
څنګه چي ټولنه دافرادوله اتحاد، ګډژوند اوتعامل څخه منځ ته راځي اودسعادت نيکمرغۍ ،راحت اوخوښۍ عوامل تامينوي نودانشي کيداي چي انساني افرادهريو په ځانګړي توګه يوله بل څخه جلاجلاژوند وکړي اوڅه چي دژوندايجابات اوغوښتني وي دهغه په لاره کي موفقانه قدمونه واخلي اوهغه په لاس راوړي .
همداعلت دي چي اسماني اديان اوشرايع چي دانسان ددنياوي اواخروي نيکمرغي اوسعادت لپاره ابلاغ شوي دي دانساني افردوموجوديت اوژونديي په ټولنيزچوکاټ کي ښودلي دي دښواساساتواواړيکوله مخي دښي حساسي ،قوي اومترقي ټولني دجوړولوغوښتنه کړي ده داسلام مقدس دين دفرداوټولني په منځ کي قوي علايق منځته راوستي دي اودټولني موجوديت اوژونديي دحق پرستۍ ،اخلاقي فضايلو، دنيوي اواخروي علم اوکارونو،مال اواقتصاد، بشردوستي ،سياسي وحدت نظام اوامنيت ، دحقوقوداحترام ،مشوري اوتفاهم ،يوبل ته په نصيحت اوارشاد، ښه معاشرت اوتعامل ،مرستي اوښيګڼي په قوي اساساتواومباديواوداسي نوروسره ګرځولي دي اودايي ندي غوښتي چي په ټولنه کي ناروغ وي اوطبيب اومعالج دهغي دعلاج اوتداوۍ اودهغه دصحت اوقوت داعادي کولوپه لاره کي قدم وانخلي ياپه ټولنه کي بي وزله اومحتاجان وليدل شي اوپه څنګ کي يي دمال اوشتمني خاونددانساني درد، عاطفي اوښي ګڼي په نه ښودلوسره شپي سباکړي اودهغوي سره دمالي مرستي اوښيګڼي روحيه ونه ښيي .
ياپه ټولنه کي څوک دژوندانه داړتياوواوستونزوپه ګردآب کي غرق وي اودقدرت اوتوان خاوندهغه ته دنجات اوخلاصون لاس اوږدنکړي يا په ټولنه کي ناپوهان وي اودعلم اوبصيرت خاوندان دهغوي دپوهولومسئووليت ترسره نکړي اوياپه ټولنه کي داسي کسان وي چي دحق اوحقيقت ،دصلاح ،تقوي اوټولنيزوښيګڼولاره ئي ورکه کړي وي اونورکسان هغوي ته دښي اوسمي لاري ښودنه ونکړي . څنګه چي فردټولني جزاوټولنه دافرادوکلي حيثيت اوموجوديت اويوپه بل سره متاثرکيږي نوبايده دي چي هرفردپخپل نفساني ،عقلي ،علمي اوعملي تهذيب اوښه توب سره دټولني صالح اومفيدغړۍ واوسي خپل فرضي اوټولنيزمسئوليتونه په رښتينولۍ، امانت ،پاک نيت ، ثبات اواستقامت سره ترسره کړي اودژوندانه په ټولو چارواوحالاتوکي دښه معقوليت اوسنجش خاونداودټولنيزتضامن اوښيګڼواودقوانينواومقرراتواحترام ولري اودنصيحت اوخيرخواهي له لاري دټولني دکلي موجوديت کشتۍ دژوندانه په سمندرکي روغه اوقوي وساتي څوټول آرام اونيکمرغه ژوندولري اودټولني دمادي اومعنوي ارتقا اوپرمختګ په لاره کي په بري سره مخ په وړاندي ګامونه واخلي .