په اسلام آباد کې د افغان سفارت مطبوعاتي اعلاميه

اسلام آباد ـ  د ۲۰۱۱ د اکتوبر۱۳ مه . څرنګه چې محترمو مهاجرینو ته معلومه ده چې په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوۍ سفارت په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د حج د فریضې ادا کولو زمینې برابرولو په موخه څه موده وړاندې خپلې هلې ځلې پيل کړې او په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوۍ سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي د پاکستان د مهاجرینو او د سرحدي چارو (SAFRON) او د مذهبي چارو وزیرانو سره د همدې مقصد لپاره لیدنې ترسره کړې. نوموړو هم د خپلې همکاریو او هم یی د سعودي مقاماتو سره د موضوع د مطرح کولو ژمنه وکړه.  نن بیا افغان سفیر ښاغلي داودزي د پاکستان د مهاجرینو او د سرحدي چارو (SAFRON) وزیر ښاغلي انجینر شوکت الله خان سره د یادې موضوع په موخه لیدنه ترسره کړه. انجینر شوکت الله خان وویل چې د حج پروسه باید حد اقل شپږ میاشتې مخښکې پيل شوې وای . په دې اساس سعودي مقاماتو ونشو کولای چې یادې غوښتنې ته په وخت رسیدګي وکړي .
 هیله ده  چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو لپاره راتلونکې کال د حج د فریضې ادا کولو زمینه برابره شي.