ننګرهاريان د خپلسرو وسله والو په اړه سپيناوى غواړي؟؟!!

سيد عبدالله رودوال

وروسته له کلونو ارامۍ په ننګرهار کې يوا وار بيا وېرې او اندېښنو واک خپل کړ. دغه ولايت چې يو وخت د ارامۍ سندرو په سر اخيستى ؤ، او له هر کنار څخه يې د خوښۍ انګازو چيغې وهلې، ګوټ په ګوټ د نويو اباديو او ښاديو بازار جوړ وو، هر چا خپل کار سره کار لاره، ذهنيت ټول زنده ګي خپله خواري ؤ، او هر کس د خپل ژوند سرګرميو کې اخته ؤ؛ خو اوس دغه ټولې مزاياوې يوه فولکلوريکه کيسه ګرځېدلې. هېڅوک د خپل ژوند هيلې تر پوره کېدو پورې نه شي انګېرلى، خلک د وحشت په ازغن چاپېريال کې شپې ورځې تېروي. ارامه ساه اخيستل، په ډاډ کور يوازې پرېښودل او په دېرو کې بنډار کول تشه ماضي بيانوي.
            د ننګرهار ولايت استوګن که له يوې خوا د دغه ډول ناامنۍ ښکار دي، بل لورته د اقتصادي ناورين لومو هم ګېر کړي دي. دوى امنيت په شته والي کې هر راز کار ته لاس اچاوه، د دغې ناامنۍ په منګولو کې ترې وار پار خطا دى. د خپل ژوند لورى لودن ورک ګڼي، د بچو د نفقې موندلو له پاره دېته اړوتي، چې د کابل د مزدورانو چوکونه له هزاره ګانو سره د ځانونو شريک وبولي. دوى ته که هلته کار پيدا شي، ښه تر ښه. کنه نو د دغه له کوره کوچېدنې بله موخه يې دا ده، چې د کورنۍ له غمه سترګې پناه کړي.
د ډېر افسوس ځاى دى، چې ولس باندې د ارامۍ خوبونه اوس د مساپريو شپو حرام کړي اوسي، او حکومت لا په خپلو چړچو کې د باټو ترانې وايي. دغه راز ټولې غميزې که د هر چا له خوا وي، ضرور په کې د ولس خواره برخه ټکول کېږي، چې دا ټولې انارشۍ تش د دولت مخالفين نه راپنځوي؛ بلکې لا اوس هم ننګرهار ولايت له خپلسرو وسلوالو ډلګيو څخه خالي نه دى. ننګرهار ولايت هماغسې د ډلو ټپلو د بزکشۍ وز دى. د دغه ډول امنيت ګډوډونکو ټولګيو ښکاره بېلګه د ميزان د ٢٦ شپې هغه پېښه ده، چې د ننګرهار ولايت په مقر کې پرته د غلجي ودانۍ، د ٣٠ تنو خپلسرو وسلوالو تر بريد لاندې راغله، او تر نيم ساعته پورې يې ټول ولايت د وهم په ټالونو کې وزنګاوه، چا فکر کاوه، چې ولايت مقام تر يرغل لاندې دى، چا ويل، بيا کودتا ده، چا څه او چا څه ويل، لنډه دا چې ټول شاوخوا استوګن تر سبا د وېرې ټاليو له خوبه وېستلي وو.
            د خپلسريو دغه جنجال نه يوازې ننګرهار مېشتي په اندېښنه کړي دي؛ بلکې د هېواد ګوټ ګوټ د دې خبر په اورېدو سره دې وېرې اخيستي، چې بيا د اويايمې لسيزې غوبل ته مخه خلاصه ده، بيا به وينې دارې وهي، او څوک به د اوليه خدمتونو ترسره کوونکى نه وي، سترګې به بيا د لاشونو مرده خانه وګرځي، چرته به د لاس، چرته به د پښې، چرته به د ککرې، چرته به د بنيادم د لري او چرته به د کوپړۍ د مغز درمند لګيا وي. دغه ټولې وېرې ولس په ذهني لحاظ دومره کمزورى کړى، چې هر څوک دا کوشش کوي، يوه نه يوه لار د تېښتې له اوسه غوره کړي،
            که چېرته د حکومت غبرګون د دغه ډول پېښو په وړاندې د کاڼه وي، او د سترګو په مخکې يې تر نيم ساعته ډزې دوام پيدا کړي، څو پورې د والي امر ورته و نه شي، دوى له ځان ژغورنکو مورچو نه راوزي، دا خو بيا داسې شوه، چې دوى يوازې د چارواکو ساتونکي دي، او بس. نو دا ولس به بيا هرومرو يو ځل بيا د خپلسريو لور ته مخ کړي، چې هاله بيا د حکومت لاسونه لنډ او د دوى له کنټرولو څخه بېوزله دي.
            نو حکومت بايد دغه ډول خپلسرۍ ډپ او مخه يې ونيسي، ولې چې حکومت ته د ننګرهار ولس د اکثريت رايه پر دې ورکړې، چې دوى د خپلو غوښتنو غوښتونکي دي. کنه بيا دولت پړ دى، او هېڅوک د دولت په مخالفت کې ګرم نه دي، ځکه پخپله دولت د دغو خپلسريو په ترسره کولو کې لوى لاس لري، او د خپل رعيت په وړاندې د هېڅ مسؤليت احساس نه ورته ولاړېږي. ننګرهار ولس د ورځ تر بلې مخالفتونو زياتېدو په اړه حکومت په دې مسؤل ګڼي، وايي چې هر کله زموږ امنيت ونه ساتي، زه مجبور يم، د خپلې ساتنې له پاره وسله په کور کې ولرم، چې همدا کار ما دېته اړباسي، سبا د کلي ولس په ناخوالو کې د خان او ملک ملاتړۍ شم، نو بيا د اخ ډب په ترڅ کې يا زه مړ او يا هغه مړ، لويه انارشي رامنځ ته شوه.
نو له دولت نه دا هيله کېږي، چې د دغه ډول خپلسريو په وړاندې چپ پاتې کېدل د اړودوړ زياتېدل دي، او د هر ډول زيانونو ور رسېدل هغه ټکانونه دي، چې حکومت له پښو غورځوي، او پايداري يې د سقوط په درشل کې په ګونډو کېږي.