

یو پوه سړی خپل یو د راز ملګری ته لیک لیکی دهغه تر څنګ یو ناست وو او د سترګو لاندی  یې  دهغه لیک  لوستی
هغه  پوه شو چی هغه دده لیک لولی هغه ولیکل :که  زما تر څنګ  دایو غل  نه وای ناست ما به ټول اسرار درته لیکلی وای
د څنګ سړی ورته وویل : مولانا ما ولاکه ستا لیک لوستی وی
ويي ویل: ای نادانه نو له کومه ځایه پوه شوی چې ستا  نوم مې  په لیک کې اخیستی دی.
***

یو چا یو کور په کرایه ونیوی  د کوټو دچت لرګو يې  ږغ اوږوغ  کوی نو هغه  د کور خاوند ته  وویل  :دا جوړ کړه!.
هغه ورته وویل: دا لرګي د خدای ذکر کوی .
ویي وویل : دا ښه کار دی خو ډاریږم چې په  ذکر کې په سجده نه شي.
***

 یوغل یو کور ته ورغی هغه شیا ن چي يې خوښیدل هغه يې په یوه کڅوڼه  يې  واچوله  او بیا بلي کوټي ته ولاړ په دی وخت کې د کور خاوندویښ شو هغه کڅوڼه يې پټه  کړل.
غل چې  بیرته هغې کوټې ته راغی دهغه کڅوڼه نه وه نو د کور خاوند ته يې په غوسه وویل :
ته خپله انصاف وکړه ته غل یې که زه!
 ***

یو ساده سړي په دښته کې په غوسې سره  د مځکې یویو ځای کیندی او کوم شی يې پلټی .
د هغه نه یې وپوښتل: څه کوی؟ هغه وویل:  د خپلو ښخو کړو پیسو پیسی  ګرځم . ویي وویل : هغه ځای دی نښه  کړی وو؟
 هغه ویل: هو!
 ویې پوښتل: نښه یې څه وه ؟
ویي ویل: پر هغه ځای د وریځي سیوری وو.
***

یو  سړي له مولانا عضدالدین نه وپوښتل: د خلفا په وخت کې ډيرو خلکو د خدايي او پیغامبری دعوا کوله اوس یې نه کوی؟
هغه ورته وویل: اوس داسیې لوږه راغلې ده  چې له خلکو  یې خدای او پيغامبر هیر کړی دی.
***


یو سړی يې چې  د نبوت دعوا یې کوله  سپاهیانو خلیفه ته بوت دهغه نه يې وپوښتل: ستا معجزه څه ده؟
ویي ویل: زما معجزه دا ده زه په هغه څه  چې ستاسو په زړونوکې تیریږي  پوهیږم اوس تاسو په زړو نو کې ګرځي چې زه درواغ وایم
***


د یو تجار  ښکلی میرمن چې نوم يې زهره وه  درلوده هغه په سفر تي نو  هغې ته یې سپین کالی جوړ کړل او د نیلو یو پیاله يې خپل خادم ته ورکړل او هغه ته يې وویل :که هغې زما په غیاب کې کوم  بد کار وکړی یو ګوته په  نیلو لړلې د هغې په کالو وواهه چې راغلم ما ته به  حال مالوم شي.
 خواجه و خادم له څه وخت وروسته ته ولیکل:

چيزي نكند زهره كه ننگي باشد
بر جامه او ز نيل رنگي باشد
خادم ورته په ځواب کې ولیکل :
گر آمدن خواجه درنگي باشد
چون بازآيد، زهره پلنگي باشد
***

یوې ښځې چې د دوو میړونو سر يې خوړلی وو او درېیم میړه يې د ناروغه وو ژړل او هغه ته يې  ویل:
 ای خواجه ما چا ته پریږې؟
ویي ویل: څلورم ته