د بي بي سي خبريال  عبدالصمد روحاني د مړينې له امله په خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنې پيغام:

هيڅ خندامې لدې خلكوسره نه شي ژړاوي مـې هغـه تلي تلي خلك.   په هلمند كې د بي بي سي خبريال  عبدالصمد روحاني د مړينې له امله په خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنې پيغام: په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې په هلمند كې د بي بي سي راډيو ځوان، تکړه او زوړور خبريال  د ناڅګندو كسانو له خوا په ډزو سره وژل شوى دى. انا لله و انا اليه راجعون .
دا دى يو ځل بيا زموږ ځوريدلى ولس وځورول شو، د هيواد د ژورنالستانو له ډلې يو ځوان هڅاند او خوږ ژبى خبريال چې، د افغانستان د ډېر نا ارامه ولايت هلمند څخه به مو د ده په خوږه ژبه د سيمې له حلاتو ځانونه خبرول، په بي رحمۍ سره بيل شو،  دا ځوان عبدالصمد روحاني و. په خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنه او د دې سيمې ځوانان  د روحاني صاحب وژنه په كلكه غندي. دغه ټولنه د روحاني وژنه د ملت د ژبې پرې كول بولي او مړينه يې د ولس لپاره يوه لويه  ضايعه ګني موږ د نوموړي كورنۍاو د ده نږدې خپلوانوته د غمرازۍ مراتب وړاندې کوو. اوده ته له خدايه  جنت الفردوس او د ده وارثينوته د جميل صبرغوښتنه كوو. په خوست كې د پيوستون كلتوري اوخپرندويه ټولنه