افغانستان د معدنونو بډايه سرچينه!


 زموږګران هېواد تاريخي افغانستان د اسيا زړۀ دى، چې د نړۍ په دغه سيمه کې جيوپولېټيک موقعيت لري او په اصطلاح د اسيا او نړۍ نبض زموږ دغه لرغونى ټابوټى بلل کېږي. د نړۍ د تېر او اوسني تاريخ خورا ځواکمن او پياوړي سترواکمن او باچاهان دلته په ګونډو شوي اودهغوى ځوړتيا او زوال له دغې استانه خاورې څخه پيل شوى دى . داداردواوفارسي ژبې لوى فلسفي شاعر، چې د خپل ټولنيز ژوند په هر ډګر کې د افغان او پښتون مېړانې، سرښېندنې، آزادۍ پالنې او اتلوالۍ ته يې د درناوي او احترام سرښکته کړى، په خپل شعرکې په  زغرده وايي:
قلب آسيا يک پيکر آب وگل است
ملت افغـــان درآن پيــکر دل اســت
  ازفساد او فساد آسيا
  ازگشاد او گشاد آسيا
د اقبال دغې پخې او د کاڼي کرښې په څېرتار يخي وينا ته په پام سره ويلاى وشو، چې د سيمې، آسيااود نړۍ برخليک ټاکنه له دغه تاريخي ځاى او خاورې سره غوټه شوى . که چېرې د آسيا او د ټولې نړۍ زړۀ ناروغ وي، نو طبيعي خبره ده، چې د آسيا او د ټولې نړۍ بدن به ناروغ او رنځور وي او که دا زړۀ  روغ او  سالم وي، نو بويه، چې ټوله نړۍ به سالمه، هوسا او نېکمرغه وي . زموږ خوږ هېواد افغانستان دا د ګوربتانو ځاله، دا زمرو ټاټوبى نه يوازې د جګړې ډګر د اتلانو کور دى، بلکې د طبيعي زېرمو او طبيعي شتمنيو يوه بډايه او ښېرازه سرچينه هم ده، چې زموږ د دغې تاريخي اوغني سيمې ارزښت او اهميت يې څو ګونه زيات کړى دى. د انګرېز ښکېلاک او زبېښاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ګټندوى لوى اتل او باتور مېړني غازي امان الله خان د هېواد د بډايه طبيعي زېرمو او شتمنيو په اړه ويل : ( آنچه خوبان همه دارند، تو تنها دارى!) زموږ هېواد ټولټال (٤٦٤) خورا غني درنګونه لري، چې سارى يې په سيمه او نړۍ کې نشته . د ځمکپوهانود څېړنو له مې هغه ټول کانونه، چې په نړۍ کې موندل کېږي، په افغانستان کې په يوځايي ډول سره شتون لري. د امريکې او افغانستان د صنايعو اودرنګونو وزارتونو د ګډو څېړنو او تحقيقاتو په پايله کې  معلومه شوې، چې دافغانستان په هره (٣٠) سلنه خاوره کې (٢٨) درنګونه شته دي،که چېرې د افغانستان د شمال بدخشان ولايت د لعلونو درنګ څخه يې را پيل کړو او دکندهار تررخام ډبرو درنګ پورې راشو، نو په دغه سيمه کې دومره ډېر درنګونه شته دي، چې که په فني ډول رااېستل شي، نو نه يوازې افغانستان په سيمه  بلکې په  ټوله نړۍ کې يو شتمن او بډايه هېواد وګرځي. د شبرغان  ګاز ، د باميان د حاجي ګک کان، چې (٢٠)  مېليون ټنه اوسپنه لري، د لوګر مس عينک درنګ، پنجشېر زمرد، د پکتيکا د تېلو درنګونه او داسې نور.... په سلګونو درنګونه، چې افغانستان ته يې ځانګړى ارزښت اواهميت ور په برخه کړى دى . ددغو درنګونو ارزښت (٣.٥) درې نيم ترېليونه امريکايي ډالرو ته رسيږي. دهېواد د صنايعواو درنګونو وزارت په فني او مسلکي ډول ددغو کانونو د رااېستلو لپاره لوړې ټکنالوژۍ او پانګې ته اړتيا لري . او داشان مسلکي او کارپوه انجنيرانو او کار ګرانو ته هم اړتيا لري. په همدې موخه د افغانستان د صنايعو او درنګونو وزارت دهغه وزارت په اډانه کې د درنګونو او نورو طبيعي زېرمو په اړه يو د معلوماتو مرکز ( Data Cente)  جوړوي، چې کولاى شي ، ددغو معلوماتو مرکز په مټ د هېواد د معدنونو د کېندلو او استخراج په لړ کې يوه مشخصه تګلاره او ستراتېژي طرحه او پلي کړي . د يوې بهرنۍ مجلې د احصايې پربنسټ که د افغانستان درنګونه په فني توګه را اېستل شي او که دا(٣،٥) درې نيم ترېليونه امريکايي ډالره دهېواد په ټول (٢٧) مېليونه  نفوس ووېشل شي، نو سړي سره (٢٥) زره ډالره هر يو کس ته رسيږي، چې داد افغانستان په څېر بېوزله، جګړه ځپلي او وچغاړي هېواد لپاره زښت ډېر عايد دى. خو ترټولو لومړى بايد په افغانستان او سيمه کې سوله او امنيت ټينګښت ومومي، ځکه د يوه هېواد د ودې اوپرمختګ لپاره تر ټولو اړين او لومړنى شرط سوله او امنيت دى او بل دا، چې بايد په هېواد کې يوه پاکه اوسالمه دولتي اداره رامنځ ته شي، ترڅو د هېواد طبيعي سرچينو څخه ترلاسه کېدونکې شتمني او پانګه په ټول ولس باندې په مساوي او برابرډول سره ووېشل شي، نو پر همدې توسن بايد افغان دولت او حکومت يوه پاکه، شفافه اوکارپوه اداره رامنځ ته کړي، ترڅو افغان اتل، باتور او سرلوړى ولس د يوه هوسا، سوکاله او پرتمين ژوند او ژواک خاوند شي .
                                                                                 د همداسې ورځې د راتلو په هيله !
                                                                                              فضل وزير هيله من