هجران ځپلې شاعري!

ارشاد رغاند
يادښت:دارمانونوجنازه په ننګرهارکې دځوان شاعرمحمدي ګل هجران تازه خپره شوې شعري ټولګه اولاندې ليکنه ورسره دسريزې په توګه خپره شوې!
شاعري هم لکه د انسان ژوندداسې پړاوونه لري، شاعرانسان دى او دانسان هڅې اوچارې تل او په ځانګړې توګه په لومړيو کې له تېندکونو،لوېدنو اوستونزوخوندي نه وي،خوکه سمه روزنه وګوري،ښايي لارې ته شي.
دښاغلي محمدي ګل هجران لومړنۍ چاپ ته چمتوشعري ټولګه(دارمانونوجنازه)چې مې ولوسته،ديوشمېر ليدلوتجربوپربنسټ داخبره بياراياده شوه.
د ده دشاعرۍ منځپانګه اوجوله ترزياته بريده ولسي او دوديزه بڼه ، روانه اوپوهونکې ژبه اوخپلوکې تړاو لري (له ځينوبرخو پرته)!
مينه چې دشاعرۍ يوغوښن لامل ګڼل کېږي،د دې ټولګې ډېرشعرونه ورپورې تړلي،که ښاغلي هجران دشعرپوهانو لخوا په  نښه شوې شاعرانه هڅې ګاللي اومنلي واى،کېداى شي پر لومړنيودې شعرونويې هم دهنري شعرملګري راخپل کړي واى.
د هجران صيب په دې ټولګه کې مې دخوښې وړډېرڅه داوو چې رېښتينولي اوپرخپلو تېروتنو د ده منښته(اعتراف) پکې و:
ديارسره مې کړى په پښتو سره قسم و
ترسره مې اوس نه کړوخپل اقرار ته خجالت يم
دابل بيت مې په دې خوښ شوچې يوه نوې خبره يې په ښايسته اندازه پکې لېږدولې:
خدايه!مينه خوتاوکړه،چې ماوکړه
زه دې مينه کې اوس ولې خوارو زارکړم؟
دهجران صيب شاعري به د نورو خبرواړتياهم ولري خوزه به دوخت دتنګسې لپاره پرهمدې بسنه وکړم.
په دې يادونې سره چې که دى اوپه شان يې نوردرانه شاعران چې د ښې شاعرانه ګاندې هيلې يې شته،دادبي لوستنو اوادبي ناستو،ولاړو کې دګډون هڅه وکړي،ښه به شي.
ښاغلي هجران ته دې ددې شعري ټولګې چاپ مبارک اونېکمرغه وي!
                                  ارشادرغاند
                                  د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر
شاه مردخان مېنه-خپل کور-جلالکوټ
د ١٣٩٠ لمريز کال د لومړۍ مياشتې وروستى مازېګر