
دهرې ورځې په تيريدوسره دقيامت نښتې ډيرږي. نږدې دوه ورځې وړاندې مې په جلال ابادښارکې له يوملګري سره مخ شوم ډيرخفه معلوميده،ترې مې پوښتنه وکړه ولې خفه يې؟ويل يې بس نورنوپه دې وطن کې يوه شپه تيرول هم نه دي پکار.بيا مې ترې پوښتنه څه شوي اوڅه دي اوريدلي ؟ويل يې اوريدلي مې نه دي په سترګومې ليدلي ،له همدې سره يې دخپلوسترګو ليدلى حال داسې راته بيان کړ.څواونۍ وړاندې دننګرهاريوتن زرواکي ،سوداګراودځمکوسترغاصيب حاجي لاورنومي چې زموږ ترڅنګ اوسيږي دخپل يو ګاونډي پر لورسره جنسى تيرى وکړ.دجلۍ کورنۍ اوخپله جلۍ په سروسترګوپوليسوته ورغله هغوى حاجي لاورونيولو،نيغ يې دعامې روغتيا روغتون ته بوتلو ،ډاکترانو دجلۍ اوحاجي لاورترمنځ دجنسي اړيکوپه اړه طبي ماينه وکړه معلومه شوه چې حاجي لاروپه بشپړه توګه له جلۍ سره جنسي تيرې کړى.پوليسودعامې روغيتياله روغتون څخه اسنادپه لاس چې د ډاکتربازمحمدشيزادلاسليک پرې هم شوى وله جلۍ سره يوځاى ،واخسته اوحاجي لارويې له شواهدوسره يوځاى لاس په لاس دننګرهارڅارنوالۍ ته ورمعريفي کړ، په همدې وخت حاجي لاوردننګرهارداستناف محکمې له ريس مولانه فضل هادي فاضل ته ټليفون وکړ فاضل نيغ څارنوالۍ ته لاړواوحاجي لاوريې ددوه ورځولپاره له څارنولۍ څخه په ځمانت خوشې کړ،ترڅوپه دغه موده کې حاجي لاوردپيسوپه زوراودده په مرسته په بشپړه توګه خپله دوسيه دخپل ځان په ګټه يوې خواته کړي .حاجي لارو لومړى ٥٠زره ډالراودکاراوټولنيزوچارودرياست ترڅنګ دوه نمرې ځمکه دمحکمې ريس مولانه فضل هادي فاضل ته ورکړې ،٥٠زره ډالريې ددغه ولايت لوى څارنوال ورکړه ،اويولک اوشل زره ډالريې دننګرهاروالي ګلا اغاشيرزى ته ورکړه .دوغوښاغلوحاجي لاورخوشې کړ، اودهغه دوسيه يې دحاجي لاور په ګټه پرته کوم قيدوشرط څخه ختمه کړه.جلۍ يوه اونۍ دننګرهارپه عامې روغتياروغتون کې بستروه اواوس دننګرهارپه عومې محابس کې دبندورځې شپې تيروي هرچاته په سروسترګوژاړي فريادونه کوي چې داسې ظلم ورسره شوى خوڅوک يې غږ نه اوري ،اوحاجي لاور په جلال ابادښارکې ګرځي خوڅوک ورته پورته هم نشې کتى، نواوس ته ووايه چې په دې وطن کې شپې تيرول پکاردي کنه.هغه ويل حاجي لاور په جلال ابادښارکې دموټروڅوبارګينونه اوډيرې ځمکې لرې په ټولوکې يې مولانه فضل هادي فاضل څوورځې وړاندې له دې له امله شريک کړ چې په دغوځمکوکې يوشميريې دولتي اوځينې شخصي دي خوحاجي لاور په زورلاندې کړي ، داچې خلکوپه حاجي لاورشکايتونه کړي اوځينې دوسيې فاضل ته ورغلي نوپه دې شرط چې فاضل به له حاجي لاورسره مرسته کوي اوهرناحق به ورته حق کوي هرګټه يې ورسره شريکه کړى ده .که څه هم په دغه ناوده اودې ته ورته نورونادودوکې کې دننګرهاردغه نورچارواکي چې پورته يې نومونه واخستل شوه هم ښکيل دي خوموږدلته اوس پرښاغلي فاضل تم کيږوځکه دکرزى په اوسنى دولت کې دخلکوسترګې يوازې قضاته اوړي اوچې هغه همداسې شي لکه په ننګرهارکې نورنوهغه زما د دوست حبره رښتياهم په دې ملک څه ته پاتې کيږو. ښاغلي فاضل ددغوناحقه مسلوددښه ترسراوي په موخه خپل يو ورور چې په لغمان کې قاضي مقررکړى وو،له لغمان څخه دسره رود ولسوالۍ ته بدل کړى اوهلته يې دمحکمې دريس په توګه مقررکړى دى،ددې سربيره يې يوبل نږدې خپلوان دبهسودو دولسوالۍ دمحکمې دمشرپه توګه مقررکړى دى .يادشوي دواړه ولسوالۍ اوجلال اباښاردننګرهارهغه سيمې دي چې په دې شپوورځوکې پکې دځمکودبې ساري لوړقيمت له امله ددولتي اوشخصي ځمکودغصبولولړۍ ښه په درز کې روانه ده .دغودرې واړه ښاغلوقاضي صاحبانوهم له مقعې څخه په استفادې درې مونشيان نيولي اوهريوته يې په جلال ابادښارکې يوه يوه کوټه په کريه نيولې ،درې واړه قاضي صاحبان دورځې په اوږدوکې خلکوته دپيسوپه بدل کې ناحق مسلې حق کوي يانې ناحقه پريکړې کو اودپيسودورکړي لپاره دخپلومنشيانوکوټې ورښيي چې خپله يې قسم جوړ وي چې دوى پيسې نه دي اخستي .درې واړه منشيان هر ماښام داستناف محکمې دريس فاضل هادي فاضل کورته چې مسلمياردحويلي ترڅنګ دى راټوليږي اودورځې په اوږدوکې د درې واړوقاضيانودناحقه فيصلوپه وجه راټولې شوې پيسې ويشي چې دښاغلي فضل هادي فاضل برخه پکې لږډيره وي . زه داستناف محکمې اوسنى ريس مولانه فضل هادي فاضل له ډيرنږدې څخه پيژنم .ددې لپاره چې تاسي هم دغه ښاغلى ښه وپيژنۍ نو دده دځاى اوڅورکاله مخکني دده د ژوند په اړه هم لږڅه معلومات په دې موخه درکوم چې زما اوزما ددوست خبرې موزړه ته ولويږي .ښاغلى مولانه فضل هادي فاضل دننګرهاردخوګياڼوولسوالۍ دبربهاردحجيانودکلى اوسيدونکى دى.نوموړي نږدې څلورکاله وړاندې دخپلې بې وزلۍ اوغربۍ له لاسه له دې امله چې په سيمه کې يې خپله ځمکه نه درلوده اوپه يوه ويجاړه کلاکې ميشته وو،دسيمې دنورخلکوځمکه په دهقانۍ کرله اوپه سيمه کې يې ديوه کوچنى کلي امامت کاوه ترڅوخپلواولادنوته يوکپ ډوډۍ پيداکړي ،مولانه ورته ځکه وايم چې نوموړى يوازې دپيښورپه کوم مدرسه کې کوم کال قدري لوستى اوله دې پرته يې نه پوهنتون لوستى اونه هم په تورټکى پوهيږي.فاضل څلورکاله وړاندې له خداى (ج)څخه هيڅ نه غوښته يوازې دمړې خيټې په ارمان وو.خوبلاخيره يې خداى يې توبه قبوله کړه اوددوى يوخپلوان عمرزاخيلوال له بهرڅخه افغانستان ته راغى له څه مودې ورسته زاخيلوال دافغانستان دماليې وزير شو،مولانه فاضل هادي فاضل له موقعې څخه په استفادې زاخيلوال ته په زاريو سرشو ترڅوپه ننګرهارکې يې دقاضي په توګه مقررکړي ،زاخيلوال دوخت په تيردوسره ښاغلى فاضل په ډيروچ زور دننګرهارپه استناف محکمه کې د قاضي په توګه مقررکړ.داچې فاضل ته دخپلې غريبۍ شپې وريادې وي نوپه هيڅ روا اوناروا کاريې لاس نه نيوه له همدې امله يې په دنده کې دلږوخت په تيريدوسره دومره پيسې پيداکړي چې خپل يو ورور مولانه فضل الله يې پرې په لغمان کې دقاضي په توګه مقررکړى.تاسې ته خومعلومه ده چې دولسمشرکرزى په اداره کې چې هرڅوک ډيره غلاکوي ،دخلکو حق خوري ،بيسواده وي ،ځمکې عصبوي ،خلک وژني اوپه ټوله کې په هيڅ روا ناروا کارلاس نه نيسي، نوهمغه کس ډيرژرپرمختګ کوي له همدې امله نږدې پنځه مياشتې وړاندې ښاغلى فاضل هادي فاضل دننګرهارداستناف محکمې دريس په توګه وټاکل .که تاسې ددغه پنځومياشتوپه تيريدوسره اوس په ننګرهارکې دښاغلى فاضل دشتمنې په اړه پوښتنه وکړئ نوخلک به يې درته دمهموشتمنوکسانوپه کتارکې حساب کړي . ښاغلي فاضل چې دروشوت اخستلوله لارې په تيروپنځومياشتوکې يوازې دځمکوکومې نمرې ترلاسه کړي په لاندې ډول دي .زه چې څه يادوم که تاسې هريو په سيمه کې ددې په اړه پوښتنه وکړئ نوخلک يې درته په ګوته وښيي.ښاغلي فاضل په بډوکې دوه نومرې ځمکه دبابړيانوپه سيمه کې له يوعاصيب څخه دويې ناحقه فيصلې دحق کولوله امله اخستى .دوه نومرې ځمکه دکابل په دوسرکې له يوه ورته کس څخه اخستى اوناحق مسله يې ورته حق کړي ده .دوه نومرې په افغان مينه کې په همدې ډول اخستى ،څلورنمرې په چمتلې ښارګوټي کې اخستى ،څلوريې په فاميليوکې اخستى ،څلورپه خالص فاميليوکې اخستى،شپږپه شيخ مصري ښارګوتي کې اخستى ،اودوه يې دغه څوورځې وړاندې له حاجي لاورڅخه دا دجنسي تيري په مسله کې اخستي چې يوه يې خپل وورفضل الله ته ورکړي اوپه بله کې ېې خپله کورشورغ کړى دى .داخو هغه دي چې ماته معلومې دي اودسرپه سترګو مې کتلى داچې نورې يې چرته دي خداى اوتاسوته به معلومې وي .دښاغلي فاضل صاحب وورفضل الله چې همدا اوس دسره رود ولسوالې دمحکمې ريس دى له فاضل صاحب څخه کم نه دى. دوى دواړه ورونه دوه بارګينونه لري اوهره ورځ که يې په ښارکې وګورئ نوزامن اوخپله دوى په نوو نوو موټرونوکې ګرځي .ددې سربيره کې ددغوښاغلو هغه کورنه وګورئ چې ددوى په دې څومياشتوکې جوړکړي ورته په ګوته په غاښ پاتې شئ خو ددې ټولوسربيره يې اوس په دې وروسيتوکې دشخصي اودولتي ځمکوعصبولوته ملاتړلې اوددې ترڅنګ له هيڅ هغه ناوړه کارڅخه چې پيسې پکې لاس ورځي مخ نه اړوي له همدې امله يې نو نور ننګرهاريان بيخي ترپوزې راوستي. که همداسې نه وي نو پوښتنه دا ده چې هغه شته چې مايې يادونه وکړه له کوم يې کړل ؟ددوى معاش څومره دى چې په دې څومياشتوکې يې ترې دومره شتمنې پيداکړه .اوکه دمعاش خبره نه وي نوبياهم همغه پوښتنه ده چې له کوم يې کړې ؟علت يې همغه دى چې مادرته وړاندې بيان کړدايوه دجنسي تيري کيسه يې ښکاره بيلګه ده چې ټول ننګرهارپرې خبردى. هرڅوک کولاي شي چې دغه زماکړي خبرې ځان ته په ثبوت ورسوي .نوپه پاى دخداى لپاره له ولسمشرکرزى ،دسترې محکمې له ريس ، اونوراړونده چارواکو څخه غواړو چې دښاغلي فضل هادي فاضل اوفضل الله ددغوکړونومخه ونيسئ اودتيروکړونوپه اړه ترې پوښتنه وکړئ چې ولې دقاضي له جامې اودندې څخه په استفادې په ښکاره ډول داسې کارونه کوئ چې ځينې پخواني ټوپکوال ،زوراکي اوهجرتي قاتلين يې هم په کولوکې پاتې راغلي .
لونګ مومند