د ادب معنی او مقصد

څوک چی خپل  نفس په قبضه کښې نه شی ساتلی ، خپل  اندامونه او لاس او  پښې په خپل واک کښې نه شي راوستلی او د عدالت او موازنې تله په لاس کښې نشی ټینګوالی نو هغه کمزوری او ضعیف  دی لکه چنګیز ــ هلاکو او داسی نورـ د چا سره چې د خولې او عمل قوت نه وی څوک چې د یو پیغمبر او یو فیلسوف په شان یا دیو ادیب او شاعر په رنګ د حیات په سختیو نه شی کامیابیدی او د روح په قوت یا د دماغ په زور یا د خولی په سحر یا د وینا په طلسم د خلقو په زړونو حکومت نه شی کولی . یعنی د انسانیت له حقیقی قوت څخه محروم وي نو هغه بیا نورو الاتو  او مادي شیانو نه تیښته کوي او د روحانی قوت په ځای  په ظاهری  شیانو یعنې تورې او چړې خپل مقصد لاس ته راوړي.  په دی لحاظ زه هغه چاته کمزوری وایم چی په هغه کښی د انسانی روح او ضمیر پټ قوتونه کمال ته نه وي رسیدلي ـ شعر او شاعری یا په بله ژبه ادب د انسان د معنوی کمالونو څخه یو لوی  او ستر  قوت دی هر څوک  چې ددې  کمال خاوند ؤ  هغه قوی او  بریالی دی او که نه ؤ  ضعیف او کمزوری دی.
د ادب د کلمی لفظی څیړنی څخه هم ددی خبرو حقیقت په ښه شان څرګندیږی . عرب د ادب د کلمې اصل هدب بولي  چی د تهذیب یعنی سپیڅلتوب اصل او مبداء ده . د ادب وظیفه هم د نفس او روح تهذیب او ښایسته والی دی . داوجه ده چې ادب په نفسي او طبیعي  په دوه ډوله ویشل شویدی چی په اول کښی د جذباتو تفسیر او په دوهم کشی د طبیعي نندارې تصویر خپل اعلی معیار ته رسیږي او دا دواړه اړخونه د ژ‎وند له ضروریاتو څخه دي.
د پوهانو په مینځ کښی یوه بله خبره هم ډیره کښته پورته کیږی.
هغه دا چی ادب د ادب دپاره دی اوکه ژوند  دپاره که څوک په الفاظو نه ښوییږی او معني ته ځیر اوسیي نو دلته نه کوم تناقض او نه د سوال او پوښتنې حاجت شته.
دا جمله چي ادب د ژوند دپاره دی هم غلطه نه ده د ادیبانو په مینځ کی  یوه لفظی جګړه شته چی ادب د ادب دپاره بیله معنی ورکوي  او ادب د  ژوند دپاره بیله معنی لري . مګرحقیقت دادی چی ادب ټول د ژوند د پاره دی او ښه ادبي او عشقي مضمون لیکل یا په ښه مهارت سره یوه طبیعی منظره په الفاظو کی رسم کول یا د کوم ابشار او سیند ، د کو مو څڼو د کومو زلفو ستاینه کول د ا ټول د ژوندانه دپاره دی.
ولی چې په دي صورت یو شاعر او ادیب غواړي چی ژوند د ژوند کوونکو په نظر کښی ښکلی او ښایسته  وښیي  او د ژوندانه سره دده مینه او علاقه زیاته کړي ، د کائناتو ښایسته کول او د ګل او بلبل ستایل د یو هنرمند ادیب کار دی چې د ژوند ډګر د هر چا په نظر کښی د سرور او خوښۍ یوه رنګینه تابلو وګرځوي.
انسان په ژوندانه کښې د پایښت دپاره تفریح او د زړه خوښۍ‎ ته له هر څه زیات ضرورت لری نو په دی لحاظ یو خاص ادبی شعر هم چی د زړه د تفریح سبب کیږي  د ژوندانه دپاره دومره ضرور دی ؟ څومره چې ښه غذا ښه بوي، ښه اواز ، او ښه ننداره ـ د ژوندانه دپاره لازمه ده .
بله مسئله د ادب د قوت او تاثیر ده ، په دی کښی زما په خیال ډیری څیړنی ته ضرورت نشته ځکه چې شعر ته حکمت او بیان ته سحر ویل شوی دی او دا په خپله د ادب د قوت یو لوی  دلیل او برهان دی ادب د عقل موجد او پیداکونکی دی ، یوه ټولنه او جامعه د ادب له قوت نه پرته کار او عمل ته تیاریدلی نه شی . ډیر ویده لټ او تنبل قومونه د ادب او شعر د خوږو نغمو په زور په ډیره مینه او شوق د کار او عمل به ډګر کښی په زغلیدو راغلی دي او هم دغه شی د دوی په کالبوت کښی سا پوکلې ده.
د اروپا د رنسانس دوره د ادب  په قوت مینځ ته راغلې ده او ټول عملی وړاندې تګ د ادب  په برکت ددوی په برخه شوی دی.
که چیری په فرانس کی ویکتور هوګو مارتین او نورو د ادب په چغو خلک نه وې راویښ کړي نو د عمل په ډګر کی په ناپلیون له کومه پیدا شوی ؤ ؟ د ایتالیا د قومیت او ملت مسسین میزني او دانتي نوی شاعران دي.
جرمنیانو چی د ګوئټی له اشعارو څخه د عمل او قوت کوم  الهام اخستی دی هغه بیا د هټلر او نورو په شکل کی څرګند شوی دی.
انګریزان د شګسپیر په نغمو کی تر اوسه د نړۍ په ټولو ډګرونو کی غورځې او پرځي کوی . د روس دوه سوه میلونه نفوس د پوشکین او مکسیم ګورګي د سحر ناکو سندرو په اثر په څومره قوت مخ په وړاندی روان دي.
د هند خاوره  د ټاګور نغمو ژوند ۍ کړه او پاکستان ته د اقبال شعرونو ژوند وباښه .
پښتانه د جنګ  په هر ډګرو کښی د خپل خوږ ملی ادب به زور بریالی کیږی او د خوشحال حماسی شعرونه د توري ټوپک نه زیات زور لری که د شاعرانو او ادیبانو له نومونو څخه تیر شو نو د نړی ټول سیاسی مشران او د عمل د ډګر پهلوانان هم درست ادیبان او د قلم خاوندان دي او هر یو لومړی د ادب له ساحرۍ څخه کار اخیستی دی.
د تبلیغ او بیان توره یې په کار راوستی ده نو پس له هغې يې ډګر کي کامیابی ګتلی ده .
لینن او سټالین ، ابراهیم لنکن او نور د نړۍ مشران ټول لوی لوی ادیبان وه . هټلر د جنګ من په لیکو ځان ته دعمل لار صافه کړه.
نهرو ، ګاندي او چرچل د ادب او بیان په قوت په ژوندانه کښی په لویو لویو چارو کامیاب شوي دي ، نو ځکه ویلی شو چې ادب او عمل دواړه لکه سا او کالبوت دي. که د عمل په کالبوت کی د ادب څه نه وي یا د ادب سره عمل ملګری نه وي نو په دواړو صورتونو کښی انسان په ژوندانه کښی د کامیابۍ لوړې پوړۍ ته نه شي رسیدلی او مونږ باید له بې ادبه عمل او بې عمله ادب دواړو څخه ځان وساتو.
 
اراواښاد علامه پوهاند رشتین