لس کاله وروسته: اوس د افغانستان لپاره څه؟

جان سِمپسن
د بی بی سی د نړیوالو اړیکو ایډیټر
ژباړن: وسیم سجاد، همیشه بهار
اکټوبر۲۰۱۱،۱۹
نن څخه لس کاله وړاندی کله چی په افغانستان کی د طالبانو راج او تاج نسکور شو، نو خلکو فکر کاوه چی ډارونکی خوب نور اوبو ته دویلو دی. په دغه ورځ ما په کابل کی یو ماشوم ولید چی پتنګ یی الوځاوه. پتنګ الوځول د افغانانو لپاره د خوښی او ازادی سبب دی.
د طالبانو پرمهال پتنګ الوځول، سندری اوریدل، شپیلی وهل، تصویر اخیستل، ارایش کول د جرم ډولونه وو.
له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پوری افغانستان کی چی د طالبانو کوم حکومت وو د افغانستان تاریخ دی ته ورته ماډل هیڅ نه وو لیدلی. دطالبانو حکومت کی چی کوم سړي د غلو لاسونه او پښی پری کول د ددوی د عامی روغتیا وزیر وو.
کله چی دلویدیځ په مرسته طالبان په افغانستان کی مات شول نو زما ګږمان په یقین بدل شوی وو چی دوی به هیڅکله بیا رانشي.
په افغانستان د حملی پرمهال ما فکر نه کاوه چی امریکا او برطانیه به په عراق حمله کوي او هغه پیسی چی باید په افغانستان کی په بیارغونه باید مصرف شوی وای د صدام د حکومت د نسکور سبب شوی.
د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۵ په منځ کی طالبان بیا سرګرم شول چی پدی سره د لویدیځ شکونه په حقیقتونو بدل شول.
زما په فکر که دغه پیسی په بیارغونه په سیی ډول لګول کیدی او په ۲۰۰۱ کال کی دوی د عراق باندی د حملی فکرونه له ځان سره نه درلودای نو نن سبا به هرڅه بدل وو.
کله چی په افغانستان کی د برطانیی او امریکی پرتو سفارتکارو ته دغه پته ولګیده چی طالبان بیا منسجمیږي، را ټولیږي نو خپل سرونه یی ونیول چی دا څه پیښیدونکي دي.
له دی وروسته حالات خراب شول. د ۲۰۰۶ کال په اپریل کی رویټر خبري اژانس د برطانیی د وخت دفاع وزیر جان ریډ له حوالی خبر ورکړ چی برطانوي قواوی د افغانستان په بیا رغونه بوختی دي او دری کاله وروسته به په ډیری خوښی افغانستان پریږدي.
ده خو دا خبری وکړی او تیری شوی خو عذر بدتر از ګنا. سړی په خپلو خبرو کی ګیر راغلو. خو دی هم ملامت نه وو هغه مهال په ۲۰۰۶ کال کی امن وو او حالات ښه پرمختلل.

افغانستان کی ورځ په ورځ حالات خراب شول. دغه خرابتیا په عراق کی د امریکی په پالیسی اغیز وکړ چی په نتیجه کی دامریکی انتقادات په برطانیی پیل شول. امریکی ویل چی برطانویان دعراق په بصری ښار کی چی ذذړی په لاس کی ده له سختی کار نه اخلي.
امریکی غوښتل چی برطانوي ځواکونه په عراق کی له پوره زور زیاتي کار واخلي. په پای کی نتیجه داشوه چی برطانیه له عراقه ووته او خپله پاملرنه یی واپس افغانستان ته کړه.
برطانیی په خپله پالیسی کی تغیر راوسته. د بیارغونی پرځای یی جګړی ته لاس وغځاوه. برطانیی امریکی ته دا په ثبوت رسوله چی دا اوس هم جنګ ګټلی شي. تر هغه مهاله دا کومه ستونزه نه وه ځکه چی طالبان پیاوړي نه وو.
ورو، ورو طالبان پیاوړي شول او د بم جوړول یی زده کړل.
نن چی امریکی او برطانیی دا اعلان کړی چی په ۲۰۱۴ کی به افغانستان پریږدي او خپل عسکر او قوتونه به بیا ورغواړي نو طالبان نور هم زړور شول. دوی خپله حکمت عملي(ستراتیژي) بدله کړه. کابل ته یی دبیا راتګ لاری چاری وسنجولی.
طالبانو اوس،اوس په ناټو او د امریکی په سفارتخانی حملی ترسره کړی، او کیدای شي چی پخوانی ولسمشر ربانی هم دوی وژلی وي خو د خلکو د زیات انتقاد له وجی یی مسولیت ونه مانه.
له کابله بیرون دوی په څو لویو سیمو کی حاکم او قابض دي. څو کاله وړاندی چی ما د لوګر د جینکو په کوم ښوونځي کی ویډیو جوړوله، وروسته خبر شوم چی په بم والوځول شو. مطلب دا چی دوی کابل ته ډیر نږدی پراته دي.
له ۲۰۱۴ څخه وروسته د فوځونو د ویستلو اقدام کیدای شي ښه وي ځکه چی کم ترکمه طالبان به خو دجنګیدو لپاره کوم دلیل نه لري.
په افغان جګړه کی امریکی ۱۲۰ بلیون او برطانیی ۱۸ بلیونه ډالر مصرف کړیدي.
زما په فکر که  دغه پیسی په سیی طریقی سره مصرف شوی وای او په ۲۰۰۱ کال کی دوی په  عراق د حملی کوم تصمیم نه وای رامنځ ته کړی نو حالات به څه بل ډول وو.
leekwal@yahoo.com