
ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري، د لرې پرتو سيمو اوسيدونكي له روغتيايې مركزونو اوخدماتونه بې برخې دي، په ښوونځیواوروغتونونوکې مسلکي ښوونکي اوډاکټران نه شته، ډېرې لارې خامې دي، دګردیزـخوست سړک،دمچلغوداوبواوبریښناپیل شوې پروژې کلونه ته ځنډیدلي
خلک ورځ تربلې له ناامنۍ اوپه دولتي اداروکې له فساد نه سرټکوي.
دځنګلونوپرې کول،چوراوتالان دوام لري،په لرې پرتوسیموکې انجونې په بدوکې ورکول کیږي،ښونځي ته دتګ اجازې نه لري،اوله خپلوحقونونه بې برخې دي،دګردیزدښاربڼه کوم ځانګړې توپیرنده کړې،دښارلوړپوړیزې او سوداګریزې ودانۍ هماغسې نیمګړي،اوځینې خوآن دویجاړیدوپه درشل کې دي، دپانګوالواوبریښناڅرک تردم ګړۍ نه ترسترګوکیږي.خوله دې ټولوسره سره دپکتیاد ولایتي شوراځینواستازواومدني ټولنووالي جمعه خان همدرد ته د بیارغونې داتل لقب ورکوي اوهغه دغوړمالۍ په اصطلاحاتوستايي.
په افغانستان کې داکومه نوې خبره نده،تردې وړاندې دننګرهاروالي ګل آغاشیرزي ته هم ورته لقب ورکړل شوی و،خوښاغلي شیرزي دننګرهاردښاربڼه اړولې وه،ډیر تفریحي پارکونه، میلې ځایونه،داوبوبندونه اوسربندونه،ګڼ شمیرکې ښوونځي،روغتیاي مرکزونه،بریښناکوټونه،خلکوته باغونه اوپه خپل شخصي لګښت دننګرهارځوانانواوماشومانوته ښونیزاوروزنیزمرکزونه رغولي دي.اوډیرې نورې رغنیزې چارې ېي هم کړي چې بیلګې په ډیروولایتونوپه تیره بیاپکتیاکې نه لیدل کیږي.خواوس اریانونکي خبره داده،چې ښاغلي جمعه خان همدرد ته دکومو چارواونوښتونوله کبله دبیارغونې داتل لقب ورکړل شوی؟
څوکاله وړاندې له ګردیزه دوالي رحمت الله تروتلووروسته په دولتي اداروکې دننه دهغه په مخالفینوکې نه هېرېدونکې خوشالي او هوسايي ليدل کېده،خوبرعکس دهغه پرنیږدې کسانواوهغوچې دوالي رحمت الله په شتوالي کې خپلې ګټې خوندي کړې وې دماتم ورځ وه.
په همدې ورځ جمعه خان همدرد له کابله دپکتیا دولسي اومشرانوجرګې له استازو اودافغانستان دسمیزواورګانونوله مشر غلام جیلاني فراهي سره ګردیزته راغی،په یوه ځانګړي تشریفاتي غونډه کې دپکتیا خلکوته وروپیژندل شو.
په غونډه کې والي همدردخپلې څرګندونې له نیوکواوژمنوراپیل کړې''له تیرې چې دې خواته راواوښتم نوملګروراته وویل چې پکتیا ته راورسېدو،څلورخواوې مې څارل، مافکرکاوه پکتیایوه تاریخي سیمه ده اونوم ېي ډیرغټ دی ګوندې لوی اوښکلی ښاربه ولري،خوهغسې نده،زه ترټولومخکې هڅه به وکړم چې دګردیزدښاربیادپکتیانورې برخې په ښکلي بڼه ورغوم... ''
دجمعه خان همدرد داڅرګندونې دپکتیامشرانواوولسونوته دپام وړاوپه زړه پورې وې. هرچابه داسې انګیرل چې نن اوسبا به والي ګنې پررغنیزوچارولاس پورې کړي،خووالي دنوروچارواکوپه څیردتړلودروازوترشاه په مصلحتونواویاهم په ډاګه تشریفاتي غونډواوچاروکې ښکیل شو.یومهال دسړک جوړونې هندي شرکت''لوس برجر''دخوست ګردیز سړک دبیارغونې چارې دګردیزدښاردځینوهغوهټیوچې دسړک دپراخوالي پروړاندې خنډو،له ویجاړولووروسته پیل کړ ډیرخلک به ویل ګوندې بالاخره والي همدرد مټې رابډووهل،خووروسته څرګنده شوه چې هماغه زړې خبرې دي،اودبیارغونې کومې نوې چاره نده پیل شوې.خوله لویه سره خلک بیاهم هیلې درلودې،اوانتظارېي کاږل،خووروسته داهرڅه په اوبولاهوشوې.
نه یواځې په پکتیاکې په ټول هیوادکې داډول چارواکي خلک ورځ تربلې ناهیلې کوي.اوپه خپلوژمنوکې پاتې راځي اوپه فسادکې ډوبیږي،افغان دولت له ولس سره متوازینې اړیکې له لاسه ورکوي اودغه اړیکې ترډیره په یواړخیزه توګه پرولسونوتحمیلیږي.والیان خپلوتشریفاتي غونډوته دپیسو پرمټ ملکان،قامي سپین روبي اومخوروته بلنه ورکوي.اوځینې خوآن دپوهنتون اوښونځي له زده کونکوهم کاراخلي ترڅونوروهغوته ښکاره کړي چې دوي خپلوولايتونوکې له ولسونوسره ښې اړیکې لري اوله دوي ملاتړکوي.
دډیروپه آندوالي همدرد ته دبیارغونې داتل لقب ورکړه دچارواکودټګیوبرګیودهڅونوې بڼه ده،له یوې ډډې به ولسونه،دسرسرچارواکي اونړیوال وغولوي،اوبل لورې ته به له خپلوسیالانوسره سیالۍ کړی وي.کیدای شي ګوندې همداسې یوه هڅه وي ځکه د والي همدرد په شتوالي کې دغلته پرکومې بنسټیزې پروژې چارې لانده پیل شوې اونه هم کوم نوښت ،اوډیرې هغه پروژې پلي شوي چې دبنسټ ډبره ېي نورو چارواکو ایښي و.دبیلګې په توګه دپکتیا پوهنتون، دګردیزخوست سړک،سوداګریزې اولوړپوړیزې ودانۍدااوداسې نور..
لیکوال-س-ت