
ډاکټر مصور عباس
ننګرهار ولايت د هېواد په ختيځ کې پروت ولايت دى، دغه ولايت چې يو وخت يې د امن او سولې په باب له کيسې تر لرې لرې خورې وې، او د هېواد د ګوټ- ګوټ نه هر چا د ننګرهار د ليدلو تلوسه درلوده. تر دې چې ډېرى وخت له ننګرهاره راغلي يا ننګرهار ليدلي کس نه به هرومرو دا پوښتنه کېدله، چې شېرزى لوبغالى دې وليد. امير شهيد باغ ته تللى وې. او داسې نورې هغه پوښتنې ترې کېدې، چې د تلوسه ګر خيال پرې ستړى ؤ خو نن هماغه ننګرهار چې پرون د خيالونو ښاپېرۍ وه، هر چا يې د چکر او سيل تابيا درلوده. ننګرهار د ګلوهار بلل کېده، د تار يخ پاڼو د سولې او امن کور ګاڼه، د دغو ټولو ټول خوښو ځانګړنو له خاوندۍ څخه محروم دى. داسې يو وخت هم پرې تېر شو، چې ننګرهار اولس تر نزدې روان ٨٨لمريز کاله پورې د اړودوړ هېڅ پېښه نه درلوده. په زياتره اولسواليو کې يې د بيارغونې، پوهې کچې لوړېدو، کار ډېرېدو او سوداګرۍ هڅې دومره ګړندى پر مخ روانې وې، چې يومخ د ننګرهار ټول ملت په ټوليز ډول د حامد کرزي د دويم وار ولسمشرۍ ډېرى رايه جوړه کړه. همداراز په ښوونځيو کې د زده کوونکو شمېر دې بريد ته ورسېد، چې د نويو ښوونکو نيولو ته ډېرو بېروزګارو لوستو داخله وکړه. تر لرې سيمو پورې يې سرکونه پاخه شول. بازارونو کې يې دومره رش جوړ شوى وو، چې تا به دا ګمان کاوه، ته وا د ټول ننګرهار ولايت استوګن راوتلي دي؛ مګر اوس د ننګرهار د نارنج ګل مېله د پخوا په څېر په پراخ نارنج باغ کې نه کېږي، هر چا ته د ګډون اجازه نه شته، عام خلک خو اوس د دغې مېلې د مشاعرې د اورېدو له پاره ټوله ورځ د راډيو خواته ناست وي. اوس دغه مشاعره د دېوالونو دننه تر سره کېږي. چې دغه ټول بدلونونه بې علته نه دي. هرومرو نن د دغو ټولو هراړخيزو پرمختياوو پر وړاندې کوم ستر خنډ شته دى، نوکه چرته دغو دواړو د ماضي او حال تضادونو ته ځير شو نو دا ترې جوتيږي، چې د ننګرهار د اوضاع د ناارامۍ يوا زينى لامل نن هم د خپلسرو وسلوالو برالا شتون دى. دغه خپلسري وسلوال چې له امن او سولې سره دوښمني لري، او نه غواړي چې د ننګرهار اولس په ارامه ژوند تېر کړي. تل د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په لار کې نورې نورې ستونزې پيدا کوي، چې د بېلګې په ډول يې د څوورځو ړومبۍ پېښې شوې پېښې ته راګرځو.
د ننګرهار ولايت پلاز په دوو چوکونو ودان دى. يو تالاشۍ چوک، بل مخابراتو چوک، د همدغو دواړو چوکونو په منځ کې له يوه سره تر بل سره اوس ډېرې لوړپوړې ودانۍ ودانې شوي دي. خو په دغو ټولو کې لومړۍ او پخوانۍ د حاجي غلجي پلازا يا ودانۍ ده. دغه ودانۍ د حاجي غلجي له خوا هغه مهال جوړه شوه، کله چې هېچا د لوړپوړو ودانيو جوړولو له پاره زړه نه ښه کاوه، ځکه دغه کار يوې سترې پانګوالۍ ته اړتيا لرله، چې په لومړيو کې د داسې پانګوالۍ له پاره هېڅوک تيار نه ؤ. خو همدغه د نوموړې ودانۍ څښتن حاجي غلجى ؤ، چې دومره لوى کار ته يې لاس واچوه، او په لومړي وار يې په ننګرهار کې د لوړ پوړو ودانيو بنسټ کېښود. په ٢٦ميزان په توره شپه کې يوولس بجې د خپلسرو ديرش څلويښت وسلوالو تر بريد لاندې راغله، چې د ودانۍ ټول اوسيدونکي يې د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړل، او دومره يې ووېرول، چې په هماغه شپه شپه کې يې ځايونه تش او په ويده ښار کې خواره واره شول. دغه ډول ناامنۍ زېږاندې پېښې ټول هغه د ټوليز وروسته پاتې والي لاملونه دي، چې نن يې ننګرهار ولايت د هر ډول سوداګريز، رغنيز، ښوونيز او هراړخيز رسوب سره مخامخ کړى.
دغې حملې يوازې د ودانۍ مېشتو اندېښنې نه دي زياتې کړي؛ بلکې د ننګرهار ګوټ-ګوټ اوس د دغو اندېښنو لولپه دى، چې همدغو ناامنيو د ننګرهار ولايت نن له هر اړخيز ګواښ سره لاس او ګرېوان کړى، او د ننګرهار اولس ته يې دومره درد رسولى، چې اوس ان خپلو کورونو کې هم ځانونه په امن کې نه شي ګڼلاى. دوى په دې ګمان دي، چې د ولايت د مقر په مخکې په غلجي مارکېټ خپلسري وسلوال بريد کولاى شي، زموږ جونګړې خو يې خپلې مېنې دي. هغوى نور د حکومت په هر ډول تېراېستونکو ببولالو سر نه خوږوي، دا انګېري، چې د ولايت په خوله کې د زورواکۍ مخه و نه نيول شوه، دلته زما د حال پوښتنه ناممکنه ده.
امنيه قوماندان په هر کانفرانس کې وايي چې خپلسري وسله وال نشته،زه فکر کوم امنيه قوماندان سلطاني يوازې خوبونو او پيسو ټولولو ته راغلى دى او بس ځکه تراوسه دى چا په ښار کې په ژوندۍ بڼه خو نه دى ليدلى چې په تلويزون هم ځان نه راښکاره کوي.نو چې امنيه قوماندان د ښاريانو ژوند خوندي نه کړي څه فکر کوئ ښاريان يې وساتي.
نو د ننګرهار ولايت امنيتي اوضاع له ګواښ سره په مخامخېدو سربېره، چورلټ د حکومت له واکه وتلې ده. دغه ولايت اوس يوازې د دولت د مخالفينو له خوا موخه نه ده ګرځول شوى؛بلکې د خپلسرو وسلوالو د ګټو تر لاسه کول ډګر هم دى. په ننګرهار کې اوس هم د پخوا په څېر خپلسر واکي ده. تر دې چې ځينې ان د سر د پاسه د سر نه منلو ټانټې هم ژويي، چې دا اوضاع که چرته د مرکزي حکومت له خوا تر پام لاندې رانه وستل شي؛ نو زر ده، چې د حکومت واګې له دغه ختيځ ولايت څخه پرته له مخالفينو خپله په حکومت کې شامل زورواکي ټول، او د ملوک الطوايفۍ راجداري يو ځل بيا را پيل کړي.