د میرمن کلتوري ـــــ ټولنیز بهیرد یوپنځوسمې اونیزې غوندې راپور


دمیرمن کلتوري ــ ټولنیز بهیر اونیزه غوڼډه د ۱۳۹۰ کال د تلې د میا شتې په درویشته نېټه د ما سپښین په دوبجو د پوهنې وزارت په کتابتون کې جوړه شوه. دغوڼدې ویانده زمزمه نیازۍ او ډاکټرشاداب مبارز د معلولو ښځو د تعلمي موسسې (A.P.W.E.O) رېسه د غوڼډې مېلمنه وه.
غوڼډه د معمول سره سم په درې برخو ویشل شوې وه.په کاري مسایلوکې په څلوروموضوع ګانو بحث وشو. لومړی د میرمن بهیرهغه پخوانۍ غړې چې اوس په ځینو رسنیو او فرهنګي ادارو کې دنده تر سره کوي د هغوي د بهیرغوڼدو ته په بیا راتګ اوهمکارۍ، د ولایتونو له بهیرونو سره د اړیکو په ټینګیدو، د انټرنیټ په اسانتیاو، د میرمن بهیر د یوه قوي مدیریت په لرلو او په دولتي ادارو کې د میرمن بهیرغړو ته د دندو د زمینومساعدول. دغه راز د میرمن بهیر له خوا دسولې مشاعرې دجوړیدو په اړه خبرې وشوې. اغلې حمیرا کاوون په خپلو خبروکې وویل: په دولتي ادارو کې د میرمن بهیر غرو ته د کاري زمینو برابرول او دهغوي د کاري ظرفیتونو په لوړوالي باید کاروشي. اغلې کاوون وویل چې د میرمن بهیرغړې باید د هیواد په اجتماعي، سیاسي، اقتصادي برخو کې خپله وڼده وښي. دوي دې تر شعرونو او کېسو پورې محدودې نه شي ځکه چې د میرمن بهیر کلتوري او ټولنیز بهیردی. په همدغې موضوع اغلې ساهره شریف او ګڼو خویندوهم خپل نظرونه اظهارکړل. همدارنګه اغلې شاداب مبارز د خپلې موسسې او د معلولو ښځو سره په مرسته خبرې وکړې او د میرمن بهیرد همکارۍ غوښتنه یې وکړه په ضمن کې د بهیرسره دهمکارۍ ژمنه هم وکړه.
د غوڼډې په دویمه برخه کې ټاکلې شوې وه چې د نعیمه غني په لڼډه کېسه کره کتنه وشي خو د وخت  د کمښت له امله راتولونکې اونۍ ته وځڼدېده.
په دریمه برخه کې ازداه مشاعره وشوه، چې حمیرا کاوون ، محموده تقوا، شاداب مبارز، نعیمه غني، زمزمه نیازۍ ، طوبی ندا ساپۍ ، ګلالۍ عمرخیل ، لېمه نیازۍ، تورپېکۍ مومند، اوګۍ امیل ، سونیتا مدبیر،ښکلا،مینې او احمدي خپل شعرونه ولوستل. ورپسې د ولایتونو له ځینو کلیو څخه د میرمن بهیر غیابي غړو د ټیلفون پر کرښه خپل شعرونه ولوستل،غوڼده د مازدېګر په څلورنیمو بجو پای ته ورسېده.
یادونه: د تېرې اونۍ په راپور کې د محبت مجلې مرستیال ښاغلي فرید احمد تسکین د مجلې د مسول مدیر شاه محمود عابد په نامه نومه لول شوی و. هیله منده یم چې ښاغلي تسکین زما بخښنه اومني او خپله همکاري د میرمن بهیر څخه ونه سپموي.
 پاکیزه ارزو