![زما د ځالې محترم ابلیس](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
ربه زما د باور سترګې باسي
دا د پوټکي لاندې پټې بلا
دا دسنتو په تعبیر کې غلط
دا د فطرت له اصلیت څه خبر؟
ماته تصویر د سپینو سپینو کېږدي
خپله د تورو شونډو غوښو ته ناست
د چا له څړیکو یې خوري
د چا په وینه د شرابو مینه
پیاله پیاله ماتوي
٭ ٭ ٭
زما باور یې په تصویر شو غلط
د لوړو لوړو آوازونو څپو
یې له خپل ځانه یووړم
زما ګام ګام په اورونو کېښود
زما یې زړه د چړې خولې ته ورکړ
سترګې مې زلفې د بڼو کې زانګي
اوښکې ترې څاڅي د غمیو په شمار
بسم الله نه وایي دا ړوند لارښود
بس پرې ناولې او خچنې پښې
زما د سترګو پر ګوهرو باندې
له شرارته راږدي
٭ ٭ ٭
زه چی د مینې په درشل ننوځم
زه چی رڼا په دعاګانو راوړم
خو راته ناست دی د اختیار ټیکه دار
لمر مې د سترګو له کونینو واخلي
ماته سحر د تور تمونو راوړي
زما له مخې نه منزل لېرې کړي
زما له واک د نعمتونو ثمر
د بهانو په داړو وشوکوي
دا په ولس د بخالت کې روږدی
زما د ځالې محترم ابلیس
ماته زما جنت دوزخ جوړوي
ماته مې ځالې نه سور تړک جوړوي
٭ ٭ ٭
زه د وختونو سره غوټه نه شوم
له خپله ګامه ډیر په شا پاتې یم
یبلې پښې مې ایښودلی نشم
اغزو په لاره کې سرونه ایښي
ځمکه کې زړه نشته نظر نشته
بس د طوفان څپو ته شور پکې دی
د کنارو سینه چاودلې پاتې
د سمندر غېږه کې اور بلیږي
اسمان د ستورو پر ځای تیږي ایښي
پر مخ یې نښه د ښکلا نشته
٭ ٭ ٭
زما د تن سیوري ته ناست بیغمه
راسره ساه په ساه یوه جامه کې
اوس مې له ژبې نه معنا لوټوي
اوس مې له نو څخه ښکلا لوټوي
نه مې درشل، نه مې محل پاتې شو
نه مې تر زړه لاره راسمه شوله
ټول کږلېچونه په بڼو سموم
د وخت سفر ته نوې لارې ګورم
هر یو موسم سره مې زړه ویشلی
هر یو ماښام نه مې رانجه اخستي
خو زما سترګو نه لا خوب ورک دی
زما اړخونو کې ارام نشته
زه خو دا خپل نوم بدلولی نشم
زه له دې ښاره تښتېدلی نشم
دلته ما چیغې او خاپوړې کړي
دلته ما منډې کړي، لوبې سرکونډولې کړي
خلک په ګونځو شونډو اوس هم خاندي
زما په پیغله خوله کې غم بوډا شو
خدایه!
نور مې دا غم ووژنې
دا تور ماتم ووژنې
او چی زما د اندیښنو وږي دي
زما د غم، زما د درد تږي دي
هغوی په درد ماړه کړې
هغوی په غم او په ماتم ماړه کړې
============
۲۰۰۸ ـ ۱۲
ـ ۲۹