
د پکن
مطبوعاتو نن د يوه خپور شوي ګزارش پر بنسټ خبر ورکړی، چې په 2016 کال کې به چين د
شتمنۍ له مخې تر جاپان واوړي او تر امريکې وروسته به د نړۍ دوهم شتمن هېواد
شي. په 2016 کال کې به د چين ټوله شتمني
39 تريليون ډالرو ته ورسېږي، حال دا چې د امريکې ټوله شتمني 82 تريليون ډالره ده.
د ګزراش له مخې په چين کې طبقاتي توپيرونه هم مخ په ډېرېدو دي، چې له امله يې يو
لړ اندېښنې راپورته شوې دي.
د شمېرو له
مخې اوس د چين سړي سر شتمني 21 زره ډالره ده چې د 2000 کال په پرتله درې برابره
زياته شوې ده. د چين 37٪ بالغ کسان په منځنۍ کچه د لسو او سلو زرو ډالرو تر منځ
پانګه لري، خو همدا سږ کال د چين د ميليونرانو شمېر له يو ميليون تنو څخه واوښت. د
چين مطبوعات ليکي چې د چين او اوقيانوسيې اقتصادي ودې د ټولې نړۍ له اقتصادي ودې
سره ډېره مرسته کړې ده.