د حامد کرزي مرکه او دهغې پر وړاندې غبرګون

 \"\"


لیک : سلیم ساپی
له ما سره د تیرې جمعې پر ورځ په کابل کې سره ترسره شوې مرکه او د خالي پر ورځ له جیو نیوز څخه په نشر شوې مرکه کې حامد کرزي چې څه وویل هغه د هغه احساساتي خبرې نه بلکې شعوري خبرې وې. ما له دې ټولې مرکې څخه دا انګېرنه ترلاسه کړه چې هغه په شعوري ډول پاکستان او امریکا ته په شعوري ډول د بېل بېل پیغام ورکولو هڅه وکړه.هغه په دې مرکه کې افغان کړکیچ او د پاکستان په اړه خپل ذهني کیفیت او چلند په ټول ځواک سره په څرګند ډول بیان کړل. د هغه لهجه د روغې جوړې او هېلې یوه لهجه وه خو هغه خپل دریځ د پاکستان پر وړاندې په پیاوړي ډول وړاندې کړ. هغه پاکستان د هغه د کرنلاړې له ناوړو پایلو څخه په ډېره ښه طریقه خبر کړ. هغه په ماضي کې تل دپاکستان خلاف د افغانستان خاورې له کارولو څخه انکار کاوه خو اوس هغه په څرګند ډول دا رېښتیا ومنل او دا پیغام یې هم ورکړ که د افغانستان او پاکستان اړیکې خړې پرې وي او د پاکستان خاوره د افغانستان پر خلاف وکارول شي نو د افغانستان خاوره به هم د پاکستان پر خلاف کارول کیږي. هغه د خپل دریځ تر څرګندولو وروسته د افغانستان په اړه د پاکستان د نیوکو او کتنو په ښه ډول د لېرې کولو هڅه وکړه. او زما په اند د امریکې او هندوستان سره د جکړې پر مهال د پاکستان ترڅنګ د دریدا دریځ په ویلو سره یې دا پیغام ورکړ چې که پاکستان د هغه له خوښې سره سم مرسته وکړي نوافغانستان تر ډېر لېرې بریده د تګ او د هر ځواک د خپګان منلو ته تیار دی.
د حامد کرزي دې مرکې ټوله نړۍ حیرانه کړې ده.واشنګټن پوست دی که نیویارک ټایم دی ، کارډین دی که هندوستان ټایم په هر ځای کې دا مرکه د مهم خبر او سرلیک په ډول چاپ شوه. په امریکايي او هندوستاني مطبوعاتو کې پر حامد کرزي سپکې سپورې وویل شوې. له هغه وخت راهیسې چې دا مرکه خپره شوې ده نو په افغان رسنیو کې یوازې د هغې یادونه کیږي. په افغان ولسي جرګه کې د دې مرکې په اړه خبرې کیږي.حامد کرزي ته یو ځل بیا په افغان رسنیو کې د پاکستاني لاسپوڅي او د ذهني توازن د خرابۍ پیغور ورکول کیږي. په افغان مطبوعاتو کې د پاکستان مخالفو وګړیو لخوا پر جیو ټيلویژیون او پر ما ( سلیم ساپی) هم سپکې سپورې ویل کیږي. په انټرنېټ کې افغان ملګري دې مرکې ته د یوه سازش په سترګه ګوري. خو د نندارې ځای دا دی چې په پاکستان کې هم د پاکستان پرځینو ټېکدارانو هم د حامد کرزي دا وینا ښه نه ده لګیدلې. کله چې حامدکرزی امریکې ته نږدې و نو هغوی ته هم ګران و خو که هغه د امریکې مخالف کیږي یا د هغې له خوښې پرته پاکستان ته د نږدې کیدا هڅه کوي نو هغوي ده ته کنځلې کوي. د پاکستان په نوم افغانانو او پښتنو ته د دې کنځلو ویونکیو مرموزو وګړیو له امله نن سبا په افغانانو ( په ځانګړي ډول په پښتنو) کې د پاکستان خلاف احساسات په زیاتیدا دي او همدا لامل دی چې هلته برهان الدین رباني ، صبغت الله مجددي یا حامد کرزی واکمن کیږي. هغوی د نږدې کیدا له هڅو سره سره پاکستان ته نږدې کیدای نشي. او د پاکستان په مرسته تر واک رسیدونکیو افغان واکمنان په عمومي دول د پاکستان مخالف کیږي.
نه پوهیږم موږ ولې دا هیروو چې امریکه په تېرو لسو کلونو کې پر افغانستان ولکه لګولې ده. خو پاکستان په تیرو شپیتو کلونو کې د امریکې ورشو ده.هر څوک پوهیږي چې دلته هر سیاسي جوړښت د امریکې لخوا رامنځته شوی دی. د امریکې په امر د مشرف او بې نظیر بوټو ترمنځ جوړجاړی شوی و. او له بل لوري هر څوک پوهیږي چې په تېرو افغان ټولټاکنو کې امریکې د عبدالله عبدالله د بریالي کولو او د حامد کرزي د نابریالي کولو پوره زور لګولی و . خو د هرې لوبې او چال له کارولو سره سره ، حامد کرزي د امریکې د خوښې خلاف د افغان ولسمشر په توګه ځان وټاکه. اوس چې د امریکې تابع پاکستانی حکومت له امریکې سره د جګړې مصنوعي حالت او چاپیریال رامنځته کوي نو موږ هغه ته ډرامه نه وایو. خو که افغان حکومت د راتلونکې په اړه د داسې عزم څرګندونه کوي نو موږ هغه ته د ډرامې نوم ورکوو. د بې شرمۍ خو هم کوم حد او برید وي. موږ په پاکستان کې پخوانی افغان سفیر او د ګلبدین حکمتیار زوم ډاکټر غیرت بهیر په اسلام آباد کې ونیوه او امریکې ته مو وسپاره. خو حامد کرزي له هماغه پیل راهیسې د هغه د راخوشې کولو هڅې کولې. ( د دې خبرې پخلی په خپله ډاکټر غیرت بهیر کولای شي) حامد کرزي هغه د امریکایانو له بند څخه تر راخوشې کیدا وروسته په ولسمشرۍ مانۍ کې تر دوو اوونیو پورې د حکومتي مېلمه په توګه وساته . هغه ته د لویو لویو حکومتي څوکیو وړاندیز وشو. خو کله چې هغه پاکستان ته په راتګ ټېنګار وکړ نو هغه یې په خپلې ځانګړې الوتکې کې پاکستان ته راواستاوه. په همدې ډول موږ د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف په دیرې بې شرمۍ امریکې ته وسپاره . خو نن حامدکرزي هغه په ډېر درنښت په کابل کې ساتلی دی.نن چې امریکه په افغانستان کې کومه وسله کاروي د هغې تر اتیا سلنې زیاته برخه د پاکستان له لارې هلته وړل کیږي او موږ د دې خدمت په ونج کې ډالرونه د ګدایي په ډول ترلاسه کوو. خو د نندارې خبره دا ده چې موږ له دې ټولو سره سره نه یوازې خپلواک هیواد یو بلکې کله هم چې وغواړو له امریکې سره د جګړې مصنوعي حالت رامنځته کوو. خو موږ جګیږو او افغان حکومت ته د امریکې د لاسپوڅي پیغور ورکوو. امریکه له تیرو شپږو کلونو راهیسې پر پاکستان بریدونه کوي. هر ځای چې د هغې خوښه وي پر ډرون یې ولي. که په چا کې همت وای نو ځواب به یې ورکړی وای خو بیا موږ نه بلکې افغانان ډرامه جوړونکي دي.
افغان ولسمشر دا ونه ویل چې که له امریکې یا هندوستان سره جګړه ونښته نو دی به له ولسمشرۍ مانۍ راووځي او د هغوی پر خلاف به وجنګیږي. هغه د افغانستان خبره کړې ده. د جګړې پر مهال به افغانستان د پاکستان ملګرتیا کوي. او د یوه پاکستاني په توګه زه په دې اند یم چې که له امریکې یا هندوستان سره جنګ ونښت نو افغانان به د پاکستان ملاتړ وکړي. موږ ولې دا هیروو چې نه یوازې حامدکرزی بلکې ملا محمد هم د افغانستان یوه برخه ده او ګلبدین حکمتیار هم . کله چې د افغانستان خبره کیږي نو په دې کې ټول افغانان حسابیږی. د پاکستان او هندوستان تر منځ د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ ز کلونو جګړو پر مهال دافغانستان او پاکستان اړیکې د اوسمهال په پرتله ډیرې خرابې وي. خو بیا هم افغانستان هغه مهال د هندوستان په خوا کې له دریدو او ملاتړ څخه ډډه وکړه. ښکیلاک دښمني او له هندو څخه نفرت د افغانانو په خټه کې اخښل شوي دي. هغوی که له امریکې سره د ټکر خبره کوي نو له هغوی سره ښه ښکاریږی. ځکه هغوی په ماضي کې له انګریزانو سره هم جګړې کړې دي . شوروي اتحاد ته یې هم سبق ورکړﺉ او اوس امریکې ته هم سبق ورکوي. خو د دې برعکس زموږ واکمنان تل د انګریز او امریکې غلامان پاتې شوي دي.
اوس زموږ لخوا له امریکې سره ډغرې وهل چې په رېښتیاني ډول یوه ډرامه ده ، د ستایلو وړ ده خو د افغانانو ګواښنه ډرامه ګڼل کیږي. هندوستان زموږ هېواد ویشلی دی. هغه زموږ پر کشمیر په تیرو شپیتو کلونو کې قابض دی. موږ هیڅ کله د کشمیر خپلواکۍ او هندوستان دښمنۍ په نوم د عامو وګړیو له احساساتو سره لوبیدونکي مداریان لیدلې نه دي چې د کشمیر خپلواکۍ لپاره وسله راواخلي او پر هندوستان برید وکړي.. په داسې حال کې چې د ملامحمد عمر او حامد کرزي پلرونو او نیکونو هندوستان ته ماته ورکړې او هلته یې د اوږدې مودې لپاره حکومت کړﺉ دی. هغوی څو ځل هندوستان ته ماته ورکړې ده خو هندوستان هیڅکله هم هغوی لاندې کړې نه دي. اوس چې زموږ ډرامه لوبغاړي له هندوستان سره ډغرې وهي نو دا ډارمه نه ګڼل کیږي. خو که کوم افغان له هندوستان سره د جګړې پر مهال د پاکستان د ملاتړ خبره کوي نو دې ته موږ ډرامه وایو. د بې شرمۍ او ټېنګار هم یو حد وي. نه پوهیږم موږ چې کله د افغانستان یادونه کوو نو ټول سفارتي، مطبوعاتي او نړیوال اصول او آداب هیروو. ملامحمد عمردی که ګلبدین حکمتیار دی یا حامد کرزی دی دوی د افغانانو مشران دي. دیوه بېل او ګاوندي هېواد په توګه د هغوی د مشرانو احترام او درنښت پر موږ لازم دی. افغان واکمن که د امریکې تر اغیز لاندې دي نو کله کله خو هغوی د امریکې پر وړاندې هم دریږي . عرب واکمن خو په دایمي ډول د امریکې تابع دي.
افغانان خو نن سبا ډوډۍ او امنیت دواړو لپاره امریکې ته اړ دي. خو عرب واکمنوسره شتمني هم دیره ده . هغوی یوازې همت او جرات نه لري.که نه نو امریکه به دوی ته اړه وه. د افغانانو په تړاو له خپلو ځانونو څخه زمریان جوړونکي دا ښاغلي دې کله په دې لهجه خبرې وکړي. رېښتیا خو دا دي چې هغوی دامریکې د غلامانو غلامان دي. لیکن دا چې هغوی د پاکستان باداران جوړ شوي دي نو له همدې امله نورو ته تر پیغور ورکولو وړاندې خپلو ګریوانو کې نه ګوري. په داسې حالتونو کې افغانستان له پاکستان څخه لېرې کول یا په افغانستان کې د پښتون او تاجک ویش ته لمن وهل د پاکستان پر ځای د امریکې خدمت کول دي. په سیمه کې د امریکې هدفونه له ناکامۍ سره د مخامخ کولو یوازینې لار دا ده چې افغانستان متحد وي او د هر افغان په زړه کې د پاکستان قدر وي.زموږ خیر د افغانانو ( که هغه طالب وي ، کمونېسټ وي ، اوزبک وي، تاجک وي هزاره وي یا پښتون وی) په خپلو منځونو کې په جنګولو کې نه بلکې د دوی د یووالي په ساتلو کې دی.پاکستان مشر او افغانستان کشر ورور دی. او د مشر ورور په توګه د افغان مشرتابه له ځینو غلطیو باید تیرشي نه دا چې د هغه د نیکو اړیکو احساساتو ځواب په کنځلو ویلو ورکړل شي . د حسد ناروغۍ د انسان لپاره د زهرو کار کوي. له همدې امله سترڅښتن تعالی د خپل کتاب پای له دې ناروغۍ څخه د ځان ساتلو په امر کولو کړﺉ دی. زه حاسدو ته د دې لپاره هم ځواب نه ورکوم ځکه چې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم )ویلي دي چې حاسد ته دا بس ده چې د خپل حسد په اور کې وسوځي. لیکن که د جیو ټېلویژیون یا زما په حسد کې دافغانانو او پښتنو له سپکاوي څخه ډډه وشي نو دا به غوره وي. زما مور زما روزنه داسې کړې ده چې د کنځلو ځواب په کنځلو ورکولای نشم. زه پر خپل قوم ویاړم خو د نورو قومونو درناوی کوم. خو داچې په رګونو کې مې قبایلي او پښتنه وینه چلیږي نو له همدې امله خپل قوم ته له کنځلو څخه ځوریږم. زه خپل قوم ته له کنځلو څخه دومره ځوریږم څومره چې یو حاسد د خپل هم مسلک له عزت او شهرت څخه ځوریږي.