دپښتوژبې بریښنایي ښوونځي پرانیستل شول

 لیکوال ابراهیم نعیمي
دډیروخت څخه مې هیله درلوده چې دهیوادپه دننه اوپه ځانګړي ډول په بهرنیوهیوادوکې دافغاني ماشومانولپاره داوسنۍ تکنالوژي په مرسته دپښتوژبې دزده کړی لپاره یوقدم اوچت کړم . دادی دخپل ویبپاڼې www.nahimi.dk/pashto دبیلې برخې په څیرمې بریښنایي ښوونځي په دی ادرس Lowast.com خپره کړه . لنډمعلومات : دپورته ادرس په خلاصولوسره Level 1 ، Level 2 ، Level3 په کیڼه خواکې دالفبادرنګه توروسره اوپه پاسنۍ برخه کې همدغه مینولیدلای شي ولې Level 4 یي هم لري . اوهرتوری چې انتخاب کړی دهغه په اړونددرس ارویدلای شي. داویش دسویي په کچه شوی دي . هرځای چې کلیک وکړي ، ویډیويي لوست دلاس په نوشته اوکمپیوتري لیکنه لیدلای اواوریدلای شي . البته چې سویه لږلوړه شي یوازي په کمپیوترنوشته دی اوتاسویي ارویدلای شي . تاسوکولای شي چې دغه پاڼه زمادعادي پاڼې په پښتوااوانګریزې برخوکې چې پاس لیکل شوی دي ، خلاصولای شي . بایدووایم چې دنورولوستوثبتول دوام لري . اوهم په نژدي وخت کې به دلمانځه په اړوندهم ولولئ . نورپروګرامونه هم په دغه پاڼه کې په نظرکې لرم . ستاسودوړاندیزونوهرکلۍ کوم په درناوی . ابراهیم نعیمي