
د شنبې په ورځ د ۱۳۹۰/۷/۳۰ لیږدیز کال د تلې د میاشتې په دیرشمه نېټه د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر غونډه د ماسپښین په ۱:۳۰ د قیقو د آغلې لیمې نیازۍ په ویندویۍ پیل شوه.
او له غرمې وروسته په ۳:۳۰ پای ته ورسېده.
د غونډې په پیل کې نوې ویانده آغلې لیمه نیازۍ د يوې میاشتې لپاره ویانده وټاکل شوه او د آغلې زمزمې نیازۍ د ویندویۍ دوره وروسته له یوې میاشتې پای ته ورسېده.
آغلې لیمې نیازۍ تیره پنجشنبه په کابل ستار هوټل کې د هیواد د تکړه شاعر او لیکوال ښاغلي عبدالباري جهاني په ژوند او ادبي هڅو دغونډې په اړه او په دې غونډه کې دمیرمن بهیر دغړو د ګډون په اړه رپوټ وړاندې کړ، چې ګڼ شمیر شاعرانو، لیکوالانو او د میرمن بهیر غړیو په کې
ګډون کړی ؤ، او راتکونکې غونډه ښاغلی جهاني صیب د
میرمن بهیر میلمه دی او بهیر والو د نوموړي په ویاړ د سولې
تر نامه لاندې یوه مشاعره هم په پام کې نیولې ده.
د غونډې په بله برخه کې د آغلې نعیمه غني په لنډه کیسه
کره کتنه وشوه چې د ټولو بهیر والو لخوا مثبه او ټولنې ته د ښه پیغام
لرونکې وارزول شوه چې سرلیک ئې ؤ (سپاره) او دا کیسه د یوه
نا لوستي کلیوال ماشوم په ژوند او ستونزو را څرخېده.
د تل په څیر د غونډې په پای کې د مشاعرې برخه وه چې زمزمې نیازۍ، محمودې تقوا، اوږۍ
امیل، حمیرا کاروان، ګلالۍ امرخېل، لیمې نیازۍ،
سونیتا مدبیر،ښکلا،مینې او ګڼ شمیر نورو خویندو په کې
خپل شعرونه ولوستل.
یاده
غونډه له غرمې وروسته په ۳:۳۰ دقیقو پای ته ورسیده.