غزل

د ډاکترحسن له غزلزارنه
ما ته په تور مخ سپینه لار مه ښیه زما پښتو ستا له تقوا  زیاته  ده
اوس مې خطا په ټیټو سترګو نشېوار به دې راشي وارخطا به دې کړم
که يې زړه غر دډبرې دی حسنهازانګه خو به پکې وي ستا دچیغو
ما په  ځان دځان زیاتی دومره ژړلیچې مې ستا ظلم ته اوښکې پاتې نه شوې
دحباب غوندې  به وچوي حسنهدلويي هوس دې وباسه له زړه نه
هسې شیخ په تاردږیري خوله ګنډلېکنه هر سړی کیسه لري دمينې
هسې دروند بار يې دجنګ راپه اوږودیلکه څوک چې جنازه دزلمي زوی وړي