غزل

هر یو قدم می د ژوندون د سفر وینې وینې  ۰شو په ژاړه می زړګې وینې څیګر وینې وینې ۰پر هر پرهر می  دوجود کړه  هره برخه بیلتون ۰هر یوه شپه می د ژوند وینې  سهر وینې وینې ۰که هر څو ژاړم  دهغې  وصال می نه  دی نصیب ۰بس په ژاړه می لیمه وینې نظر وینې وینې ۰هم به می یار زما په شان داسی بد حال وې بیلتون ۰هم بې زړه وینې او ځیګر د دلبر وینې وینې ۰دا به  دا تر څو  وې پدې خیال کی پښتانو غرق شمه ۰چی هره ورځ   مو وې لر وینې او بر  وینې وینې ۰توره راوخله   اې خوستیا  انګریز  بیا  راغلې۰سور اور بلیږې سمه وینې او غر وینې وینې