نړۍ د (۳۸) تریلیون ډالر  په ارزښت پانګونې ته اړتیا لري .


تهران ټایمز : د انرژۍ نړیواله اداره وایې ،  د بیو د لوړیدا د مخنیوي په موخه باید په راتلونکو (۲۵) کلونو کې په نړۍ کې د غاز ،زیر بناوې ، انرژۍ او بریښنا په برخه کې د (۳۸) تریلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وشي ،  د انرژۍ نړیوالې ادارې دغه راپور د روان کال په نوامبر کې خپریدونکی دی . راپور  کې راغلي دي چې ددغه  پانګې نږدې نیمایي باید د بریښنا په برخه کې ولګول شي اقتصاد پوه  (فتح بیرول) په پارس کې یوې غونډې ته د شمیریزو جزیاتو ورکولو په مهال نړیوالې پانګونې اړتیا په دې ډول څرګنده کړه : (۱۷) تریلیون باید د انرژۍ د تولید په موخه و لګول شي ، (۱۰) تریلیون د تېلو په راویستنه کې ، (۱۰) تریلیون د غاز په برابرولو کې ، څه د پاسه یو تریلیون د سکرو په تیارولو کې او پاتې نوره برخه د لویو او کوچنیو پروژو په بشپړولو کې پکار دي . د نوموړي زیاته پاملرنه په منځني ختیځ او شمالي افریقا وه، هغه زیاته کړه چې ددغه پانګې زیاته برخه باید ددغې سیمې په طبعي زیرمو ولګول شي . د هغه په اند د منځني ختیځ او شمالي افریقا زیرمو څخه په راتلونکو څو کلونو کې د (۹۰) سلنې اقتصادي ودې هیله کیدای شي . بیرول زیاته کړه ، که دغه  زیرمې کار اخیستنې ته چمتو نه کړل شي نو  اغیز به یې د تیلو په نړیوالو بازارونو خورا خطرناکې وي .نوموړي د تیلو ـ تولیدونکي هیوادونه به په دې تورن کړل چې په لوی لاس د د تیلو د تولید کچه ټیټوي ، د نوموړي په اند دغه چاره د نړیوالې اقتصادي ودې مخه نیسي .