
پر
افغانستان د پاکستاني توغندیو د ویشتل کېدو لړۍ له اونیو واووښته اوس خبره د
میاشتو شوه. عام وګړي او یو شمېر سیاستوال د کابل حکومت هڅوي چې د توغندي
ځواب په توغندي ورکړي او د حکومت حوصله په ناتوانۍ تعبيروي. دا خبره ترکومه
بریده سمه ده؟ د دې پوښتنې د ځوابولو له پاره لومړی باید دا وڅېړل شي چې د
پاکستان پوځ پر افغاني خاوره د توغندویو له ویشتلو څه موخه درلودای شي؟
ښکاره
خبره ده چې د پاکستان دغه کړنه کوم خاص نظامي هدف نه لري. پر هغه ځای چې
توغندي اورېږي نه هلته د افغانستان حکومتي تاسیسات شته او نه هم په کې د
افغانستان یا پاکستان د وسله والو مخالفینو د تم ځایونو څرک لګېږي. دا خو
اصلاْ د تصور وړ نه ده چې پاکستاني توغندي دې د ناټو ځواکونه او تاسیسات
وګواښي. د عامو افغانانو په نخښه کول هم د پاکستاني پوځ له پاره کوم خاص
اهمیت نه شي درلودلای نو بیا ولې دومره په خلاص مټ او پرله پسې توګه د
پاکستان له خوا پر افغانستان ډزې کېږي او آیا د افغانستان له خوا ځواب نه
ورکول د کمزورۍ یا د ډار نخښه ده؟
د پاکستان موخه څه کېدلای شي؟
که
د پاکستان هدف نه د افغان ملي پوځ ځپل وي، نه د ترهګرو ټکول، نه ناټو ته د
داړو ښکاره کول نو بل څه هدف درلودلای شي؟ ځواب یې د پاکستان د شپېته کلن
تاریخ په پاڼو کې د خلکو په وینو لیکل شوی دی. پاکستاني استخباراتي-نظامي
کړۍ، د پاکستان د جوړېدو له ورځې را په دې خوا هڅه کوي چې د هغه هېواد
نامتجانس ولسونه د یو ګډ دښمن په وېره کې سره یو کړي. پاکستان خو ظاهراً د
دې له پاره جوړ شو چې د هند په نیمه قاره کې مسلمان اقلیت د هندو اکثریت تر
استبداد لاندې را نه شي خو د پاکستان د دولت او حکومت طراحانو له هماغه
پیله د اسلام په ریښتینو اساساتو کې خپله ورکه ليدلې وه. هغو ته دا د زغم
وړ نه وه چې اسلامي اصول د فیوډالي وزمه – چودهري نظام – بنسټونه وګواښي: د
اسلام په چوکاټ کې د لویو جایدادونو د خاوندانو د ګټو د ساتلو له پاره هېڅ
وسیله نه وه. غربي دیموکراسي هم د دغو ګټو د خوندي کولو اغیزمنه لار نه
وه. پوځي-استخباراتي دستګاه د پرله پسې کودتاګانو له لارې غوښتل چې د
پاکستان بنیادي ارزښتونه بدل کړي. لومړی مستقل ریاستونه په یوه او بله پلمه
هضم کړای شول او بیا د څلورو صوبو ولسونه د یوې صوبې او د یو څو کورنیو
مهاجرو د منافعو ښکار شول. د بنګال خلک – چې له مرکز سره د پراخ واټن له
امله دومره ډېر د کنترول وړ نه وو – لومړی د تقلبي «اسلامي جمهوریت» له
لمنې ووتل. پښتنو او بلوڅو هم د خپلو حقونو له پاره مبارزه ، کله توده او
کله تړمه، جاري وساتله. سندیان هم د پنجاب د مطلق راج د ټڼينګېدو لېواله نه
وو. پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل د پاکستان نظامي-استخباراتي دستګاه
(Establishment) له پاره یو الهي موهبت و چې هم یې د پاکستان په چوکاټ کې
داخل ولسونه د یوې ګډې وېرې په برکت تر یوه حده اېل کړل او هم یې د غربي
نړۍ په مرستو کې تر ټولو پراخه برخه خپله کړه، د افغانستان د جهاد په نامه
راغلې پیسې یې د خپل نظامي څواک د پیاوړي کولو او د خپل اټومي پروګرام د
بشپړولو له پاره وکارولې. کله چې سره پوځونه له افغانستانه ووتل، کله ناکله
به غربي هېوادونو پاکستان ته غاښونه چيچل چې د جنګي الوتکو د پلور د
پروګرام ځنډېدل یې یوه بېلګه ده. پاکستان له یوې خوا له هند سره خپله دښمني
تازه کړه . د افغانستان د جګړې پر مهال د کشمیر ستونزه یو څو بنسټپالو ډلو
ته په اجاره ورکړل شوې وه خو د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته دا «داعیه» د
پاکستان حکومت رسماً خپله کړه. له بلې خوا په افغانستان کې د جهادي ډلو او
د کابل د حکومت تر منځ د تفاهم هلې ځلې د پاکستاني استخباراتو په نغوته او
نېغ په نېغه مداخلې ناکامې شوې. پاکستان خپله بقا د سیمې په بې ثباتۍ کې
ليدله او له همدې امله یې په خپل ټول ځواک هڅه وکړه چې د افغانستان دفاعي
او امنیتي جوړښتونه له منځه یوسي. په افغانستان کې د طالبانو د تحریک ملاتړ
او د هغه وخت په صوبه سرحد (اوسنۍ خیبر پښتونخوا) او بلوچستان کې د متحده
مجلس عمل قدرت ته رسول د دې تګلارې بل خوزښت و. د سپټمبر د یوولسمې له پېښې
وروسته پاکستاني نظامي-استخباراتي دستګاه بیا هم وکړای شول چې د سیمې له
واقعیتونو څخه د امریکا د حکومت بې خبري د خپلو نقشو د پلي کولو له پاره
وکاروي، د ترهګرو په پاللو او له ترهګرو سره د مبارزې په نوم یې وکړای
شول خپل هغه ناممکن خوب ته د حقیقت بڼه ورکړي چې پاکستاني عسکر په قبایلي سیمه کې د پښې ایښودلو مجال ومومي.
اوس
چې پاکستان د کونړ او نورستان پر ولایتونو د توغندیو بریدونه کوي موخه یې
دا ده چې د افغانستان خلک او حکومت ځوابي عمل ته اړباسي. که افغانستان د
کونړ په غچ کې پر باجوړ برید وکړي نو پاکستاني استخباراتو او د پروپاګندې
طراحانو ته به ډېره ښه پلمه پیدا شي چې د پولې دواړو خواوو ته پراته پښتانه
سره یو د بل وینو ته کښېنوي. له بل لوري به د افغانستان ځوابي عمل د
پاکستاني استخباراتو له خوا پر پاکستاني حریم د نړۍوال اېئتلاف تېری وبلل
شي او په دې توګه به د ګډ ګواښ په ګوته کولو له له لارې د پاکستان د
خوروورو ولسونو تر منځ د ګډې وېرې پر بنسټ د افغانستان او دلته د نړۍوال
اېئتلاف ضد احساسات راوپاروي.
تر اوسه د افغانستان حکومت په دې
ستونزه کې یو مسوولانه دریځ غوره کړی دی او پارلمان هم چې نړۍوال د پاکستان
د تېري په وړاندې سیاسي او دیپلوماتیکو اقداماتو ته هڅوي د هېواد له ګټو
سره سم روان دی. له بده مرغه په افغانستان کې ځینې احساساتي کسان، یو شمېر
لنډفکري سیاستوال او سیاسي شنونکي او په خاص ډول هغه د ملي منافعو دښمنې
کړۍ چې د جنګ پر لمبو یې ډوډۍ پخېږي کوښښ کوي چې حکومت د ماجرا لوري ته
راکاږي.
که د افغانستان حکومت او نړۍواله ټولنه د پاکستان د
نظامي-استخباراتي اسټبلېشمنټ له هیلو سره سم د پاکستان ماجراغوښتونکو
حرکتونو ته مشابه ځواب ووایي نو دا به یې ستره او تاریخي تېروتنه وي خو که د
دې پرځای، افغانستان د خپلو نړۍوالو ملګرو په ملاتړ د ملګرو ملتونو د
امنیت شورا دې ته راولي چې پاکستان د دغو تېریو له امله وغندي نو دا به د
جنګ په تاریخ کې د اووښتون ټکی وي.
د افغانستان حکومت به دومره سیاسي لید ولري، دا هغه پوښتنه ده چې ځواب ته یې ډېره خوشبیني ساده ګۍ ته ورته ښکاري.