
ارشاد رغاند
د ژورنالېستانو او رسنيود ستونزو يادول هم نن،سبا په کليشه شوو خبرو اوښتي،ډېرې ټولنې او وګړي چې په دې برخه کې ځان فعال ښيي ،موخه يې په دې پلمه د کومې پروژې عملي کول، اخېستل يا کومه بله د پردې ترشا ګټه وي.
په دې ترڅ کې زه چې څومره معلومات لرم،د دوى نيوکې،رپوټونه او استازولي هم لکه چې په کار او اغېزناکه بايد وي، نه دي،ځکه له دې دريځه غږيدونکي ډېر ښاغلي يا خپله په عملي خبريالۍ کې بوخت خلک نه دي،يا پېيلي او د کومې ځانګړې واکمنې کړۍ په ملاتړ د ژورنالېستانو استازي ګڼل شوي يا...
په همدې او نورو دلايلو فکر کوم چې په عملي خبريالۍ کې د يوه بوخت خبريال هغه څه چې د ژونالېستانو د ستونزو په توګه يې يادوي،د ډېر اوريدو او منلو وړ دي.
د ښاغلي شفيق همدرد (دژونالېزم خاطرې)نوى خپور شوى کتاب چې له بېلا،بېلو ليدلورو ځيرل کېداى شي،ماته پکې د پام وړ ډېرڅه همدا د اوسني افغاني ژونالېستيک بهير پر ستونزو د خاطروو په بڼه پر بېلا،بېلو مستندو بېلګو خبرې دي.
ښاغلى همدرد چې له کليد ګروپ سره يې څو کاله پر مهمو ژونالېستيکو دندو کار کړى،تر ډېره خپلې هغه خاطرې په دې کتاب کې ځاى کړي،چې په پلازمېنه کابل کې (چېرته چې تر نورو افغاني سيمو ژونالېستيکې ستونزې پکې کمې دي)د دندې پرمهال ورته د ليکلو وړ ښکاره شوي.
ما د ښاغلي همدرد په مشرۍ د ننګرهارکليد راډيو د يوه کارکوونکي په توګه هيله لرله چې په دې چاپيدونکي کتاب کې به ليکوال په ننګرهار کې د خپلې دندې خاطرې(هغه دنده چې ترکابله يې پر وړاندې خنډونه راته ډېرښکاري)زياتې را اخېستې وي،ځکه که په کابل کې د کتاب ليکوال د يوې رسنۍ د رېښتياخپرونکي خبريال هومره ستونزې ليدلي،نو په ننګرهار کې بيا د يوې رېښتياخپرونکې منتقدې راډيو مشري ور ترغاړې وه او ما ليدل چې دى د همدې رېښتياپالنې او مسوليت اداينې لپاره له څومره خواوو د خنډونو په منځ کې ګېر دى او د يوه تجربه وال او سترګور مشر خبريال(مسول) له دريځه دا خنډونه ننګوي.
د ژورنالېزم خاطرې په څه باندې سل مخيز کتاب کې ښاغلي همدرد د خپل ژورنالېستيک ژوند څه باندې شل خاطرې خوندي کړي،چې يوه مهمه ښېګڼه يې ما ته له شکلي پلوه د لنډ ليکنې او لنډ لوستنې په روان اړين پېر کې د لنډ ليکنې اړتيا ته ترسره شوې ښه پاملرنه برېښي،نورې ځينې داسې خاطرې چې مالوستي ليکوال لومړى اړوندې څانګې(مسلک)ته د لېوالتيا،ورګډيدو،په پيل کې د خپلو مرستندويانو له کيسو پيلوي او په تلو،تلو کې د خپلو لاسته راوړنو،پرمختګونو او نورو ستړي کوونکو او اوږدو خبرو په غځولو سره خپلې خاطرې بيانوي،خو ښاغلي همدرد نېغ،په نېغه هغه خاطره چې دى يې شريکول ګټور او لوستونکو سره د يوې تجربې شريکول ګڼي،له اوږدو سريزو پرته کوښښ کوي چې په لنډه او راښکونې ژبه وړاندې کړي.
له منځپانګيزه(موضوعي)پلوه هم ښه دي بېلا،بېلې خاطرې په دې کتاب کې چاپ شوي،ليکوال پکې محافظه کاري نه ده کړې او ځينې هغه خاطرې چې دى پکې د خبريالۍ په لومړيو کې د تېروتنو او انساني احساساتو لاندې راغلى،هم خپاره کړي او د خپلې تېروتنې په جوتولو سره يې نورو ته د هغسې نه کولو سپارښتنه کړې.
د ملي اردو له يوه سرتېري سره تر ناندرۍ وروسته د خبريال کړکېچن چلن له همدې خاطرو څخه يوه ده.
د کتاب لومړۍ خاطره په يوه برخه کې د خبريالانو پر وړاندې د ښاغلي کرزي د پخوانيو امريکايي ساتونکوهغه ناوړه چال،چلن يادوي چې د انساني ارزښتونو د دفاع له دعوو سره،سره هم افغان خبريالان پر خپلو سپيو پلټي،دا چال،چلن ټول او په ځانګړې توګه د سپي له ډاره د يوې افغانې ښځينه خبريالې چېغې د يووېشتمې انسانپالې پېړۍ! پر وضعيت د سباني تاريخ ليکوال ته کره او باوري معلومات هم پرېږدي.
د کتاب نورې خاطرې هم لکه سريزه ليکوالو چې ويلي،ځاى،ځاى له سباني تاريخ سره د ننني سياسي-ټولنيز-اقتصادي او نورو حالاتو د معلوماتو مرسته کوي او د ځينو سياسي لوبغاړو رېښتينې څېرې وربربنډوي.
د ژورنالېزم دا خاطرې به د ځيرنې،ستاينې او ښايي د ګوتنيونې وړ نورې خواوې هم ولري،زه پر همدې په بسنې سره ليکوال ته د دې ښې هڅې مبارکي او نورو خبريالانو ته د دې هڅې د دوام بلنه ورکوم.