![غزل](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
کله په یادونو د د ګل غوندې تازه شمه ۰ کله په یادونو د اور واخلم سره لمبه شمه۰ځنګه پتنګ سوۍ لوۍ پروت وې اور لمبو خوا کی۰ ستا غمونو کړم دغسی دغسی لیده شمه ۰کله زه دا خپل ګریوان راونیسم تار تا ر یی کړم ۰ستا د غمو زور شی لکه خاورې ا و ایره شمه هیڅ می د دنیا خوږه ترخه نوره پکار نه دی ۰کاشکی ښکلیه یاره چی ستا زلفو کی ویښته شمه ۰ ته چی په روژه کی یوې ښې تندې اخیستۍ وې۰ ستا تنده چی ماته کړم یا کاش هغه اوبه شمه ۰ هیڅ به په دنیا کی د دنیا غم نه بې غم نه شم ۰ هله به بې غم شم چی ستا غیږه کی بیده شمه ۰ ونیسم اینې ته مخ ځوانې زما رایاده شی ۰ سر په ځنګون کیزدمه ژړیږم چی دا څه شمه ۰زه چی مجبورې او غریبې دواړو کی ګیر شومه ۰ ځکه خو خوستی د کلی تلو ته زړه نا زړه شمه