دپيغلتوب پيټی

پښتنې پیغلې ستا وفاته سلامیار درنه غرب ته په سفر تللی دیبیلتون دهر چا له پښو زمکه لوټيخو ستا په زړه کې يې خنجرتللی دی
په نم  دسترګو دې پوهیږم ګلېنم دمچکو دې رخسار ته غواړيسره اننګي دې ولونه ولونه نه شولمالیار دخپل حسن ګلزارته غواړي
ته هم سینه کې یو زړګوټی لرېچې په شرابودی قدرت مینځلیدرنه بې باکه نه شو ځکه چې تاپه زمزمي مینه فطرت مینځلی
دپیغلتوب پیټي ستومانه نه کړېلا دې اخیستی  دحیا په اوږوتاند ارمانونه دې بې صبره نه شوللا دي پراته دانتظار په چړو
 پښتنې پیغلې ستا وفاته سلامیار درنه غرب ته په سفر تللی دیبیلتون دهر چا له پښو زمکه لوټيخو ستا په زړه کې يې خنجرتللی دی
ته چې بنګړوته دهمځولو ګورې شرنګ يې داستا دزړه درزا زیاته کړيشي ازانګې يې ستا په روح کې خورېدیار دوصل دې سودا زیاته کړي
خوستا دي لېچې لکه شاړې دښتېپکې بنګړي کتاره ولی نشېیار دې کوڼ شوی په کړنګا دپیالوپه شرنګ يې ځان ته رابللی نشې
له دروازې سر رایستلی نشېهسې نه داغ دې په لمن ولګيدچا سپرغۍ به دنظر تیره شياوربه داستا دپت په تن ولګي
دبل په غیږکې داشنا زنګيږيته يې تصویر سره خبرې کوېشپه وي په تلو ته دسلګو په ژبهدخپل تقدیر سره  خبرې کوې 
په هغه څاڅي دسرو څڼو خولهدتورو څڼو يې شغا ده هیرهاوس دشنو سترګو په رڼا راپاڅيدتورو سترګو يې ځلا ده هیره
تا لا په زړه ده دزغم تيږه ایښېهسې نه شور دې غلبلې خورې کړيلاس دې په خوله نیولی ویره لرېهسې نه غږ دې ګنګوسې خورې کړي
 پښتنې پیغلې ستا وفاته سلامیار درنه غرب ته په سفر تللی دیبیلتون دهر چا له پښو زمکه لوټيخو ستا په زړه کې يې خنجرتللی دی

ډاکتر حسن -پیښور