بی خونده خبری(۲۷): لابراتوار!!!

اکټوبر۲۰۱۱،۳۰
هر شی چی څوک وغواړي ویی ازمایی نو ځای یی افغانستان دی. پته یاد ساتی!!! داسی هم اوازی او دروازی دي چی پاکستان خپله اتومی وسله د افغانستان سرحدي ولایتونو کی پټه کړی او یا یی هم ازمایلی.
امریکی دلته پخپلی ورکی مینی پسی ۱۵۰۰۰پونډه بم هم وازمایه چی په نتیجه کی د توری بوړی ماشومان اوس فطری کوږ، ړوند او یا هم کوڼ زږیږي.
ربانی صیب مرحوم چی اوس مغفور او شاد روان دی دزیادت غوښتنه کړیوه. دلته هایدورجنی بمونه وازمایل شول؛ ډرون حملی ترسره شوی؛ تومهاک وورول شول؛ کلسټرونه خلاص شول او اوس دغه ده سویچبل استعمالوي.
وړی ډرون یی هم راولیږلی. بس ددوی دی هم کور اباد وي مونږ له نووو تخنیکی او تکتیکی وسایلو سره برابره وي او اشنا کوي.
د لابراتواری تجربو لپاره مهمه او اړینه ده چی په حیواناتو ترسره شي چی په دی کټګوری کی مږو او شادیانو اول مقام خپل کړی خو فکر کوم د تاریخ لیکونکی هم جفا کوي یا به له مونږ څخه مالومات نه لري. باید مونږ له مږو او بیزوګانو څخه په مخکی کتار کی ځای در لودای. والله که دومره موږکان کلنی د تجربو لپاره ووژل شي لکه مونږ چی وژل کیږو، رټل کیږو، توهینیږو او بی پته کیږو.
دلته د وسلو له تجربو نیولی تر ایډیالوژیو پوری ریشخند شوي. د روسیی په سکاډ پسی ټوکی جوړی شوی. سکربیست اصطلاح هغه وخت عام وه، شعرونه پسی وویل شول. پاکستان کی د افغان مهاجرینو په کمپونو کی سکربیست مهاجرینو ته په سپکه سترګه کتل کیدل.
د امریکی په تومهاک پسی هم ټوکی ټکالی شوی. خلکو یی دا هڅه کوله چی د روسیی نیپال او یا امریکی سکاډ یی په پټي کی ونښلي چی دوی یی بیا کباړ کړي او پیسی وګټي.
بلا خلک یو!!! نه یو؟؟؟
د شیطان ماغزه به داسی فکر وکړي؟!!!
نن هم چی کوم وزارت سره چاودنه شوی، مامورین یی په افتخار وایی چی له چاودنی روغ وتلي. یو ډول ځان ورته قهرمانان مالومیږي. چاودنه د افغتخار ځای دی!!!
ابله ورځ می په تاند سایټ کی دراک ځوانانو ډله ولیدله. حرامیانو په سرک کی انډو خر را جوړ کړی وو. دلته یی د حمیدی سوپر مارکیټ سره یی خپل وسایل ایښي وو ټنګول یی. خارج کی دغه کارونه سوالګر کوي. خلک ورته ټنګه منګه اچوي او دوی یی همداسی غږه وي. دلته یی د شوق لپاره کوي.
شهلا عطا د اریانا دتلویزون د خبریال فیاض د کوم سوال په ځواب کی ویلي وو چی ما کلچر نداریم. زه پری غوصه وم خو چی اوس ددغو خلکو وضع ګورم نو فکر کوم چی لکه له همداسی حالت سره مخامخ یو.
نن سبا ویل کیږي چی د دډیموکراسی او کپیټالیزم ترمنځ طلاق واقع شویدی خو دلته ټول بړیڅي لګیا دي چی تطبیق یی کړي. نو ملیه مو ماته شه. لږ خو دغه اصطلاح چی ستاسو میړونه یی کاره وي لیسن لرنډ څخه ګټه پورته کړی. ټوله نړی وایی چی ناکام سیستم دی او تاسو یی مونږ ته غی..، غی.. کوی. خو تری تیر شی کنه!!!
مونږ خو په دی لسو کلونو کی ستاسو دباغ کومه مڼه و نه خوړله. ستاسو نه خو دغه بدمعاشان قوي را وختل!!! ستاسو دغه پروِډنس او جان هاپکن څه فایده وکړه. نه مو طالب مات کړ او نه مو وځپه. تاسو یی په کونه کړی. کله چی وغواړي، ټارګټ کولای مو شي. خو تاسو بیا؟
شی، شی لاړ او دین، دین!!! مخکی له راتګه خو مو ابرو لرله خو اوس مو هماغه هم لاړه. د مرغلری اب وی خو نه پوهیږم چی تاسو به یی لری او کنه؟
القاعده دلته وازمایل شوه؛ د اسلامیستانو عقل او سیستم دلته وازمایل شو؛ کمونیستان دلته په خره وختل؛ طالب هم وازمایل شو؛دیموکراتان هم خپلو تجربو سره راغلل؛ له دوستی رفیقی نیولی تر برادر او مومن خیلو او بیا تر اخند او ملاخیلو تر هیڅ خیلو (ځکه دیموکراتان هیڅ لقب نه لري-فساد خیل به یی سیی وي) ټول لکه مساوي.
او فکر کوم دغه تجربی به ادامه پیدا کړي. مونږ خوښ یو چی ټول مو له منځه وړي او ټول دلته په همدغی هدیری کی خښ شوي: له سکنر مقدونی تر چنګیزه او له هغه بیا انګریز، ګورګین، خروسچف او بیا تر نني مایک مولن پوری.
خو مونږ څه شی ترلاسه کړل؟ ډکی هدیری؛ کونډی؛ یتیمان او داځل به په سیکس کی هم ریکارډ قایم کړو. فلمونه به مو به ډیر زر د ″وطنی\" په نوم راووځي. د تجزیی، ورکیدو او هیریدو اوازی او کیسی مو هم لری نه دي. اګر این ملا و این مسجد است نو اینده خود را دیګر ګون میبینم. leekwal@yahoo.com