ولورد پښتني ټولنې ناوړه دود!

     سيدمرجان هڅاند 
دپيغمبر(ص) حديث دى، ژباړه :( مومن انسان هغه دى، چې نه يې له ژبې او نه يې له لاسه څخه چا ته ضررو نه رسيږي.) انسان په ټولنه کې ددې لپاره ګډ ژوندکوي، ترڅو له يو بل سره مرسته اوهمکاري وکړي . نه ددې لپاره، چې يو بل آزار کړي. کله،چې الله (ج) آدم (ع) له خټو څخه جوړ کړ، نو د هغه له لپاره يې بي بي حوا  ا ړتيا وليدل شوه. دهغه د مرستې اوملګرتيا لپاره يې هغه هم پيداکړه، په دې ډول دا نسل د نړۍ پرمخ خپور شو، چې دا لړۍ ترننه پورې راورسېده . که ټولنې ته ځير شو، ځينې ډېر ناوړه رواجونه دي ، چې زموږ په ټولنه کې دود شوي دي . يو يې له دې ډلې څخه ولور دى، چې د پښتني ټولنې ډېرى وګړي يې له ډېر بد حالت سره مخ کړي دي . ځينې يې په وطن کې له ډول، ډول ستونزو سره لاس ګرېوان او ډېرى يې له وطن څخه په تلو مجبورکړي دي، ترڅو په نورو ملکونوکې دولور دپيسو پيداکولو لپاره دمسافرۍ او پردېسۍ شپې او ورځې له ډول،ډول ستونزو سره کلونه،کلونه په پردي وطن کې تېرکړي، چې ډېرى ځوانان يې عربي ممالکو ته دايران له لارې په قاچاقي ډول ځي، چې ډېر تنکي ځوانان يې په دې ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي . مړى يې هم په يوه وېرانه کې د مرغانو ښکار شي، چې پيغله پښتنه يې په کور کې ترهغې ناسته پاتې شي، ترڅو يې د مړي او ژوندي پته نه وې لګيدلي او بله يې د ، چې ډېرې پښتنې پېغلې يې تش په نامه وخت تېروي. دې حالتو ته په کتو داسې ناوړه دودونه او رواجونه، چې انسان ته پرې ستونزې او کړاوونه جوړيږي، له منځ يوسو. دداسې رواجونو دله منځه وړلو لپاره بايد عملي ګامونه واخېستل شي، ترڅو دا بده او ناوړه پدېده زموږ له کلتور څخه لېرې کړى شي، لکه پرديو وطنونو ته د غلامۍ او نوکرۍ لپاره مجبور نه شي، اوپه خپل وطن د آرامۍ اوسکون څخه ډکې شپې سبا کړي، ترڅو  په خپل وطن کې دخدمت لپاره لېچې راونغاړي.
               په وطن نيمه ډوډۍ ښه ده
                                                                    نه په پردى طن کې غوښې پلاوونه
               پردي وطن کې مسافـــره
                                                              زۀ پښتنه دې تش په نوم وخت تېرومه
                                                                                                                                       سيدمرجان هڅاند