استاد برهان الدين رباني

\"\"
 ديوپاکستانې ژورنالست په وينا استاد برهان الدين ربانى ډېرمهم تاريخې رازونه په خپله سينه کې په وړلو سره لدي فانى نړۍ څخه ولاړ ، دغه ژورنالست سره استادربانى وعده کړي وه ، چې يوه ورځ به له دغو رازونو څخه خامخا پرده پورته کوي ، چې په خواشينۍ سره بايد وويل ش، چې دغه ورځ رانغله ٢٠ دسپټمبر٢٠١١ په يو ځانمرګې بريددهغه د مړينې دخبرپه اوريدو سره په کابل کې مي ورسره هغه اخري ليدنه په زړه شوه ، چې دغه  ليدنه هم د هغه په کورکې شوي وه په کوم کې چې هغه ته په ځانمرګې بريد کوونکى په خپل لونګۍ کې بم پټ کړي و چې هغه پري ووژل شو، ماد استاد ربانې څخه وپوښتل کله چې هغه په جامع الازهرپوهنتون کې د اسلامي فلسفى زده کړي کولې نو هغه د سيدقطب کتابونه دعربۍ ژبې څخه فارسي ژبي ته ژباړل ، او افغان ځوانان يې د جهاد خواته وربلل ، اودغه راز اسامه بن لادن هم د سيدقطب څخه د متاثره کيدلو روسته دجهاد خواته ورغى مګر نن ولى دبرهان الدين ربانې او اسامه بن لادن لارې بيلابېلې دى ؟؟
استاد ربانې زما سوال واوريداوډېر وخت وروسته چې په خپل ښې لاس کې تسبيح تاوولې او وى ويل : کيدای شي زموږ د دواړو منزل يو وى مګرلارې بېلابېلې دي لدې وروسته يې وويل : زه پوهېږم چې ته زما په جواب مطمئين نه شوې مګر پدغه موضوع به بيا کله اوږدې خبرې وکړو .
استاد رباني ديو ځوان عالم دين په ډول د اتحاد المسلمين او  ازادۍ ترسرليک لاندې خپل کوښښونه پيل کړه اود تل لپاره يې دکافرو سره په جهاد باندې هغه فخرکاوه ، مګر په پايله کې دهمدغو مسلمانانو لخوا ووژل شو.
دپاکستانى ليکوال حامد ميرپه وينا : داستادربانى مړينه هغوى ته دوه واضح پېغامونه لري .
(١)په کابل کې په يو ډيرمهم ځايه کې د افغان دولت ترټولو محترم ، او بزرګ سړى په چل  سره په وژلو طالبانو امريکا ته دا پېغام ورکړ ، چې تراوسه لا  مزاکراتو يعنې خبرو وخت نه دى راغلى ، او د خبرو پريکړه به امريکانه بلکې هغوى کوي .
(٢) پېغام يې دادى چې تراوسه په افغانستان کې دپاکستان مخالفو ډلو ته بريا حاصله ده چې ، دغه ډلې امريکاسره يو ځاى په په پاکستان باندې په خپل دبآو(فشار) سره دومره ډېروالى راولي ې کېداشې په دغه دباو (فشار) پاکستان دپاره د قابل وړ نه وي ،داستاد رباني مړينه يقيناً دطالبانو لپاره يوه برياده  کيداى شې دهغه په مړينه کې د پاکستان لپاره ډېرمسائل پټ پراته وى .
ډېرلږ خلکوته مالومه ده چې استادرباني  اول ځل په ١٩٧٤ ز کال کې د بوټوحکومت پرمهال په پاکستان کې پناه اخيستي وه ، کوم وخت چې په افغانستان کې د شهيدسردارداود حکومت کاوه ، او ځينو ډلو پاکستان څخه د بېليدو تکل کاه ، ذوالفقار بوټو سردارداود ته د سبق د ښودولو لپاره استاد رباني په خپل کورکې ميلمه کړ، کوم چې په  افغانستان کې اسلامي نظام غوښته ، استاد رباني په کابل پوهنتون کې پروفيسرؤ اوهغه له ځانه سره چې کوم ځوانان پاکستان ته راوستلى ، په هغوى کې انجينرګلبدين حکمتيارصاحب ، اميرصاحب احمد شاه مسعود ، اوجان محمد اوداسې نور په دغه وخت کې نصيرالله بابر دفرنټيرکانټبلرى ( دپوځ دصوبي مشر ) ؤ او همدغو افغان ځوانانو ته يې اسلحه ورکړه ، چې کله هم ددغو ځوانانو لاسونو ته وسله وراغله ،  دوى د استاد ربانى د اثرڅخه ووتل .
دحامد ميرپه وينا حکمتيار او احمد شاه مسعود يودبل پرخلاف دسېسې پيل کړې ، استاد رباني هم د دوى ترمنځ روغه ونه شوه کړای ،
احمد شاه مسعود هم  ترمرګه پورې داستاد ربانى په جميعت اسلامى سر ه تړاو لره چې په وينا يې دواړه تاجکان په ځانمرګو بريدونوکې ووژل شول ،
حامد مير وايې مابه د استاد څخه ډېروخت پورې داپوښتنه کوله ، که چېرته په ١٩٩٢ کال کې ستاسو پرځاى صبغت الله مجددې دافغانستان ولسمشروای ، نوآيا دافغانستان تارېخ بۀ نن ورځ بل څيرنه وو ؟؟
دليکوال په وينا  :  استاد ربانى وويل : چې ددې سوال جواب به هم کله درکړم ،ما د هغه څخه داهم پوښتلي وو کله چې بن لادن په ١٩٩٦ کال افغانستان ته راستون شه نوالوتکى ته يې تاسو د ننګرهار په هوايي ميدان کى ولى د کوزيدو اجازه ورکړه ؟؟؟
يوځل بيادهغه ځواب داو چې ددې سوال ځواب به هم کله درکړم . چې په وينايې داستاد ربانى دغه کله هيڅکله هم رانغلو ....
مګردده د مرګ وروسته په ريښتنى ډول موږ دهغه په اړه تبصره وکړو اود هغه دژوند اخرې هڅه اوتګلاره  کوم وو اودهغه له مرګ وروسته دغه تګلاره  به پوره شي اوکنه ؟؟
ولسمشرحامد کرزي په ٢٠١٠ کال کې استاد د ربانى په مشرۍ د وسله والو مخالفينوسره دخبرولپاره دسولې عالې شورا پرانسته  ، چې د طالبانو سره دروغې جوړې هڅې وکړي پدغه شورا کې د طالبانو د دور، ناپيژنده وزيرانوهم ګډون لره ، چې د طالبانوسره يې دخبرو اعلان وکړ ، مګردخبرو لپاره يې مناسب چاپېريال باندې توجو ونه کړه ، لويديځو رسنيودامريکا او طالبانو دغه خبرې په رسنيوکې ډېرې لوړې  ياده ولى ، او افغان حکومت ته ددغو خبرو له امله په زرګونو طالبانو خپلې وسلې پر زمکه کېښودى ، او د دولت سره يو ځاى شو ، په پېل کې خوطالبانو ددغو خبرو څخه انکاري ول ، او ويل يې چې دوى د کرزې او استادرباني په مشرۍ خبرو ته نه کيښنې ، له بل پلوه استاد رباني په يوه نه يوه لار خبرو ته ليواله وو ، چې دده سياسې ډګر پرې مظبوط شي ، استادرباني پنځه مياشتې وړاندې دطالبانو يو استازى عصمت الله نامې له هغه سره اړيکه ټېنګه کړه هغه په پلازمېنه کابل کې  يوميلمستون ( ريسټ هاوس ) ته راغى او هلته څلورورځې  پاتې شو ، او د استاد ربانى سربېره ، د امن کونسل يو بل غړى رحمت الله واحديار سره يې ولېدل يعنې ملاقات يې وکړ، په ٢٠ دسپټمبر ٢٠١١ ماښام استاد ربانى د ايران له سفره راستون شه ،نوهغه عصمت الله دملاقات دکولو خبر ور ورسيده ، اوستاد ربانى هم د ليدو لپاره راوغوښت ، د ډېرې مودى راهېسي دليدو پربنسټ دهغه څخه ډېره تالاشي وانخيستل شوه ، ددغې بى پرايۍ څخه په ګټه پورته کولو سره دغه د امن د دروغجن استازى استاد ربانى دخپل ځان سره والوځوه .
دحامد ميرپه وينا ، ريښتياخودادي چې طالبان د استادربانى ، حکمتيار، حاجي اسماعيل خان ، استادسياف او احمد شاه مسعود د ناپوهيو څخه راپيدا شوي وو . په ١٩٩٢ کال د نوازشريف حکومت دکوښښونو له امله صبغت الله مجددي دافغانستان دموقت  حکومت ولسمشرشو ، وزيردفاع  دمجددې په الوتکه راکټي بريدوکړه چې مجددې ددغه وژونکي بريد څخه روغ رمټ ووت ، ، پېغام روښانه ووځکه  خومجددي  صدارت پريښود او استاد رباني دهغه پرځاى وواک واګې په لاس کې واخيستې  چې ورسره سم  خپل منځي نښتې  پيل شو ي، داحمد شاه مسعود او حکمتيار په خپل منځي جنګ جنګړو کې کابل برباد شو،او استادربآنى يې يواځى ننداره کوله  په ١٩٩٣ کال  افغان مشران په مکه مکرمه کې راټول کړاى شو،درباني په صدارت او حکمتياردلومړي وزيرپه توګه ومنل شو
(((خو متاسفانه  لدې وروسته يوځل بيا په خپلو کې نښتودوام وکړه  چې پکې زرګونه افغانان  داورخوراک شو،کابل ښارپه کنډوالو بدل او په هره سيمه کې وړې واکمنۍ راوزيږيدې خلک يوواربيا کډوکولو ته اړشو او پايله يې داشوه چې له کندهاره دحالاتونه په اغيزدطالبانو په نوم ډله راپورته او په لږ وخت کې يې په نږدې ټول افغانستان قبضه ټينګه کړه او داسلامي امارت په نوم يې خپل حکومت اعلان کړه .،
 که څه هم په لومړيو کلونوکې طالبانوپه اسانه پرمختګ وکړه خو وروسته پکې  داسې ډلو اوکړيو نفوذوکړه چې دهغوي وړاندې تګ يې ټکنې او دطالبانونوم يې بدنام کړ.
چې يوه بېلګه يې په باميانو کې د بودادتاريخي  مجسمو نړول وو
 که څه هم الهې امردى چې ، ژباړه : تاسو دهغو خلکومعبودانوته ردبدمه ووايي چې دالله ج نه يې بغيررابلي ځکه کيدى شي هغوۍ دخپل جهالت  اودښمنۍ له امله حقيقي رب په حق کې هم رد بدووايي..
کله چې طالبانو په باميانوکې دبودا مجسمې  ړنګې کړې په ګرده نړۍ  اوپه خاص ډول په هندوستان کې خلکو قران مجيد وسوځاوه .
سم له واره داپوښتنه دخلکو مخې ته ودريده چې   دعثمانى خلافت پرمهال په لسګونه صحابه کرام رضوان الله عليهم اجمعين افغانستان ته راغلې او دلته يې واکمنى هم کړيده خوهغوى رض هم د ددغو بوتانو د ړنګه ولو په اړه کومه کړنه نه ده تر سر ه کړې .
له بله پلوه دوخت واکمن سلطان محمود غزنوى چې په بت شکن  ياديده هغه دغه مجسمه نه وه ړنګه کړې  نواياطالبآن له هغه  څخه ډير په عقيده کې مضبوط وو چې دغه مجسمه  يې ړنګه کړه ،
ددې سربيره که طالبانو افغانستان ته امنيت اوسوله راوړه ،خوترڅنګ يې ځينې داسې کړنې دنورپه اشاره درلودې چې دهغوپه سپينې لمن داغ واودتاريخ په پاڼوکې ځاى لري .)))
ژباړه : مسيح الله  (عصام)
 
ليک : حامدمير
منبع : جهنګ اخبار
Masihullah_asam@yahoo.com