
په بريتانيا کې د مېشتو
افغانانو ټولنه د سپېڅلي لوی اختر په مناسبت
ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو
افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي
وايي .
د ټولنی رهبري هيئت تاسو
ټولو قدرمنو ته خواست کوي چې د قـُربانيو د دې لوی اختر د مُبارک لمانځه په
پای کې زموږ په محبوب تاريخي هېواد افغانستان کې ددې روان
ملت وژونکي اوږده وحشي جنګ او نيواک د ختم، زموږ د تاريخي پراخ
هېواد د سرتاسري مِلي وحدت او ډېر مُستحکم، ډېر زورور اوډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او ولسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .
د اختر لمونځ ، د اختر په
اوله ورځ، د ګهيځ په لسوبجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په
مرکز کې ترسره کيږي .
تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو
وروسته د ځوانانو د مېلو،ساتېريو
او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .
دټولنیِ
پته :
The Society
Of Afghan Resident in the UK
West Acton
Community Centre
Churchill
Gardens
London
W3 0JN
020
8993 2129 & 020 8993 8168
سيدجان کارواني
په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر