رباني استاذ ووژل شو، له وخت وروسته له آرمانه مخکې

همېش مهربان
د روان کال پیل خوندور نه ؤ، کله چې رابر شوی دی، د ولسمشر له خولې دا نارې سورې اورېدل کیږي چې سږ کال به د افغانستان او خلکو لپاره یو برخلیک ټاکونکی کال وي، په دې کال به زموږ په حکومت باندې له هرې خوا څخه ډول ډول فشارونه راوړل کیږي، ستراتیژیک تړون او په سیمه کې په یو او بل نوم پیلیدونکي حرکتونه ټول هغه لاملونه دي چې زموږ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي حالت ښه د پام وړ اغېز پرېښودلای شي.
اوس ولسمشر په تاریخي پړاو کې دی، جګړه یو بل شان حرارت لري او تر نیمایي زیات افغانستان له تهدیدونو سره مخ دی خو د محترم اطمینان د لسو کلونو پخوا په شان دی او د ویناوو ژبه یې هومره تغییر شوې ده چې د خلکو باور هم نه پرې راځي.
بله دا چې کرزی صیب د ملي ملاتړ له بحران سره مخ دی، دلته د ښاغلي هره پرېکړه او د نړیوالو سره یې هره معامله د افغان ملت له ملاتړ او تاکید پرته ترسره کیږي، له امریکې سره د ستراتیژیک تړون موضوع یوازې د حکومتونو د څو استازو په خبرو کې را ایساره ده، په دې اړه د جوړېدونکې لویې جرګې په وړاندې هم بې شمېره خنډونه پراته دي، لومړی دا ستونزه پېښېدونکې ده چې ملي شورا به د تړون کولو یا نه کولو د واک ژبه او خبره خپله وګڼي او چې کله خبره له دې برید څخه اوړي د لویې جرګې د غړیو ټاکنه به او د ټول هېواد څخه د استازیتوب مسأله به لویه ستونزه او سرخوږی وي.
جګړه هم بدلېدونکې ده، په قزاقستان کې د روان کال د شانګهای په سرمشریزه کې د رسمي ناستې تر څنګ  د سیمې د هېوادونو مشرانو له ولسمشر کرزي سره په ځانګړو ناستو کې دا خبره په ډېر زوټ ډول کړې ده چې د امریکې د متحده ایالاتو سره د افغانستان د حکومت له خوا د ستراتیژیک تړون لاسلیک کول به په افغانستان او سیمه کې د تروریزم پر خلاف د جګړې نوم په بله واړوي او دلته به د بل رنګ جګړه روانه شي چې یو ځل بیا به ددې هېواد ځورېدلي او جګړه ځپلي بې ګناه انسانان په سرو وینو کې غوپې ووهي.
څه چې د شانګهای له غونډې وروسته په افغانستان کې ډېر د پام وړ دي، دا دي چې د ډېرو نورو بدلونونو تر څنګ، یو شمېر مهمې څېرې، چارواکي او قومي مشران په مسلسله توګه وژل کیږي.
د نوموړي سازمان له غونډې پوره اوولس ورځې مخکې په شمال کې د پولیسو د پامیر زون قوماندان جنرال داوود داوود او د تخار ولایت امنیه قوماندان شاه جهان نوري د یوې چاودنې له امله ووژل شول او له دې ناستې درې ورځې کم یوه میاشت وروسته په کندهار کې ددغه ولایت د ولایتي شورا رئیس او د ولسمشر حامد کرزي ورور احمدولي کرزی ووژل شو، دا غم ډېر سوړ شوی نه ؤ چې د ولسمشر سلاکار جان محمدخان او د ولسي جرګې وکیل محمدهاشم وطنوال ووژل شول او وروستۍ توده وژنه د رباني استاذ وه چې پوره یوویشت ورځې وړاندې رامنځ ته شوه چې د ځینو خاطرې یې وردرندې کړې.
نو په داسې حساس پړاو کې چې د تروریزم پر خلاف جګړه لا هم تعریف شوې نه ده او یوه لسیزه پرې اوړي، په افغانستان کې د مشخصو آدرسونو له منځه وړل نا آګاهانه او بې پلانه کیسه نه ده، اوس په جنوب کې په یو چا باندې د غږ کولو مشخصه پته نشته، شمال هم له دې ستونزې سره مخ دی ختیځ او لویدیځ خو لا وختي په دې برخه کې د تسلیمۍ بیرغ پورته کړی دی.
د رباني استاذ وژل د شمال ټلوالې د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود له وژل کېدو سره یوازې د زماني واټن له امله توپیر لري، احمدشاه مسعود په داسې وخت کې وژل کیږي چې امریکا باید خپلې پښې په افغانستان کې کښیږدي او په دې خاوره کې یې وجود محسوس شي، خو د رباني استاذ وژل کېدل بیا داسې وخت رامنځ ته کیږی چې نور نو د امریکا اوږد مهاله شتون او پاخه پاتې کېدل د خبرونو د منځ ټکی دی.
دا نه شو ردولای چې رباني استاذ د جهاد په دوران کې یوه مخکښه څېره وه، په بېلا بېلو وختونو کې یې هم امریکې، پاکستان،روسیې، فرانسې، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو مرسته وکړه، مګر وخت نوره داسې پرېکړه وکړه چې د استاذ شتون نور چاته د زغم وړ ښکاره نه شو.
او دا هم نه شو هېرولای چې د روسانو له وتلو وروسته ټول ناورین د پروفیسور صیب له لاسه رامنځ ته شو، څلور میاشتې حکومت یې کلونو ته ولاړ او آن تر دې چې د وزارتونو تشکیل یې تر کانټینرونو پورې محدود شو خو له چوکۍ څخه تېر نه شو او د کابل په ګډون په ټول هېواد کې په زرګونو انسانان د خاورو خمبیره شول- نو پکار وه چې هماغه وخت فیصله پرې تېره شوې وای.
د حامد کرزي صیب په حکومت کې د رباني استاذ ملکي پخه وه، د زامنو او دوستانو لپاره یې د دندو پیدا کول او په مهمو پوستونو مقررول یې آن د ولسمشر له خوښې لوړ شوي وو- وېره یې له حزب اسلامي څخه هم وه چې په حکومت کې یې غړي یو څه را پیدا شوي وو، ده هم غوښتل چې خپل جمعیت را ژوندی کړي او د اشخاصو له کړیو څخه یې را وباسي، خو کیسه ناتمامه پاتې شوه.