د سيمې پرسوداګرۍ او اقتصاد نوى بريد

قاضي واحد مجاهد
            د بن له تړون وړاندې سلګونه افغاني سوداګر د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د سوداګرۍ په چارو بوخت وو، چې دغې چارې نه يوازې زموږ هېواد او ولس د فقر له کچې هم غورځولى وو. ډېرى سوداګرو د ګاونډيو هېوادونو تابعيت تر لاسه او هلته يې خپلې ټولې پانګې په کار واچولې، چې بيا يې هېواد ته راتلل له زاڼو کټوري غوښتل دي.
            بل لورته مې همدې افغان ولس داسې ملي سوداګر هم درلودل، چې له مظلومو او بېوسو هېوادوالو سره يې د خيمې او کېږدۍ په ژوند کې مرسته او غمشريکي کوله. کله چې په هېواد کې مؤقته اداره رامنځته شوه، دغو بااحساسه سوداګرو په بهرنۍ نړۍ کې د ارام او سوکاله ژوند په پرېښودلو، د خپل ټاټوبي د اقتصاد ماته ملا کوشير کړه، په داسې حال کې چې تر دوشنبې، تاشکند، تهران او کولاب تښتېدلي ياران او ټوپکوال د ډېموکراسۍ د يابو پر شا سپاره بېرته د يوې خپسې په څېر د ولس د خواږه خوب عذاب وګرځېدل.
            په لومړي سر کې هيله کېده، چې د طالب له قمچينې تښتېدلي مافيا، انسان تښتوونکي او بشري کرامت غله به د نړۍ والې ټولنې له لوري خپلسريو او بې لاريو ته پرې نښودل شي. خو افسوس چې د ټوپک او پاټک تېکه داران په نظام کې د غوړې برخې خاوندان او بيا پر خلکو د ظلم وحشت تر سره کولو زمينه ورته برابره شوه.
            په ختيځو ولاياتو کې د سوداګرۍ خونې مشر انجينر محمد قاسم يوسفي او ملي سوداګرو حاجي شريف او ډاکټر مخلص د وينا وو له مخې د مافيا، ټوپکوالو او قومندانانو له وېرې د سيمې سوداګري مخ پرځوړ روانه ده. او ولس وېره لري، چې بيا به له تورخمه تر کابله د هر قومندان د ځنځير پل صراط ته پاتې شي.
            د ميزان په ٢٦ شپه د جلال اباد ښار په غلجي پلازه د (٣٠) تنو وسله والو راننوتل او له پوليس سره په سازش په بې وزلو څوکيدارانو او جاروکشانو ناترسه ډزې او د ٧ تنو ټپي کولو  ولې د عدلي، قضايي- ارګانونو، بشري حقوقو او ناټو ځواکونو تر څنګ د ننګرهار امنيه قومندان غوږونه کاڼه کړي، او سترګې ړندې کړي دي. ايا د ننګرهار امنيه قومندان سردار محمد سلطاني نه پوهېږي، چې د جلال اباد په زړه کې دغه ډول پېښې د عام سوداګر او عام ولس ژوند ګواښلى.
            امنيه قومندان نه پوهېږي، چې په دغه پلازه کې د لسګونو دفترونو کارکونکي اوس د ټوپکوالو له وېرې د شپې نه پاتې کېږي. د ننګرهار والي ګل اغاشيرزي چې دا څوکاله جلال اباد ښار ته سوداګر راجذب کړي، او ښار بڼه بدله کړې ده. له داسې قومندانه د خير تمه کولاى نه شي. که حالات همداسې روان وي. غله، داړه ماران او ټوپکوال سرې سترګې ګرځي، او څوک يې د قانون منګولو ته نه شي سپارلى. لرې نه ده، ننګرهار د کندهار او هېلمند په څېر وګرځي، چې په خلکو به يې د ورځې هم له وېرې پيريان ناست وي.
            د غلجي پلازې مالکان حاجي ادريس او حاجي غلجى څه غم لري، سبا بۀ بېرته په دوبۍ او پېښور کې کاروبار پيل کړي، په جلال اباد کې لومړنۍ پلازه غلجې پلازه ده، ددې په تړلو به لسګونه هغه سوداګر هم خپلې چارې په ټپه ودروي، چې د غلجي په پل يې پل ايښى، او په ننګرهارکې  يې د ابادۍ بنسټ اېښودلو سره د ټوپک او کوتک تر سيوري لاندې په سلګونو ميليونو افغانۍ بسپنه اچولې.
            هيله ده، ولسمشر کرزى، د سترې محکمې رئيس او لوى څارنوال ياده قضيه په داسې توګه اداره کړي، چې د غلجې په څېر سوداګر نور دا وېره ونلري، چې بدمعاشان او ټوپکوال يې ژوند ګواښي. او هغو امنيتي مسؤلينو ته سخته سزا ورکړي، چې د پيرو او ګزمو سره سره لسګونه وسله وال د ښار په زړه کې نيم ساعت ډزې کوي.  وينې تويوي، او دوى يې سيل کوي.