ای نګیالیه خدایه

ګوره ورکیږي اوکه ورک شو دا قامټوله هستي به دې بدرنګه ښکاري وکړه پرې نګ ای نګیالیه خدایهکنه دنیا به دې بې نګه ښکاري 
خدایه داستا له پیرزوینو نه ځاردانساني شعور دې پانګه راکړهوينه زما دې پښتنه  پیداکړهدنوراني مذهب دې وړانګه راکړه
خو داشعورکله په اورشي بدلشي راوچته مې لمبه په زړه کې    اخیر انسان یمه بې وسه یمهايساره وی نشم ګيله په زړه کې
ډیر دې خاطر ورباندې نه درنومهسې دزړه درته خواله کومههغه چې ستا مینه په وینه ساتيدهاغه قام درته کيسه کومه
ډېري زړې زمانې نه راسپړمدنني وخت دمجنون کيسه دهستا ددوزخ لوغړن نه یادومددې دنیا دوريت پښتون کيسه ده
ددین جذبه يې ستاتر هسکه رسيخويې له روح نه نا خبر پاتي دیدښمن همدا ورته وسله جوړه دهچې لا په څوکه دخنجرپاتي دی
دی ترې نه تمه ددرمل لري لا وينه دزخم يې څټي ظالماندجنتي خاورې کيسه يې پرېږدهمورنۍ ژبه ترې لوټي ظالمان
څوک يې راټولي کړي ټوټې دبدنمکار دښمن په لر اوبر وېشلیځه له پردو نه خو ګيله نه  کيږيده ځان په ښه او بد ټبروېشلی
خو خدایه ته خو دغه قام پیژنېلا دې اسلام ورته راغلی نه ووريښتنې لار يې دپښتووهلهلا دې پیغام ورته راغلی نه وو
نن پرې راټول دي شیطانان ددنیاپکې یویو ګوري دسر سرونهچاورته لاس کې زولنې نیوليچا يې پېيلي په خنجرسرونه
ګوره ورکیږي اوکه ورک شو دا قامټوله هستي به دې بدرنګه ښکاري وکړه پرې نګ ای نګیالیه خدایهکنه دنیا به دې بې نګه ښکاري 
ډاکتر حسن