غزل

په اروا کې مې نغمه شوه ،زیر و بم کې لمبیدلهستا شغا چې د رلفانو ،پېچ وخم کې لمبیدلهستا خو یو د ناز کاته وه،پرې خبر هم شاید نه یېزما څړیکه د پرهر وه،په مرهم کې لمبیدلهما وې څه دې کړل څيرې،بیا ډ کو سترګو کې زما ننوې خوشبو د سره ګلاب وه،په شبنم کې لمبیدلهستا حیا وه زیاتیدله،په څپو څپو خولو کېزما تنده لیونۍ وه په زم زم  کې لمبیدلهستا د خیال له وریتي دښتي ،جل وهلې راستنه شوهتلوسه مې بیا د سترګو چې په نم کې لمبیدلهچا خبره کړه حسنه ،ستا له تګ نه نا ببرهپه زعفران د بیلتانه چې ستا په غم کې لمبیدله
ډاکټر حسن