
رنګین دادفر سپنتا چې یو شعله يي او ماویست دې د طالبانو
د رژیم د سقوط نه سمدستي وروسته په افغانستان کې خپل پښتون ضد فعالیتونه پيل کړل.
او د افغانستان ملي او د جرګو عنعناتو پسې به یی په پښتون ضد رسنیو کې لیکنې کولې
چې عمده هدف یی د هیواد اکثریت پسې ملنډې وهل وو. وروسته د نورو په څیر وتوانید چه
ارګ ته لار پيدا کړي او د ولسمشر سلاکار شو همداراز یی نور هم په ښه توګه پښتون ضد
اجنډا پرمخ یوړه او د ولسمشر لخوا د تل په څیر نور هم ونازول شو او د هیواد د
بهرنیو چارو وزارت ور وسپارل شو.
نوموړې چې د جرمني تابعيت هم لري یو خوا ورته د افغانستان
څخه په کراتو زیات د غربیانو ګټې ارزښت لري له بلې خوا خپله ستمي او شعله يي اجنډا هم په ډیره سپين
سترګۍ پرمخ بیايي. د فارسي ژبو هیوادنو یا فارسي مثلث ته د افغانستان ننه ایستل هم
د دې ښاغلي د سترو لاسته راوړنو څخه یوه ده. سره لدې چې په مفکروي لحاظه د ایراني
اخوندانو سره ډیر واټن لري ولې د پښتو او پښتون ځپلو اهدافو کې بیا سره شریک دي او
د خپل وزارت په موده کې یی ډير ځلي بې ځایه ایران او تاجکستان ته سفرونه کول او هم
یی دوې په یوه بانه او په بله بانه رابلل تر څو دغه پښتون ضد ایتلاف پياوړې کړي.
کله چې ولسي جرګې په ایران کې د افغان مهاجرینو په اړه د
نوموړي د بې تفاوتې او بې کفایتې له امله د اعتماد رایه ترې واخیسته ولسمشرکرزي په
ډير بېځایه ډول نوموړې درې کاله نور هم په خپل ځاې پریښود چې د شننونکو په باور د
تیرې ولسي جرګې سره د کرزي د ستونځو یو لوئ لامل همدا وو.
افغانستان چې تر دې دمه کومه روښانه بهرنې پاليسي نلري
او دې ښاغلي به ادعا کوله چې یوه جامع بهرنې پاليسي به جوړه کړم چې تر ننه یې دا
کار ونشو کولائ. مګر چيرته چې يي وس پيدا شوې د هیواد د ملي ګټو په ځانګرې توګه د
پښتنو پر ضد یی خپل مضریت کړې که دغه کار
يي د ایران او تاجکستان سره په نږدې اړیکو کې لیدو یا امریکا او اروپا ته د پښتنو
پر ضد لمسون کې او یا د سولې او ثبات د پروسې مخنیوي کې په هر ډګر کې يي خپل
کرغیړن رول لوبولې . د رباني د مرګه وروسته خو يي د ټلوالې په څیر غوا لنګه شوه او
کرزي نږدې کسانو کې لمړنې کس وو چې د سولې پروسه یی بې مانا اعلان کړه. لنډه دا چې
سپنتا غواړي چې پښتانه مدام په جنګ کې ښکیل اوسي او په دې توګه د سیالې ویستل شي
او په نتیجه کې یی د هیواد اقلیت تاجک په فرهنګي او سیاسي ډګر کې برلاسي شي. اوس
نو د ښاغلي کرزي لخوا د نوموړي ساتل په دې مانا دي چې دې هم ورسره په دغه پلیتو
موخو کې شریک دې کنه نو باید ډیر ژر یی نور وشړي.
اتل مومند