د کابل په عیدګاه جومات کی د حاجیانوحال

دا مهال څه د پاڅه ۷۰۰ افغانان چی زیاته برخه یي سپین ږیری او سپین سري دي او بیت الله شريف ته یی د تللو په موخه خپلي ټولي قانونی چاري بشپړی کړي، لا اوس هم د عیدګاه په جومات کی ولاړ او د دی انتظار کوی چی ګویا نن یا سبا به خپل د حج سفر پیل کړی.
ولی واقیعت دادی چی دوی ته په کابل کی د سعودی عربستان سفارت ویزی نه ورکوی ځکه چی دهغوی په قول د افغانستان د حاجیانو کلنۍ ونډه پوره شوی ده، په داسی حال کی چی د افغانستان حکومتی چارواکو (د حج  ارشاد او اوقاف وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او یا ولسمشر کرزې) په دی اړه  تر اوسه کوم جدی ګام  ندی پورته کړی ترڅو ستونزه حل کړی.
اوس مهال د دی ستونزی یواځينۍ د حل لاره داده چی ولسمشر کرزی  دی د ملت د مشر په توګه تلیفون پورته او د سعودی عربستان د شاه څخه دی په کلکه وغواړئ چی نوموړو جاجیانو ته دی د تلو اجازه سمدلاسه ورکړی. دغه راز د اوږدمهالی حل لاری په توګه دی د حج او اوقافو په  وزارت کی د درغلیو مخه ونیسی او د بلی خوا دی د سعودی عربستان د حکوت سره هم  خبری وکړی ترڅو د افغانانو کلنی ونډه ددغه هیواد د فعلی نفوس په تناسب زیاته کړي.
دغه راز باید ووایم چی حرمین شریفین، د عرفات غونډۍ او مسجد نبوی د سعودی عربستان هغه سیمي دی چی په مذهبی توګه د ټول اسلامی امت پوری اړه لری او له همدی کبله باید دغو پاکو ځایونو ته د عبادت لپاره د تلو په موخه د ویزی ترلاسه کولو اړتیا ختمه شئ، تر څو د نورو عبادتونو لکه کلمه؛ لمونځ، روژه او ذکات په څیر د حج ادا کول هم د انسان په خپل اختیار کی اوسی او د رب العالمین د هغو ځانګړو پیرزوینو څخه چی د حج په مهال یي مسلمانو زیارت کوونکو ته کوي، بی برخی پاتی نشئ.
له هغه ځایه چی د حج ادا کول د ځانګړی ځای او ځانګړی وخت پوری تړاو نیسی اوهر انسان په خاصه توګه فقیران او مسکینان ورته په اسانۍ سره لاسرسی او وس هم نشی موندلی، او له بلی خوا حج د لمونځ په څیر چی په جومات کی، په کور کی، د لاری په سر، د سفر په حالت کی او د عربو او عجمو په خاوره  کی د ادا کیدو جواز لری نه ادا کیږی، نو الله (ج) دی هغه مسلمانان وبخښي او په ورځ د محشر دی مسول نه ګڼی کوم چی د بی وزلۍ له کبله، یا د حج د ویزو دنه ترلاسه کولو له کبله او یا د حج  په چارو کی ورته د انسانانو لخوا د ورپیښو شوو ستونزو له کبله د دغه غوره عبادت څخه  بی برخی پاتی شوی او پاتی کیږی، ځکه چی پورته ذکر شوی ستونزي د حج د فریضی ادا کول د انسان د واک څخه اوباسی.
افغانانو: الله تعالی مو تل پیروزه او سر لوړی لره او د پریدو له احتیاجه خلاص شئ.
محمد فرید واحدی شګیوال
10/08/1390