لاليشکو

لاليشکو
د اجمل خټک د کتاب د افغان ننګ څخه
د پيښور جيل کې څه دوه زره قيديان وو ـ خو په ټولو کې ښکاره يو ښکلے ځوان افغان
قيدي وۀ ـ چې د جيل هرې احاطې ، بارک ، لنګر ، کارخانې ، بي کلاس او پانسي ګهاټ ته
ورتلے شو ـ او لکه د نورو قيديانو دده په ګرځيدو راګرځيدو هيڅ بنديز نه وۀ ـ دغه
شان دده نه هيڅ مشقت هم نه اخستے کيدو ـ بلکه د جيل د سپرټينډنټ (رئيس) نه واخلې تر
هر سپاهي او هر قيدي ، هر چا به دده سره ټوقې ويشتې کولې ـ هر چا چې به ليدو ، آواز
به ئې پرې اوکړو ـ لاليشکو! څنګه ئې؟ او لاليشکو به په غوږ لاس کيښو ، په کندهاري
طرز کې به ئې يوه ښکلې ټپه پورته کړه او بيا به په ګډا شو او په مخه به يوی خوا ته
لاړو ـ

لاليشکو سور سپين او
ښائيسته زلمے وۀ ـ په تندي ئې شين خال و ـ سترګې ئې د پوزې نه ښايئسته وې او پوزه
ئی د سترګو نه ـ ډال تندے او ډک اننګي ، په قد ميانه ، نه دنګ نه مندرے ، په وجود
ښه مزے او په خوۍ بوۍ څوک ښه خانداني ، خو دسر نه تر پښو بربنډ ، صرف فرض ئې پټ او
په ژوند ژواک ليونے پاګل ـ
په غاړه به ئې تر زنګنونو پورې اوږد زرچيړ وۀ ـ د سګرټو د خالي ډبو اؤ الا بلا امېل
غوندې اچولے وۀ ـ بل ئې د جيل ټکټ هم په غاړه کې اويزان کړے وـ په اوږه به ئې يوه
شليدلې بورۍ کې کاغذونه ماغذونه او ترخ کې د شليدلو جامو غوټه ، په سر د اونو د
پاڼو تاج او لاس کې يوه د غوړو خالي ډبه چې ده به غږوله او کوچۍ سندرې به ئی ورسره
وئيلې ـ دا وۀ لاليشکو!
خو په دې حالت کې دومره عجيبه سړے و ، چې جيل کې داسې کس نه وۀ چې هغه به د لاليشکو
سره ګپ لګولو نه خوند نه اخستو ـ سره ددې چې ددې ليوني په خبرو کې هيڅ ترتيب ،
تسلسل يا څه خاص مضمون يا موضوع هيچا ته نه معلوميده ـ خو دده اوتو بوتو ، هغه دغه
، يو غر بل غر او کله ناکله متلونه ، مصرعې او ورسره حرکات د هر چا خوښيدل ـ او هر
چا به غوښتل چې دے ورسره کيښني ، ګډې وډې اووائي او خندا او ګډا اوکړي ـ خو لاليشکو
د هيچا سره نه کيښناستو ، نه هيساريدو او نه مشغوليدوـ ټوله ورځ به اخوا ديخوا بې
نيازه او بې پروا ګرځيدو او د شپې به کوزه حوالات کې لسم لمبر بارک ته د هغه
حوالاتيانو سره بنديدو چې د پيښور ښار نه په جوارۍ ، نشه ، غلا، جيب وهلو ، پڼې يا
څپلۍ پټولو يا بل ډير بدنام جرم کې راوستي شوي وو ـ خو وائي چې لاليشکو به هغه بارک
ته صرف اودۀ کيدو له تللو او د بارک د بنديدو سره به تر لمر خاتۀ اودۀ وۀ ـ ځکه چې
ټوله ورځ به په ګډيدو او ګرځيدو ښه ستړے شوے وۀ ـ ماته يوه ورځ د اسپتال ډاکټر ويئل
چې ُ ُ لاليشکو ليونے دے خو غرق خوب ئې د ليونو نه دے ـ ‘‘
عجيبه دا وه چې بغير د لنګر د ملازمانو او مشقتيانو نه بل چا ته معلومه نه وه چې دے
څه خوري او کله خوري ـ ځکه چې دۀ هيچرته د چا سره خوړل څښل نه کول ـ چې چا به ورته
اوويل ، راشه څه اوخوره يا اوڅښکه ، نو دۀ به چيغه کړه ؛ لاليشکو – الا – الا – الا؛
او په منډه منډه به د هغه ځايه اوتښتيدو ـ
لاليشکو به هر سحر د جيل لوئې دروازې سره ولاړ و او چې آزاد شوي قيديان به کور ته
تلل ، نو ده به ورته خندا ، ګډا او ټپه کوله ـ چې هغوۍ به اووتل نو ده به په دواړه
لاسه د جيل تورې تمبې ډبول شورو کړل او چغه به ئې کړه ـ ُ ُ يه صيب! چې دا ټول کور
ته ليږې نو يوه ورځ لاليشکو هم اوليږه کنه ـ ‘‘
زه چې ئی پيښور جيل ته بوتلم ـ څه وخت مې تير کړو او کتابونه مې پيدا کړل نو د خپلې
چکۍ (اتلسمې) په وړاندې به مې کمبل واچولو، په کمبل به ناست ووم کتاب به مې کتلوـ
دغه ورځو کې لاليشکو جيل کې ښه مشهور شوے وۀ ـ د ورځې به څو څو ځله مخامخ پانسي ګاټ
ته د پانسۍ قيديانو ته راتلوـ هغوۍ يو يو ته به خنديدو او ګډيدو ـ ما اول ځل دے
دلته اوليدو چې خپل د ټيم ډبلے ئې ښه په سور غږولو ، دا ټپه ئی کوله
په بلۍ رو ځه ګله روځه
باد دې د زلفو بوئې راوړي تازه پرې يمه — په بلۍ روځه
او ددې ټپې سره ډير په خوند خوند داسې ګډيدو لکه فنکارـ
ما چې ورته اوکتل نو سړے په ټول کړه وړه ليونے دے خو د ډبلي ساز او ګډا ، دا منظم
ښکلے انداز ئې د روغو ښکاري ـ فکر ورته يوړم ـ او په تماشه ئی شوم ـ لاليشکو لږ وخت
هلته تير کړو او بيا زما لوري ته راراوان شوـ چې ما ته راورسيدو نو مخامخ را
اودريدوـ يوه لحظه ئی ماته کتل ـ نوے قيدي ورته ښکاره شوم ـ نو زما جاج ئی اخستو او
زر ئی ډبلي ته ټنګ ورکړو ـ په ګډا شو او بيا ئی دا ټپه اوئيله
يو د سالو په نولس ګله
بل دې زيړي چارګل ته بنګ ورکړي دينه
ددې نه پس زه لاليشکو ته متوجه شوم ـ او هر چيرته چې به په نظر راغلو نو ښه به مې
څارلوـ او هر حرکت به ئې ما تللو ـ تر دې چې ورو ورو مې ځان سره بلد کړو ـ خو صرف
دومره چې ما سره ئی تګ راتګ د نورو قيديانو نه ډير شو ـ او بل چا سره به نه
کيښناستو ، ما سره به کيښناستلوـ او د خپل ترخ د پنډوکي نه به ئې ګډ وډ کاغذونه را
ايستل او يو يو به ئې هسې کتو بيا به ئې پنډوکي کې سمبالؤلوـ ما به ورته ددۀ د
خوشالولو لپاره د افغانستان د تاريخ ، ښارونو ، شاعرانو او مشهورو شخصيتونو خبرې
کولې ـ دومره پوهيدم چې خبرې مې اوري خو څه تاثر پرې نه ښايي ـ صرف يوه ورځ ئې د
خلې نه اوختل : ُ ُ خوشال خټکه! په درنو درون په سپکو سپکه ـ ‘‘ دده دې وينا زما دا
اندازه پخه کړه چې لاليشکو ليونے نه دے ـ
دوه درې مياشتې پس چې اوړی ( د ګرمۍ موسم ) راتلو نو لاليشکو ماته اويل چې : ُ ُ
اغا! ماته نکريزې را اوغواړه ـ ‘‘ ما ورته ويل چې نکريزې څه کوې؟ هغه ويل چې په ځان
ئې تپم چې څرمن مې سخته شي ـ د ګرمۍ مقابله اوکړي ـ ما چې دا خبره واوريده نو
خوشحال شوم چې د لاليشکو راسره يارانه جوړه شوه ـ ځکه چې ده نه تر اوسه د چا نه څه
غوښتي وو ، نه څه اخستي ووـ بله دا چې خبره کې ئې ليونتوب نه و ، دا په ما اعتماد و
ـ ده دا خبره کوله چې ماته دوه قيديان راغله او ددې سره دے پاڅيدو ، په ګډا شو ـ او
په کوچي طرز کې ئې دا لنډۍ اوويئله :
راځه راځه چې لنډۍ وايو
لنډۍ لاښې وي د زړه غم غلطوينه
په دغه ورځو کې د جيل سپرنټنډنټ شيخ صاحب و ـ د شيخ صاحب ځوان زلمے زوئے ناڅاپه
وفات شوـ نو دے ډير خپه شوـ د زوئي د مرګ غم ډير اودړدولو ، نو زړه ئې هم نرم شو او
رحم پکې زيات شوـ يوه ورځ چې په ګشت راغلو او ماسره ئې لاليشکو ناست اوليدو او
لاليشکو ورته پاڅيدو ، سلام ئی ورته اوکړو او ورته ئی اووييل : ُ ُ پلاره! يه پلاره!
په ما به کله رحم کوی؟ په غاړه کی ئی اويزان د جيل خانې ټکټ ئی ورته وړاندی کړو ؛
يه پلاره! جار دې شم ـ دلته مضاء (دستخط) اوکړه کنه ـ ما ايله کړه چې ځم کورته
لاړشم ـ بال بچ ته به دې ټول عمر دعا کووم ـ ‘‘ شيخ صاحب لاليشکو ته لاندې باندې په
زير زير اوکتل او يو سوړ اسويلے ئی اوکړو ـ روان شوـ په تلو تلو کې ئې څو ځله
لاليشکو ته مخ راواړولوـ زه پوهـ شوم چې د لاليشکو پلاره ، پلاره کولو او بال بچ ته
د دعا خبرې شيخ صيب ته خپل نزدې مړ شوے زوئے راياد کړ او اودرديدو او اوغميدو ـ
چې شيخ صيب د ګشت نه واپس خپل دفتر ته اورسيدو نو ما پسې ئی اردلي راوليږلو او دفتر
ته ئې راوبللم ـ
چې زه دفتر ته ورننوتم نو شيخ صيب مې په کرسۍ ډير زهير داسې ناست اوليدو چې دواړه
څنګلې ئې په ميز ايښې وې ـ خپل مخ ئې په دواړو لاسونو کې نيولے وۀ ، فکرژن او غمژن
ناست وۀ ـ زما په ليدو ئی سر راپورته کړو ـ په هغه کرسۍ باندی ئې راته د کيښناستو
اشاره اوکړه چې ده ته مخامخ د ميز خواته پرته وه ـ او بيا ئی رانه تپوس اوکړو چې دې
جيل کې بل کوچے قيدي شته کنه ، بس دے يواځې دے؟ ما ورته ويل چې صيب! ددې نه خو به د
چکر جمه دار خبر وي خو چې زه څومره معلومات لرم ، نو بل داسې افغان نشته ـ ددې جواب
په اوريدو شيخ بيا فکر کې ډوب شوـ يوه لحظه غلے و بيا ئې ماته اوويل چې نن دريمه
ورځ ده ـ دلته د جيل نه باهر يوه کوچۍ پيغله ناسته ده ـ چې زه کور ته ځم راځم نو دا
ناسته وي او ځان ئی په څادر کې ښه کلک نغښتے وي ـ موږ ډير کوشش اوکړو چې دا ددې
ځايه پاڅؤؤ ، خو هغه نه پاڅيږي ـ که زور ورسره کوو نو ښځه ذات ده ښه خبره نه ده ـ
زما خپل زړه د بچي په مرګ ژوبل ژوبل دے ـ ددی جينۍ سره زه زياتے هم نه شم کولے ،
رحميږم او ورته زهيريږم ، خپه کيږم ـ موږ ټول افسران حېران يو چې دا څوک ده؟ څه
وائي؟ څه غواړي؟ او ولې دلته ناسته ده؟ موږ ډير کوشش اوکړو خو د خلې نه ئې هيڅ خبره
نه را اووځي ـ زما پرې ډير زړه سوزي خو حېران يم چې څه ورسره اوکړم؟ زما کور والا
هم د زوئي په غم غمژنه چې ددې نه خبر شويده نو ورته راغلې وه ـ کوشش ئې کړيدے چې
کور ته ئې بوځي خو دا له دې ځايه نه خوځي ـ زما پرې ترس راځي نو وايم چې دلته ناسته
وي نو ناسته دې وي خو يو ملازم مې ورته څوکيدار اودرولے دے ـ زما کور والا د زوۍ په
ارواح حلوا ، پلاؤ ، پراټه او څه پاخه کړي نو دې ته ئی را اوليږي ـ خو ددې سره
پراته وي ـ د شپې ترې لږه څښکه اوکړي او بس ـ ته څه وائې؟ دا څه قيصه کيدے شي؟
ما چې د شيخ صاحب په نرمه او دردناکه لهجه دده دا خبره واوريده نو زه فکر واخستم ـ
د ډير سوچ نه پس ماسره دا سوال پيدا شو چې دا پيغله د لاليشکو سره څه تعلق خو نه
لري؟ او د هغه تکل کې خو نه ده راغلې؟ نو شيخ صاحب ته مې اوويل چې داسې نه وي چې
ددې کوچۍ د لاليشکو سره کار وي؟ شيخ صيب سمدستي جواب راکړو ُ ُ ما چې وختي لاليشکو
اوليدو او دا جينۍ مې په ذهن کې وه نو ما ته مې دې زړه ويل چې شوي ناشوي ددې کوچۍ
په دې کوچي کې څه غرض دے ـ
ما چې د شيخ صيب د زخمي جذباتو اندازه اولګوله او دده زړه کې د رحم د جوش جاج مې
واخستو نو ښه موقعه راته ښکاره شوه چې که د باهر ناستې مسافرې جونې او د جيل دننه
ليوني زلمي تر مينځه که څه وي نو د شيخ صيب د نرم زړه په وجه معلوميدے شي ـ ما شيخ
صيب ته اووئيل ؛ شيخ صيب! زما زړه ته يوه خبره راغله ـ وئې کړم؟ هغه اووئيل ـ هو هو
ـ ضرور ئې اوکړه ـ ما ورته اوويل چې شيخ صيب! ماته معلومه ده چې خپل ځوان او زلمي
زوۍ پسې څومره زهير ئې ـ دغه شان که دا دواړه خپلو کې څه وي نو دوۍ به هم يو بل پسې
څومره دردمن وي؟ کۀ ته دا دواړه مخامخ کړې او دوۍ د يو بل په ليدو لږه تسله شي! ما
دومره وئيلي و چې د شيخ صاحب باڼه لامده شول ـ او ما ته ئې اوويل چې ته کوشش اوکړه
ـ لاليشکو زما دفتر ته راوله ـ او زه چکر جمعدار دغه کوچۍ پسې ليږم ـ
ما لاليشکو په چکر کې د اونې لاندې د لنګر په مشقتيانو کې په ګډا او خندا پيدا کړوـ
او په چل ول مې ورته اوويل چې ټکټ راکړه ـ چې صيب ته ئې يوسم او درته معافي واخلم ـ
هغه دستخط اوکړي ـ او ته ايله شې ، چې کور ته لاړ شې ـ او په دې بانه چې صيب درسره
ښه کوي ، او تا کور ته ليږي ، نو داسې بربنډ مه ورځه ـ دا د هغه بې ادبي او بې عزتي
ده ـ راشه ! ځما جامې واچوه او ماسره دفتر ته لاړ شه ـ او پټ غوندې مې ورته غوږ کې
ويل چې څوک کوچۍ پيغله راغليده ـ زموږ اندازه ده چې ستا څوک ده ليونے کيږه مه ـ
راځه هغه به تا اوويني او ته به هغه اووينې ـ که واقعي ستا څوک وي نو ملاقات به
اوشي ـ
لاليشکو چې دا واوريدل نو اول ئې هيڅ نه منل ، اوس هر څه منلو ته تيار شوـاو ماسره
د صيب دفتر ته لاړو ـ
په دفتر کې هغوۍ پيغله هم په دغه ډول خبرو اترو آماده کړيوه ـ او د صيب دفتر کې په
مزکه ديوال ته مخ کړې ناسته وه ـ چې زه او لاليشکو په دفتر ورننوتوو ، او پيغلې د
تور څادر نه په يو سترګه لاليشکو اوليدلو او د لاليشکو نظر په هغې پريوتو نو دواړه
بې اختياره يو بل ته غاړه وتل ـ مونږ چې دا تماشه اوليده نو ورو ورو ټول دفتر نه
باهر ته اووتلو او هغوۍ دواړه مو دننه پريښول ـ
لږه لحظه پس پيغلې د دفتر ور لرې کړو ، او د لاليشکو سره را اووتله ـ او جلته جلته
باهرنۍ دروازې ته اورسيده ـ د صيب په وينا دروازه پرانستے شوه ـ او کوچۍ په دوړه د
جيل او د جيل د علاقې نه باهر اووته چې څنګه ئې د راتلو نه موږ نه وو خبر ، چې څنګه
راغلې وه ، دغه شان ئې د تلو نه هم مونږه خبر نه شوـ چې څه شوه او کوم خوا لاړه ـ
لاليشکو د جيل باهرنۍ دروازې پورې دننه ولاړ پاتې شوـ بيا راروان شوـ او د تورې
دروازې په تمبړۍ لوۍ جيل ته ورننوتوـ خو ددې نه پس هغه بربنډ ليونے ، ګډيدونکے ،
خنديدونکے ، سندرغاړے او ګډ وډ لاليشکو نه وۀ ـ سنجيده ، خاموش ، فکرونو کې ډوب لږ
ماسره ، ډير د پهانسۍ د قيديانو سره او د هغې نه ډير لائيبريرۍ کې ناست وۀ ـ نه ئې
چاسره خبرې کولې ، نه ډير ګرځيدل ـ لاليشکو بدل شوـ لاليشکو پاتې نه شوـ يو نولجن
افغان قيدي پاتې شوـ د جيل فضا ئې د خندا ، نڅا او ټپو نه خالي کړه ـ د زړه او ذهن
زخمونو او د اغونو سره مشغول شوـ
زه تر اوسه نه شم پوهيدے چې شيخ صيب په کوم قانون او کوم ترتيب لاره جوړه کړه او څو
ورځې پس ئې لاليشکو ته د حکومت نه حکم راواخستو چې د جيل نه دې بهر شي ، د
افغانستان پولې ته دې اورسول شي او هلته دې ايلۀ شي ـ
مالا سحر ورزش کولو چې جيلر راغے ، ماته ئې وئيل چې لاليشکو چيرته دے؟ پوليس ورپسې
راغلے دے ، بوځي ئې ـ او هغه ليونے به چيرته ګډيږي يا خنديږي ـ په دې کې هغه
راښکاره شوـ خپلې زړې افغانۍ جامې ئې اغوستي دي ـ او په پانسي ګاټ راشورو شوے دے ،
د يو يو قيدي نه اجازت اخلي ـ چکر جمعدار ورسره دے ـ هغه ئې راديکي او دے هر يو ته
سلام هم کوي، لاس هم ورکوي ، د رهائې دعا هم ورته کوي ـ چې ما اوليدو نو زه او جيلر
ور روان شو او هغه تر ما را رسيدو نه وړاندې زه ور اورسيدم ، ورغاړې وتم ـ د
رهاکيدو مبارکي مې ورکړه او په مخه ښه مې ورته اوويئل ـ هغه يوه لحظه ماسره خاموش
ولاړ و ـ بيا ما ته په په دويم ځل راغاړه وتو ، او چې راراوان شو نو وئې وېئل
اے د زمانې باده ـ ځه په خپله لاره ځه
ځه ځه په قلاره ځه ـ مه چيړه ، ما مه چيړه
اوس پوهـ شوم چې لاليشکو څوک تعليم يافته ځوان دے ، زما اشعار ئې لوستي دي , او ما
پيژني ، نو ځکه د نورو مقابله کې ما ته نزدو نزدو کيدو او ما سره به کيښناستو ـ
زه هم د جيلر ، د چکر جمعدار سره دده په جلب کې تر ګيټ پوری ورغلم چې لاليشکو د
تورې لوئې سپيرې دروازې نه په وړه تنګه تمبړۍ وتلو نو په ټول جيل ئې نظر اوغورزولو
او دا ټپه ئې اوکړه او لاړو
د جيلخانې د مينځ چناره
مولا دې ګل کړه چې قيديان دې بويوينه
خبره زر زر کيږي او وخت ورو ورو تيريږي ـ په دې واقعاتو څه شل کالۀ شوي و ـ زه
افغانستان کې ووم ـ موږ د کابل نه کندهار ته روان و ، قلات غلزي کې مو موټر کې تېل
اچول غوښتل چې د پټرولو په پمپ کې اودريدلوـ زموږ نه مخکې يو موټر تېل اچول ـ زموږ
په ليدو د موټر نه يو ښکلے زلمے راکوز شو او نيغ مونږ ته راغے او په ما ئې ډير په
مينه سلام واچولوـ زه هم د ګاډي نه راکوز شوم لاس مې ورکړل او عليک سليک مې ورسره
اوکړل ـ سړي ښه يورپي دريشي (سوټ) اچولے وۀ ، ښه سور سپين ، د پوخ عمر يو تندرست
پښتون دے ـ ماته مخامخ ولاړ دے ، نيغ نيغ راته ګوري ، سترګې ئې ځليږي او شونډې ئې
داسې رپيږي غوندې چې زه پرې سم نه پوهيږم ، چې موسيدو ته جوړيږي که راپاريدلي جذبات
قابو کوي ، کۀ څه ويل غواړي خو ويلے نه شي ـ زه ئې کړه وړه او دې حالت ته حيران يم
چې دا څوک دے؟ او ولې داسې عجيبه خاموشۍ کې ډوب ولاړ دے؟ اخر ئې څه لږه لحظه پس خلۀ
پرانسته او ما ته ئې اوويل : ُ ُ خټک صيب! زه دې اوپيژندم؟ دده په وينا ما نور هم
په غور ، زير او حيرت ده ده کتل شورو کړل ـ سترګې مې پرې ډيرې خوږيږي خو ذهن ته مې
نه راځي ـ په دې وخت کې مې د هغه په تندي تت شوے خال په نظر راغے ـ او چې نور مې په
فکر فکر د هغه وروځو او پوزې ته اوکتل ، نو د پيښور جيل ليونے لاليشکو راياد شوـ او
ددې سره مې هغه ته اوويل ؛ ته لاليشکو خو نه ئې؟ هغه راغاړه وتو او سينې سره ئې
جوخت زور راکړو ـ راته ئې ويل ؛ د پيښور جيل لاليشکو او ددې ځاېې حسن؛ او ددې وينا
سره ئې موټر کې ناستې بي بي ته اواز ورکړوـ ُ ُ يه پشمينی! زر راشه ! دادے هغه خټک
صيب! او ددی اواز اوريدو سره موټر کې ناسته زنانه راکوزه شوه ، او په منډه منډه تر
ما را اورسيده ، او د راتلو سره سمه زما په پښو پريوتۀ ـ چې ما ورته اوکتل نو هم
هغه کوچۍ وه ، چې د پيښور جيل د شيخ صيب دفتر کې مې ليدلې وه ـ خو هغسې غوټۍ نه وه
، وخت غوړولې وه ـ رښتيا وائي چې غر په غر نه ورځي ، سړے په سړي پيښيږي ـ
حسن (لاليشکو) او پشمينه (کوچۍ) هم دې ملاقات ته حېران ووـ او خوشحال ولاړ وو ـ زه
هم ددوۍ په ليدو خوشحال او د خدای کارونو ته حېران ولاړ وم او ماسره د قلات ګورنر
او زما ملګري هم يو بل ته ګوري ، چې دا څه معامله ده؟
حسن ما ته ويل چې په اتريش (ويانا) کې فوځي اتاشي يم ـ او دا هغه مسافره کوچۍ ده ،
چې اوس ځما ميرمن ده ـ زه هلته خبر شوے ووم چې تاسو افغانستان ته راغلي ئۍ ـ زه اوس
سردار داؤد خان رابللے يم او ډير زر اطرش ته او هلته نه فرانسې ته روان يم ـ
راتکونکو مياشتو کې به دلته وزارت خارجه کې وظيفه راکوي ـ بيا راځم نو کابل کې به
سره زړې نوې وايوـ زه به درته خپله کيسه کوم چې څنګه د پيښور جيل ته رسيدلے ووم ـ
پشمينه به درته خپل حال وائي چې په کوم ډول زما نه خبر شوې او پيښور جيل ته راغلې
وه او ته به راته خپل بيان کوې چې څه وو او څه اوشول؟ څنګه افغانستان ته راغلې او
څنګه به واپس ځې؟
يوه شيبه هلته ولاړ و ـ د يو بل په ليدو نه مړيدوـ خو اخر هغه د کابل په لور او موږ
کندهار ته روان شوـ په دې ارمان جدا شو چې کابل کې به ډير زر وينو ګورو ـ ولې افسوس
چې هغه د کابل وزارت خارجه ته رانغلے شوـ ځکه چې لږې ورځې پس داؤد خان اوژلے شوـ او
په افغانستان کې حزبيان حکمرانان شول ـ د حسن خان په شان د داؤد خان دوستان د ملک
نه باهر پاتې شول ـ
تير کال زه د افغانستان نه راغلے ، په خپله حجره کې ناست ووم چې يو ښايئسته موټر
راغلوـ زه ورپاڅيدم ، ګورم چې مشر خو د کشرانو نه زيات جوړ جوړولے سړے او يو ورسره
لکه پيځلس کلن شهزاده زلمے ، چې دا فرق نه کيدو ، چې پښتون دے که يورپي؟ تر ښکته
راکوز شول ـ خو چې دغه مشر سړے ماسره غاړه غټۍ کيدو نه پس هغه ته اوويل چې ؛ځويه!
دادې کاکا خټک اجمل دے او هغه زما غيږ ته رانزدې شوـ او وئی ويل ؛ کاکا جان! زما
ډير ارمان و ، چې تا اووينم نو زه پوهـ شوم ، چې په يورپ کې لوۍ شوے پښتون زلمے دے
ـ تندے مې ورته ښکل کړو ـ او ځان ته مې راجوخت کړوـ
ولې سوچ کووم چې دا څوک دي؟ خو ښه ده چې د حسن پوزې ، سترګو او تندي زما کار اسان
کړو او دوباره له دې وينا سره ورغاړه وتم چې ؛ لاليشکو!؛ زما کور ته په خير راغلې!
او دغه شان زما د څلويښتو کالو زوړ يار ، د پيښور جيل ليونے لاليشکو زما کلي ، حجره
او کټ کې ما سره کيښناستوـ چې خدايی ئې کوي ، نو هغه کارونه هم اوشي چې عقل ته ګران
ښکاري ـ 
حسن خان چې دمه شو نو ماته ئې ويل چې زه د ډير لږ ساعت لپاره راغلے يم ـ او زر به
درنه ځم ـ زه نن سبا د خپلې کورنۍ سره په سوئيزر لينډ کې اوسيږم ـ څه د ګوزارې
کاروبار کووم ـ دا مې ځوئے دے ـ دده وادۀ مې تيار کړے ، خو دی زړه راته اووې چې
لاليشکو! تا خو سوګند کړے وو چې نکاح به هله تړم چې د خوشال بابا د قبر شناخته ښکل
کړم ـ ولی د خوشال بابا د قبر پر ځائی ئی د بندي خانو شکنجو او د پيښور جيل ته
اورسيدې ـ راشه د سوګند اوس داسې پوره کړه ، چې دا زوئے دې د سوئيزرلينډ په پاسپورټ
خټکو ته بوځه ـ چې د بابا د قبر تيږې ښکل کړي ـ بيا به ورته وادۀ اوکړې ـ
که زه شوم که هغه ، ما نور ايسار نه کړے شوـ او ورسره د اسيوړ او چشمۍ مينځ کې زړه
هديره کې پروت د خوشال بابا قبر ته لاړم ـ هلته پلار او ځوۍ په قبر لاس کيښول ـ
تيږې ئی ښکل کړې ـ دعا ئی ورته اوکړه ـ د بابا د ګنبت د څنګ نه ئی ښي لاس ته ليرې
بهيدونکي اباسين ، مخامخ وريځو کې پټ کړه مار غر ، او ګس لاس ته د خيبر غرونه او د
تاترې سر او د هغه مقام نه چاپيره د خټکو شاړه ميره او شاته د پلوڅو ځنګل او د چشمۍ
غر اوليدوـ هلته مو عکسونه هم اوويستل او بيا راروان شوـ زه کور ته راغلم ، هغه
سوئيزر لينډ تللو دپاره اسلام آباد ته لاړل ـ ارمان چې حسن هغه عکسونه ماته راليږلے
وے ، چې نن ما ددې ليک سره دلته شامل کړے وے! چې تاسو هم د ډپلوميټ حسن خان په
يورپي دريشۍ کې د پيښور جيل ليونے لاليشکو ليدلے وے ـ او د پيښور جيل د هغه وخت
قيديانو هم ، نو هر يو ته به د ليوني دا خوږه سندره او په خيال خيال کې مسته ګډا
ياده شوے وے چې :
په لويو لارو کې غاټول شيندلي دينه – مورې ما – ما ايلبند ته بوځه!
ُ ُ مورې ما – ما ايلبند ته بوځه