پوه او زده کړی خر

يوه جوﻻ له ملا څخه واوريدل چې شاګرد ته په قهر و اوورته ويل يې :زه کوﻻی شم چې خره ته درس ورکړم او له تا يې ژر زده کړي . بله ورځ يې د عالم مدرسې ته خپل خر راووست اوورته يې وويل :زما له خره نه ښه پوه جوړ کړه ځکه چې زه زوی نه لرم . ده ورته وويل :زه خرو ته درس نه ورکوم . څومره دروغجن يې ،جوﻻ وويل : ما واوريدل چې ده پرون دې يوه شاګرد ته ويل چې خره ته ډير ژر درس ورزده کوﻻی شم . ملا چې جوﻻ ته وکتل حيران شو چې ده ته  څه ووايي،د مجبوريت له مخې يې ورته وويل چې خر دې راوله او زه به يې شاګرد کړم .د يوه زاړه کتاب د پاڼو تر منځ يې جواری ورته اچول او خره به خوړل او پاڼې يې اړولې .او سر به يې ټيټ نيولی و .د يوې مودې په تيريدو سره د خره عادت شو ، کله چې خر په دې کار کې پوره ماهر شو ملا په جوﻻ پسې سړی واستاوه او هغه هم په ډيره بيړه راغی . دی توري پيژني او کنه ؟ په خو شحالي او هيجان شره يې سوال وکړ .عالم ورته وويل  :توري پيژني  ، زه پوره يقين لرم چې پيژني يې ، ده ګلستان تر نيمايې رسولی دی .بيا عالم کتاب راواخيست او دخره مخې ته يې کيښود او جوﻻ ته يې وويل چې لږ څه لرې ودريږه څو د خره د مطالعې مزاحمت ونه کړې .  خوشحاله جولا خپل خر وليد چې کتاب پاڼې په پاڼې اړوي او خوله کله خلاصوي او کله يې پټوي، جولا ځان سره فکر وکړچې څومره ښه سبق وايې او ډير خوشحاله کورته وﻻړ .بله ورځ ملا دا خر خرڅ کړ . يو دوې مياشتې وروسته يې اصلي خاوند راغی او دخره پوښتنه يې وکړه او همدارنګه يې وپوښتل چې مکتب خلاص کړ او که پاتې دی . هو !ملا ورته وويل : هغه هر څه زده کړل او په همدې ښار کې قاضي مقرر شو .ملا د قاضي نوم ورواخيست او له دې قاضي سره دده پخواني دښمني وه .ددې په اوريدو سره جوﻻ ډير خوشحاله شو او دمدرسې فيس يې تحويل کړ . بله ورځ يې ښه کالي واغوستل او اوربشو توبره يې هم له ځان سره واخيسته او محکمې ته ورغی چې قاضي وويني ، توبره يې پورته ونيوه او قاضي ته يې اشاره کوله او لکه خپل خر به يې چې راوغوښت په هماغه الفاظو يې قاضي توبري ته راوغوښت . قاضي فکر کاوه چې دا سړی ليونی دی او له بلې خوا ډير خلک ناست ووددوی په مخکې يې مسخرې کولې . نو قاضي سړي ته وويل چې له مخې نه لرې شه او مزاحمت  مکوه . جوﻻ ورته وويل : ته ما نه پيژنې؟ زه ستا خاوند يم  . دا ټوله کيسه يې ورته وکړه ، ښه  ښه ! قاضي ورته وويل : ددې لپاره چې دی خوشحاله کړي او ځان ځيني خلاص کړي ، ورته وې ويل :زه ستا خر وم بالکل سمه ده خو اوس حاﻻت بدل دي ته خپله وينې چې زه څومره بدل شوی يم ،بايد زه او ته خلک شکمن نه کړو . قاضي جوﻻ ته څو روپۍ هم ورکړې چې کورته ته ﻻړ شي او دا راز د تل لپاره پټ وساتي او خوشحاله واوسي .    بنو يا زمونږ افغاني سرحد